
نصرت مينه کې د فرانسې پر ضد لاريون وشو
تېره ورځ د حزب اسلامي افغانستان پنډغالی نصرت مينه کې د فرانسې ولسمشر ماکرون وروستي څرگندونو پر ضد لاريون وشو،
ياد لاريون د حضرت قيس بن سعد (رض) ښوونځی زده کوونکو لخوا وشو،
لومړی په ښوونځي کې غونډه وشو او په غونډه کې د محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند او سيرت په اړه د ښوونکو لخوا زده کوونکو ته ويناوې وشو،
بيا ورپسې د ښوونکو په مشری زده کوونکو لاريون وکړ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې خپله مينه څرگنده کړه او د فرانسې پر ولسمشر يې لعنت وويل او د هغې عکسونه يې وسوځول.