No-IMG

د مرحوم استاد يونس کورنۍ سره ژمنی مرسته

تېره ورځ زمونږ دخدماتو همکارانو د مرحوم استاد یونس کورنی ته

د محترم داکترصاحب ح. کریم او دخدماتو دفتر میاشتنی مرسته مجموعه 15000 - افغانی ورسولی.

یقینا دا مرستی کمې دي خو د خپلو شهیدانو کورنیو ته ورتگ دا د مرستو څخه هم ډیر زیات مهم مسئولیت دی چی باید ادا شي.

الحمدلله  د مجاهدینو تولو مخلصین پدی خواخوږی او همدردی کې فعال دی هغه که افغانستان کی او یا بهر دی.

د مرحوم استاد یونس سره دیوی خاطری یاد:.

استادیونس دیرباجرات او مودب او په اسلام مین انسان وو.

لمړی ځل 2009 کال د یوی مشاعری دباندی شمشتو کی زما او استاد یونس ترمینځ یوه فیزیکی شخړه دعدم تفاهم په ترڅ کی مینځته راغله.

بیا نیم ساعت  وروسته دمینځگرو په وساطت جوړه اوشوه . بیا ملگری متقابل احترام زیات شو

* بیا یوکال وروسته استادیونس دیوی ستری کارنامی په ترڅ کی بندی شو.

 یو وخت یی دزندان څخه احوال راولیږه چی ماته یو لاسی  ساعت راولیږه .

* تقریبا دڅلور پنځه کاله زندان تیرولو وروسته ازاد شو.

* بیا یی. نصرت مینه کی دځوانانو دتربیی او امنیتی مسولیت ورته اوسپارل شو.

* دسولی توافقتنامی وروسته کابل ته راغی او مرکزی دفترکی بیا داستادی او امنیتی مسولیت کی وظیفه ورته اوسپارل شوه.

* مرحوم استاد داقتصادی ستونزوسره ، بیاهم هیچ چاته نه تمه کوله اونه څوک ورباندی پوهیده. دیرمخلص او دروند وروراو مسلکی شخصیت وو.

* دمحترم مشر دکاپیسا انتخاباتی جلسی امنیتی چارولپاره د مجاهدینو سره روان وو چی یوناڅاپه د زړه حمله ورباندی راغله  یو ورځ بعد   روح یی خپل حقیقی رب ته اوسپاره.

په جدایی تول دوستان او مجاهدین دیرزیات خفه شول.

* د استاد مرحوم پنځه کوچنی ماشومان پاتی دی چی مشریی تقریبا اته کلن دی.

* الله پاک دی مونږته توفیق راکړی چی خپل فداکار په اسلام او هیواد مین ورونه هیر نه کړو.

 

په احترام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟