No-IMG

کور او مسکن

کور, بیت یا مسکن چې په قران عظیم الشان کې یي هم څو ځلې یادونه شوی ده له طعام او کالو وروسته د انسانانو یو اساسي ضرورت دی. په یوه ټولنه کی ددې بنیادي ضرورت پوره کول نه یوازې خلک د کورونو خاوندان کوي بلکه خلکو ته د کارونو د پیدا کولو له لارې د یو مملکت اقتصادي څرخ هم په حرکت راوستلی شي. نو پدې اساس د افرادو د بنیادي ضرورتونو په پوره کولو کې د یوي ټولنې خیر او نیکمرغي پرته ده او د الله ج د رحمت او حکمت نخښی پکی لیدل کیږی.

د کورونو په تعمیر او جوړونه کې, معمار, خټګر, نجار او کارګر ته ضرورت شته.  تیږو, خښتو, سمنټو, لرګو او اوسپني, دروازو او کړکیو, شیشو, د تشنابونو تیږو او تختو Tiles, میخونو, قلفونو, رنګونو,  میز, چوکۍ یا فرنیچر او په لسهاوو نورو تعمیراتي موادو ته ضرورت شته.

ددی هر ضرورت د پوره کولو لپاره باید خلک پانګه اچونه وکړي, شرکتونه او فابریکی جوړې کړي او خلک استخدام کړې.

متاسفانه په افغانستان کی په دی تیرو تقریبا شلو کلونو کې چې پر ځنو د سیاسی قدرت پیرزوینې او د امریکایي ډالرو بارانونه وشول د کور جوړونې په صنعت  کی پانګې اچوني ته توجه ونشوه.

 دولت هم پدې سکتور کې د پانګې اچونې د تشویق لپاره لازم قانوني, مقرراتې او مناسب اقتصادي ماحول جوړ نکړ.

په زرونو میلیون ډالره دوبۍ ته انتقال شوی. هلته پری کورونه او هوټلونه واخستل شول. په افغانستان کی نه يوازې پدې سکتور کې پانګه اچونه ونشوه, بلکه دولتي ځمکې غصب او په خلکو خرڅی شوي.

په عوامو کی چې له چا سره څه لږې, ډيري پیسی وی هغوی دا پیسی د ځمکو په اخستلو بندی کړی. د ټولو دا امید ؤو چه که سوله راشي او مهاجر ستانه شې دا نمری به پري په لوړه بیه خرڅې کړي.

ددې پر ځای چې خلکو په تولید او صنعت کې پانګه اچونه کړی وای, پیسي یي په نورو ملکونو او وطن کې په خاورو بندی کړې.

په نتیجه کې د تیږو او خښتو نه غیر, نور اکثره تعمیراتې مواد له ګاونډيو هیوادونو نه افغانستان ته واردیږې.

اوس هم د کور جوړونې د سکتور په مختلفو برخو کې د پانګي اچونې او سرمایه ګذارۍ لپاره زیاد فرصتونه شته دی چی باید پرې فکر وشې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟