No-IMG

د ارگ تبعيضي چلند په ټوله مانا محکوم دی!

ارګ کې ډاکتر غني په وياړ سره ټولو ته د مسعود شناسي او مزاري شناسي تجويز کوي، خو بلخوا حکمت يار پسې د پيسو او برنامو پر مټ بربنډ منفي او زهراګين تبليغات.

ولې؟

کورئ دلته د حکمت يار د ګټلو بحث نکوم او ملګري ګواه دي چې حکمتيار سره مخامخ مجلس کې مې هغه ته سختې خبرې او تندې نيوکې کړي.

خو دلته یې له خپله ادرسه وايم چې دا دوه ګونی او تبعیضي چلند مې په دوست څه په دوښمن هم ندی پیرزو.

که خبره د ښو او بدو کېږي نو بيا دې ټول نران شي او له يوه مخه دې له ټولو دا په تېرو نولسو کالو کې دا فرمايشي القاب او امتيازات واخلي.

د همدې څلویښت کلنې جګړې ښکېلو کې که يو قهرمان، مارشال، اتل او بل پسې يو طرفه سپۍ غپا وي نو دا قطعا ملت ته د منلو نده.

تبعیض په ټوله مانا محکوم دی!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟