No-IMG

نصرت مینه کمپ د مجاهدو مهاجرو علماو مشرانو او د ښوونځیو با احساسو مسئولینو ته سلام

د نصرت مینه د مهاجرینو کمپ د ویاړ ډک یو تاریخ لري.

چی په تعلیمي برخه کې يې بالخصوص د دیني مدارسو او مکاتبو مخته وړلو کی په زرگونو افغانان په تعلیم، توحیدي عقیده او اوچتو اخلاقو روزلی او جامعی ته وړاندی کړی دی.

تل د کمپ مسئولینو او مجاهدو مشرانو د خپل توان او د شرایطو مطابق د خپلو مهاجرینو وحدت، امنیت او حیثیت په ټول قوت ساتلی دی.

 څرنگه چی هېواد حالات او ناامنی  ټولو ته څرگنده ده نو زمونږ د مهاجرو برخلیک هم په گاونډیو ملکونو کی نامعلوم دی.

الحمدلله نن سبا نصرت مینه کمپ نسبت نورو کمپونو ته زيات مهاجرين لري او امنیت او تعلیم یی په صحیح توگه روان دی .

البته یو څه اقتصادي ستونزې شته خو بیا هم کار روان دی.

دا خبره ضرور ده چې د خپلو راتلونکی ځوان نسل چې د هجرت په دیار کې ژوند کوي د هغوی سره په تعلیمي برخه کې مرسته اوشی، تر څو خپل هیواد ته د خپل هیواد په تعلیمی  نصاب زده کړې سره واپس راشي.

مونږ د خپلو هغو مجاهد او مهاجرو بااحساسو مشرانو ډیر قدر کوو چې د هجرت او پردی ملکونو کې د خپلو بیوزلو هېوادوالو خدمت کوي.

خدمات ریاست.

په احترام.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟