No-IMG

صلیبي وحشتونه، د افغانانو وينه څومره بې ارزښته شوه!!!

نجیب اللّٰه عادل

 

امریکایې اشغالګر (کیلوِن ګِبز) په عدالت کی ومنل چې د شرابو په نشه کی یې فقط د تفریح او یادګاری لپاره افغانان قتل کول ، 26 کلن کیلوِن ګِبز په افغانستان کی د پېنځه کسیزه ډلی (ففتھ اسټرایکر برګیډ) په نوم د یؤ قاتل ګروپ مشر وو ، کیلوِن ګِبز عدالت ته اوویل: چې افغانستان کی یی د چاپو په مهال ډیر بیګناه افغانان فقط د تصویرانو اخېستلو او تفریح لپاره قتل کړل

تحقیقاتی ډلی د قاتل (کیلوِن ګِبز) له شخصی موبایل څخه داسی ویډیوګانی او ساتل شوی تصویرونه هم عدالت ته وړاندی کړل چې په هغوﺉ کی د وژل شویو افغان وګړو د لاسونو پری شوی ګوتی ، اېستل شوی غاښونه او نور بدنی اعضاء هم شامل دی ، په یوه ویډیو کی کیلوِن ګِبز د وژل شوی قندهاری ماشوم (ګل محی الدین) څخه د لاس ګوته پری کوی او خپل ملګری (سارجنټ هولمز) ته یې په خندا ډالۍ کوی ، په بله ویډیو کی کیلون ګبز او ملګری یې په یوه هڅکه غونډۍ باندی دوه افغانان د تفریح لپاره په نښه کوی او وژنی یې

 په یؤ تصویر کی (کیلوِن ګِبز) د یوی افغانۍ میرمنی غوڅ شوﺉ سر په لاس کی نیولی او په خندا سره په ګوتو باندی د V نښان جوړوی ، قاتل کیلون ګبز دا هم ومنل چې له وژلو وروسته به یې د افغان وګړو تر سنګ وسله هم کیښؤدله ، ددی لپاره چې وژل شوی بیګناه افغانان ترهرګر ثابت کړی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟