No-IMG

د دوهم جهاد یو انقلابي ځوان او تحصیل یافته شخصیت حسان طوفان کورنۍ سره مرسته وشوه

پرون زمونږ دخدماتو همکاران د شهید انجینر حسان طوفان کورته تللی وو او د هغوی د پوښتنې ترڅنگ د محترم مصباح او د یوې محترمې خور او د خدماتو دفتر میاشتنی ناچیزه تحفه د ژمي  19000- افغانی ورسولی.

الله پاک دې خویندو او وروڼو دا مرستې قبولې کړي.

 شهید انجینرحسان ریښتیا هم طوفان وو دنورو فعالیتونو ترڅنگ:.

د 2006 کال د امریکایی فوځیانو لخوا د قران پاک سپکاوی او سوځولو په وړاندې د ننگرهار پوهنتون محصلینو او عام اولس یو لوی پاڅون په ترڅ کې د امریکایانو د یرغل او ظلم په وړاندې قهرجنې مظاهری وکړی.

او دا لومړی ځل وو چې امریکا او اروپا د خپل پنځه کلن یرغل دوباره برسی کړ چی د دوی درواغجنه ډیموکراسی په اولس کی هیڅ ځای نیولی ندی.

په یقینا سره ویلی شم چی د ننگرهار دا مظاهرې وی چې د امریکا او ناټو د اشغال پلانونه یې په سیاسي ډگر کې ناهیلی کړ. او ور ته څرگنده شوه چې د افغان مسلمان اولس مجاهد دی او د یرغل په وړاندې سخته کرکه لري.

پدې پاڅون کې د نورو مجاهدو محصلو ځوانانو تر څنگ شهید انجینر حسان هم مهم رول ادا کری وو.

شهید حسان یو انقلابي شخصیت وو اوچت تعلیم یې سر ته رسولی وو.

د نصرت مینې تقریبا د 15 کالو راهیسی زما ملگری وو.

یوه  ډيره غمناکه خاطره :

د حزب دسولی  موافقی یونیم کال وروسته کابل ته راغی ماته یی وویل دولت د حزب سره د سولی معاهدی ته ژمن ندی. بیا وروسته

ما ورته وویل ماسره دفتر کی کار وکړه خو اوله میاشت امتحاني چې یو بل زغملی شو.

د شلو ورځو کار وروسته  ما ورته وویل :  ډیر زیات داخل مرکز او دباندی ترفشار لاندی یم.

وویل مشکل نشته، ما ورته وویل تاته فلانی وزارت کی د ښه معاش سره کار شته، راته وویل د میاشتی په یو میلیون روپی معاش پدی مفسد نظام کی کار نه کوم.

بیا د حزب یو بل دفتر کې وظیفه واخیسته.

څلور میاشتې وروسته په یو سفر د باغبانو کلی کی په ډیر بیرحمانه توگه د ظالمانو لخوا په شهادت ورسید.

چی ټول دوستان او ملگری ورباندی سخت خفه شو.

الله پاک دی شهادت ورته قبول کړي.

شهید حسان څخه څلور کوچنی ماشومان  پاتی دي الله پاک دی خپل حفظ کی اوساتی.

خدمات ریاست

په احترام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک