No-IMG

ايران لا هم سنيان د جومات جوړولو څخه محروم ساتلي

د څوارلس کلونو تر پرلپسې هڅو وروسته د یونان د مرکز "اېتــنز" مسلمانان په دې وتوانېدل چي لومړی جومات پرانیزي، تر ۱۸۲۱م را وروسته به د لومړي ځل لپاره په اېــتنز ښار کي د جمعې مبارکي لمونځ په جامع جومات کي ترسره شي، اوس نو د نړۍ یوازینی ښار داسي شـته چي هلته هیڅ یو جومات نشته، هغه د ایران مرکز تــــــهــــران دئ، بلې هو په تهران کي د سنیانو شمېـــر نږدې یو ملیون دئ، خو تر اوسه له جومات جوړولو محروم ساتل شوي، د تهران په بونک سیمه کي یو جومات موجود وو چي په ۲۰۱۵م کي د ایراني اخندي منفور رژیم لخوا په شهادت ورسول شو، د ایراني پارلمان غړی ډاکټر جلیل رحیمي جهان آبادي وايي د ټاکنو په کمپائن کي حسن روحاني زموږ سره د خپلي بریا په صورت کي په تهران کي د جومات جوړلو وعده کړې وه، خو تر بریالي کېدلو وروسته ئې وعده هېره شوه...

د ایراني سیستان بلوچستان سني مذهبي مشر مولانا عبدالحمید وايي چي د سعودي په مرکز ریاض کي د شیعه وو مذهبي مراکز موجود دي خو ایران موږ له دې حق نه محروم ساتلي یو، مولانا علي سیستاني ته لا هم لیک استولی تر څو په دې اړه مثبت رول ولوبوي خو نتیجه صفر... هېره دي نه وي په تهران کي د یهودانو د سنیگاگ او د عیسائیانو د کلیساوو تر څنګ د نورو مذاهبو عبادتځایونه موجود دي خو...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟