No-IMG

اوږدمهاله پانګونه، که تاسې دنده لرئ، يا يو څو اضافي افغانۍ

نو د خپل وس مطابق د هغې يو څه برخه د جیب خرڅ په نوم يو نږدې خپل، ګاونډي يا بل شناخته متعلم، محصل، مدرسې طالبعلم يا بل اړمن ته ورکړئ.

بيا ورته و وایئ چې ما نه د مننې پرځای چې خدای هر کله په دنده کړې، يا دې لاس ډک شو نو بيا به ته دغه پیسې په خپل وخت کې يو بل اړمن کس ته ورکوې.

پوهېږئ چې دا د صدقې داسې ډول دی چې موجود ثواب سره يودم څو نسله په صدقه جاریه اوړي. دا پانګونه څو نسله په حافظو کې مثبت تاریخي پېغام ترڅنګ ټولنه کې د يو بل د لاسنیوي ښکلی مينه ناک حس زېږوي.

موږ ښایي په پيسو ډېر ځله خوندور خواړه، چکر، لباس، موبايل يا نور توکي اخیستي وي. هغه هم خوند کوي خو ګورئ خوند یې لحظه یي او موقتي وي.

مګر دا خوند دوامداره او داسې احساس دی چې تر پيريه به مرسته اخیستونکي او ورکونکي ترمنځ تش ياد سره ذهن له طراوته ډک وي.

ښایي ژوند کې تاسې دا ډول ډېرې صدقې ورکړې وي، خو ممکن دا پېغام مو ورسره نه وي ورکړی. دا پېغام خصوصا هغه وخت حتما ورکړئ چې مرسته له تنکي ځوان متعلم، محصل او طالبعلم سره کوئ.

دې حال کې نو دا پيغام بيا بيخي څوم نسل ته منتقلېږي.

د دې پانګونې کول ځکه ضرور ده چې موږ په داسې دور کې اوسو چې راتلونکو نسلونو ته لګيا يو ډیر سياسي، کلتوري او په ټولنيز لحاظ بد ميراثونه پریږدو.

ښایي زموږ دا پېغام د بدو ميراثونو ترڅنګ راتلونکو نسلونو په ذهن کې يو مثبت سګنال ايجاد کړي او هغوی وهڅوي چې زموږ په اړه په جمعي ډول د بد قضاوت حس بدل کړي او وایي چې نه ټول بد نشي کېدای.

ستاسې همدا کوچنۍ ښېګڼه ښایي هغوی داسې دعا ته اړباسي چې موږ تاسې ټول نسل ته د نجات او د خدای د بخښنې سبب شي.

فکر کوم دا په دنيا او اخرت کې د پانګونې تر ټولو ښکلې نوعه ده.

وې ازمایئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟