No-IMG

د ظالم تپل شوي حکمران تر واکمنۍ لاندې نا خبره مظلوم ولس!

څارنوال سلیمان الکوزی

 

په هېواد کې روان جنګ شل کلن شو؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې معاهدې تر لاسلیک وروسته لا هم جګړه روانه ده تر اوږده ځنډ وروسته د سولې په تمه د افغانانو امیدونه را ټوکیدلي چي اشغال پای ومومي، جنګ ختم شي او د افغانانو د خوښې منتخب، خپلواک او واقعي اسلامي نظام رامنځ ته شي خو داسې ښکاري چي تش په نوم افغان چارواکي نه غواړي افغان ولس د آرامۍ نفس واخلي؛ تر دوه میاشتو زیات وخت تېر شو چي د بین الافغانې مذاکراتو په موخه د دواړو لوریو ټیمونه په دوحه کې د رسمي خبرو اترو لپاره د طرزالعمل په جوړولو بوخت دي، تېره اونۍ دواړو ټیمونو د طرزالعمل په اختلافي ټکو توافق وکړ چي له هغې جملې څلور اساسي ټکي یې په لاندې ډول وو:

۱- د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون.

۲- د افغان سولې په تړاو د ملل متحد موقفونه.

۳- د مذاکراتي ټیمونو ژمنې.

۴- د افغانستان د خلکو اراده.

ټاکل شوې وه چي تېره پنج شنبې دواړه مذاکراتي ټیمونه د اخیري پرمختګونو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړي؛ خو کله چي ولسمشر اشرف غني خبریږي معصوم ستانکزی او سلام رحیمي په عاجله توګه کابل ته راغواړي او د اخیري پرمختګونو په اړه ورنه وضاحت غواړي د معصوم ستانکزي له خوا د معلوماتو تر وړاندې کولو وروسته د اشرف غني غوسه را پاریږي او له یادو پرمختګونو سره خپل شدید مخالفت څرګندوي، معصوم ستانکزی څه ورځې کابل کي پاتې کیږي ترڅو د اشرف غني قناعت او ملاتړ ترلاسه کړي خو ستانکزی نه بریالی کیږي له منفي ځواب سره بیرته دوحې ته ستنیږي.

معصوم ستانکزی چي له طالبانو سره توافق او ژمنه یې کړې وه چي له خپلو ژمنو به نه په شا کیږي او پخپلو کړیو ژمنو به کلک ودریږي اوس به طالبانو سره په کومو سترګو مخامخ کيږي؟ ستانکزی پرته لدې چي له طالبانو سره پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړي بله چاره نلري نن داسې هم ویل کیدل چي ممکن په طرزالعمل توافق وشي خو د افغانستان د اساسي قانون خلاف عمل په هیڅ صورت افغان حکومت ته د منلو وړ نده؛ لدې څرګندونو داسې ښکاري چي معصوم ستانکزی او ورسره مل ټیم یې مجبوره دئ پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

دوحې ته د ستانکزي له تګ او د جینوا کنفرانس له ختمیدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې په برخه کې د اخیري پرمختګونو په اړه منفي غبرګون ښکاره کړ او هرڅه یې په بشپړه توګه رد کړل چي ګواکې د په اختلافي مسائیلو هیڅ توافق ندئ ترسره شوی دا په داسې حال کې ده چي یو تعداد زیاتو افغان سیاسیونو له اخیري پرمختګونو هرکلی وکړ او دا یې د سولې د ټینګښت په برخه کې یو ستر ګام وباله بل پلو طالبانو ته نږدې معتبرو سرچینو په کومه ورځ چي ښاغلي ستانکزي کابل ته په ناببره توګه سفر وکړ څرګنده کړه چي د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي له طالب پلاوي سره ژمنه کړې چي له خپلو توافقاتو به نه په شا کیږي او عمل به ورباندې کوي.

له یادو ژمنو څخه د شاتګ په صورت کې د روانې جګړې مسئولیت د چا په غاړه دئ؟ هره ورځ په لسګونو افغانان چي وژل کیږي مسئولیت به یې د چا په غاړه وي؟ څوک سوله غواړي او څوک جنګ یعنې افغان وژنه؟

د افغان سولې په برخه کې یو اصطلاح عامه شوې چي افغان حکومت تر هغو د سولې په برخه کي یو ګام هم نه اخلي مګر دا چي امریکایي چارواکي ورباندې امر کوي ویل یې د بندیانو په اړه موږ کوم طالب سره کومه ژمنه نده کړې شپږ میاشتې تېرې شوې په زرګونو افغانان و وژل شول بیا (۴۶۰۰) اسیران آزاد شول، ویل یې (۴۰۰) اسیران نه خوشې کوو باید جرګه پریکړه وکړي لویې جرګې ورته و ویل چي خوشې کړه وای نه یې خوشې کوو خارجي دوستان (هند او فرانسه) مو خفه کیږي بیا په سلګونو افغانان په جنګ کې و وژل شول د امریکایانو له خوا فشار وارد شو د څلور سوو ډله آزاده شوه خو (۱۲) نفر یې بیا ورنه وګرځول چي بهرني دوستان خفه کیږي د فشار په پایله کې آزاد، پاسپورتونه ورته جوړ او په طیاره کي ور سپاره کړل، ولسمشر اشرف غني د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو له سرمنشي سره په ګډ رسنیز کنفرانس کې د دوحې له تړون نه ملاتړ څرګند کړ خو تېره اونۍ یې انکار چي موږ د دوحې تړون ته کوم الزامیت نلرو ځکه موږ لاسلیک نه ورباندې کړی خو مذاکراتي پلاوي یې په دوحه کې په طرزالعمل توافق کړی د اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت دا مخالفت دایمي ندئ کله چي د شپږ یا اته میاشتې تېرې شوې او یو (۶۰۰۰) بیګناه افغانان و وژل شول او یو قوي فشار د امریکا له خوا ورباندې راغی بیا توافق کوي ځکه د اشرف غني او د ده د ټیم هدف دا دئ چي یوه ورځ په واک کي پاتې کیږو دا هم ستر غنیمت دئ افغانان کي د ورځې زر نفره هم و وژل شي کومه جدي ستونزه نده.

د اشرف غني دا خود خواهي او د سولې مخالف تصمیمونه په روانه جګړه د تیلو پاشلو په هدف ده نه بل څه ترڅو دی په واک کې پاتې شي او خپلې غلاوې وکړي؛ طالبانو ته نږدې کسانو څرګنده کړې چي که د کابل ادارې مذاکراتي ټیم له خپلو ژمنو په شا شي جنګ به څو برابره زیات شي ځکه اشرف غني او ټیم یې سولې ته ژمن ندئ نه غواړي چي له واکه ګوښه او هېواد کې سوله راشي نو طالبان مجبور دي چي د جنګ له لارې اشرف غني سولې ته کښینوي.

د سولې پروسې له روان وضعیت څخه په ښکاره څرګندیږي چي د سولې امیدونه د کم رنګه کیدو په حال کې دي ځکه افغان حکومت هره ورځ د سولې ضد موقفونه غوره کوي چي یوازې او یوازې د جنګ د دوام سبب کیدلی شي نه د سولې.

افغان مظلوم، بیچاره، بې وسه او له هرڅه ناخبره ولس پدې تمه چي ګواکې سوله به راشي د اشرف غني په دروغجنو او نمایشي شعارونو غولیدلی، پټې سترګې پاتې شوی له یو خوا هره ورځ وژل کیږي، په کورونو يې چاپې وهل کیږي، په کورونو یې ړندې بمبارۍ کیږي، کار نشته، اقتصاد یې صفر، امنیت یې نشته سر او مال یې خوندي ندئ خو حکومت لا هم نه غواړي چي دا ولس امن وګوري او د ژوند کولو حق ولري.

ولس ته په کار ده چي نور را ویښ شي د هر ظالم او خائین په وړاندې چوپه خوله پاتې نشي د سولې د دښمنانو په وړاندې خپل غږ پورته کړي دې مفسدو، ناکاره، پردیپالو، د سولې دښمنو او غلو حکومتي چارواکو په وړاندې راپورته شي او له خپلو حقونو کلکه ننګه وکړي ترڅو د آرامۍ او آزادۍ نفس واخلي.

د یو آزاد، آباد، خپلواک او سرلوړي افغانستان په هیله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟