No-IMG

حکمتيار: متأسفانه اوسني مذاكرات د دې پر ځاى چي جنگونه او تشدد راكم كړي؛ هغه ئې زيات كړل

متن خطبه نماز جمعه مشر معزز ( 7 قوس 1399)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ ٱللّٰهُ  ۖ وَٱللّٰهُ خَيۡرُ ٱلۡمَٰكِرِينَ آل عمران: ٥٤  صدق الله العظيم

دا مبارک آيت موږ ته لارښوونه كوي او فرمايي: دشمنان مكر او خپل پټ تدبيرونه كوي او الله هم خپل پټ تدبير؛ او الله تر ټولو غوره تدبير كوونكى دئ.

يعني مطمئن اوسئ چي الله تعالى به د دښمن ټولي توطئې او پټ تدبيرونه شنډوي.

اجازه راكړئ د قطر د مذاكراتو په اړه ځيني تازه او مهم مطالب له تاسو سره شريك كړم؛

تر هغه وړاندي بايد دا وضاحت وكړم چي موږ په دې روان جنگ كي شريك نه يو؛ نه له يوه لوري سره يو او نه بل لوري سره؛ د هيڅ جنگي لوري له جنگي سټراټيژي سره موافق نه يو، او د هېواد په گټه ئې نه گڼو؛ د كابل حكومت او د هغه د بهرنيو حامي ځواكونو سټراټيژي له داسي وحشتنو ډكه ده؛ چي هيڅ شريف او هوښيار افغان به ئې ملاتړ ونه كړي؛ نتيجه ئې هم دا چي نن د كابل ښار د امنيت له ساتلو هم عاجز شوي.

نه له حكومت سره يو، نه ئې له بهرنيو ځواكونو سره او نه له وسله والو مخالفينو سره.

سوله غواړو، د سولي لپاره هري قربانۍ ته هم او منځگړيتوب ته هم چمتو يو، د بې غرض منځگړي په توگه.

له همدې كبله د امريكا او طالبانو ترمنځ د هغي معاهدې هم حمايت كوو چي د بهرنيو ځواكونو په وتلو منتج شي.

د طالبانو او ارگ ترمنځ د مذاكراتو پيل هم؛ يو مثبت انكشاف گڼو او تأكيد كوو چي پر يوې معقولي حل لاري توافق وكړي

په دې باور يو چي د سولي په اړه د حكومت اقدامات ناسم دي او د جنگ د دوام باعث دي.

په كار دا وه چي لومړى دې لوري ته يوه سياسي اجماع رامنځته شوې وى، مواقف توحيد شوي وى، د تصميم متفقه او باصلاحيته مرجع رامنځته شوې وى؛ همدې مرجع د سولي عملي او معقوله طرح جوړه كړې وى؛ د مذاكراتو لپاره ئې موفق او په باتجربه افرادو شامل هيئت جوړ كړى وى. بيا له مقابل لوري سره مذاكراتو ته داخل شوى وى.

كه دا كارونه شوي وى؛ نو نه به وخت ضائع كېدو او نه به له دغو خونړيو پېښو سره مخامخ كېدو.

متأسفانه اوسني مذاكرات د دې پر ځاى چي جنگونه او تشدد راكم كړي؛ هغه ئې زيات كړل.

داسي پېښي هم رامنځته شوې چي د وحشت او جنايت تر انتهاء هم اوښتي وې؛ د نړۍ په تاريخ كي ئې لږ مثال موندلى شو.

د پوهنتون وحشيانه بريد او د لسگونو محصلينو او استادانو وژنه.

د كابل په زړه كي د 23 ړندو راكټونو توغول او تر شپيتو زياتو افغانانو ته مرگ ژوبله اړول.

آيا د داسي جنايتونو لپاره كومه انساني توجيه وړاندي كېدى شي؟!!

له نښو نښانو معلومېږي چي دا پېښي له روانو مذاكراتو سره تړاو لري او عاملين ئې له شك پرته هغه دي چي غواړي د سولي روان بهير شنډ كړي.

د پوهنتون ډله ايز بريد او د كابل ښار راكټي بريد؛ د يوې ډلي له لوري ترسره شوي. همغه چي خپلي گټي د جنگ په دوام كي لټوي.  

موږ د دواړو هيئتونو ترمنځ وروستى توافق هم يو مفيد كار بولو.

له رسمي اعلان وړاندي داسي افواهات خواره شول چي گواكي د قطر په مذاكراتو كي مخكي تگ شوى، د مذاكراتو پيل ته لار آواره شوې او په څلورو خبرو توافق شوى: هغه دا چي: 1- تشدد كم شي، 2-د سولي اصلي موضوع باندي بين الافغاني مذاكرات پيل شي، 3- د طالبانو او امريكا تر منځ معاهده به د مذاكراتو محور وي، 4- ملل متحد به په دې مذاكراتو كي اغېزمنه ونډه ولري.

ويل كېږي چي د قطر ښاغلي امير؛ اشرف غني ته زنگ وهلى او د دې توافق مباركي ئې ورته ويلې.

اشرف غني له دې توافق خبر نه وو او د كابل هيئت ده ته معلومات نه وو وركړى.

د هيئت مشر ته ئې زنگ وهلى؛ په غصه ناكه لهجه ئې هغه ته امر كړى چي ټول هيئت دي فوراً راستون شي.

خو له هيئت؛ يوازي دوو مشرانو؛ دا مجال او اجازه ترلاسه كړې چي فوراً كابل ته راشي؛ او خپل مجبوريت او ناچاري وړاندي كړې!!

د مشورو په نتيجه كي ئې دا پتېيلې چي څو كارونه وكړي:

1- د قطر امير ته زنگ ووهي چي له امريكا سره د كابل امنيتي تړون او د لويي جرگې پرېكړي هم بايد په دې توافق كي علاوه شي. خو هغه ځواب وركړى چي دا په هيئتونو پوري مربوط كار دئ؛ قطر په دې اړه هيڅ نشي كولى.

2- د حكومت له لوري بايد دا خبر رد شي چي د قطر په مذاكراتو كي كوم مخكي تگ شوى. همداسي ئې وكړ؛ وئې ويل چي هيڅ مخكي تگ نه دئ شوى!!

3- د حكومت پلوي ډلو له مشرانو سره مشوره وكړي او له ستونزي د وتلو لار ولټوي.

د كابل حكومت ستونزه دا ده چي د امريكا او طالبانو په معاهدې كي نوي حكومت ته د اقتدار د لېږد خبره؛ په واضح الفاظو راغلې؛ كه دا معاهده د بين الافغاني مذاكراتو د محور په توگه منل كېږي نو معنى ئې دا ده چي دوى به مجبور وي اقتدار نوي حكومت ته وسپاري؛ او مذاكراتو كي به په نوي حكومت بحث پيل كېږي.

  موږ سره له دې چي په دې نوي احتمالي توافق ځيني ملاحظات لرو؛ اما په ټوله كي ئې حمايت كوو.

ملاحظات مو دا دي:

•             د تشدد راكمول كافي نه دي؛ بايد پر ځاى ئې پر يوه داسي موقت اوربند توافق شوى وى چي د تمديد وړ وي. د تشدد راكمولو توافق؛ د امريكا او طالبانو ترمنځ معاهدې كي هم راغلي وو؛ خو نتيجه ئې معكوس وه؛ تشدد لازيات شو.

•             په بين الافغاني مذاكراتو كي د بهرني منځگړي؛ مخصوصاً د ملل متحد منځگړتوب؛ نه ضروري گڼو او نه مفيد. د ملل متحد حضور؛ قضيه مزيد پېچلې كوي، ملل متحد يعنى د امنيت شورى؛ چي له رقيبو هېوادو جوړه شوې؛ په هيڅ بين المللي قضيې كي ئې داسي اغېزمنه ونډه نه ده درلودلې چي د افغانستان په څېر بحرانونه ئې حل كړي وي. نه ئې د فلسطين ستونزه حل كړى شوه او نه د كشمير او د نړۍ نوري ستونزي.

څو كاله وړاندي؛ د بن په ناستي كي ئې هم ونډه منفي او ناسمه وه. دا اوسنى بد وضعيت؛ تېر شل كاله خونړى جنگ، د همغه بن د غلطي ناستي او د ملل متحد د ناسم مديريت نتيجه ده.

•             تأكيد كوو چي د اوربند په وړاندي ټول خنډونه بايد له منځه ولاړ شي، دواړه لوري بايد داسي شرائط برابر كړي چي په اوربند توافق وشي. كه دواړه لوري يا يو ئې د خپلي خوښي حكومت باندي ټينگار او اصرار وكړي؛ توافق او سولي ته رسېدل محال دي. دواړه لوري بايد د يوه داسي حكومت له جوړېدو سره توافق وكړي چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

•             اوس دوه اساسي مسائل په مخكي لرو؛ اوربند او په داسي حكومت توافق چي ټولو ته د منلو وړ وي.

د اوربند په دوران كي بايد د همداسي حكومت پر جوړولو توافق وشي او په نتيجه كي ئې موقت اوربند په دائمي اوربند بدل شي.

•             نور مهم ملي مسائل؛ لكه اساسي قانون، د راتلونكي نظام څرنگوالى، د ښځو او نارينه وو بشري او مدني حقوق، سياسي احزب، او نور ... بايد هغه مهال وڅېړل شي چي جگړه پاى ته رسېدلې وي، سوله تأمين شوې وي، ټولو افغانانو ته د منلو وړ حكومت رامنځته شوى وي، افغانانو دا مجال ترلاسه كړي وي چي خپل برخليك په خپله وټاكي، د پرديو له فشار او مداخلې پرته او په خپلواك او آزاد افغانستان كي. اوس او په بهر كي او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي؛ پر دغو قضاياوو بحث كول؛ بېهوده او ناسم كار دئ او هيڅ افغان ته بايد د منلو وړ نه وي

په قطر كي پر دغو قضاياوو بحث كول به همداسي وي لكه تر ننه چي مذاكراتو نه يوازي مثبته نتيجه نه درلوده؛ بلكي د جنگونو د تشديد او د زرگونو بې گناه افغانانو د مرگ ژوبلي باعث شول.

دغه مسائل به هغه لورى د بحث لپاره وړاندي كوي چي موخه ئې د سولي بهير شنډول دي.

اوس بايد يوازي پر همغو دوو مسائلو بحث وشي؛ اما مخكنۍ معاهدې؛ كه دا  د كمونستانو او شوروي اتحاد معاهدې وې؛ چي هېواد ئې په شوروي اتحاد وپلورلو، كه د شورى نظار او شوروي اتحاد معاهده وه، كه د كابل ائتلافي حكومت او مسكو معاهده وه. كه د حكومت او امريكا امنيتي تړون او هغه معاهدې وې چي امريكا ته ئې د افغانستان په هر ځاى كي د اډو جوړولو، زندانونو جوړولو، د هر افغان د نيولو، محاكمه او مجازات كولو او بهرنيو زندانونو ته انتقالولو، او په هر وخت كي افغانستان ته د خپلو ځواكونو هر شمېر رالېږلو.... اجازه ئې وركوله. كه د كابل حكومت او حزب اسلامي تر منځ معاهده وه. او كه د طالبانو او امريكا ترمنځ معاهده. د قطر په مذاكراتو كي په دغو مخكنيو دوه اړخيزو معاهدو باندي بحث كول؛ نه سم كار دئ او نه مفيد

دا هم بايد واضح كړم: كه طالبان او د كابل حكومت وغواړي؛ موږ چمتو يو د سولي په ارتباط منځگړيتوب وكړو. صادق، مخلص او سولي ته ژمن منځگړى، ښايي تر حزب اسلامي به غوره منځگړ

ولس ته اطمئنان وركوو چي حزب اسلامي به د سولي په اړه له هيڅ مثبت او اغېزمن اقدام ډډه ونه كړي.ى ونه مومي.

عزيزانو!

حتماً به خبر شوي يئ چي يوه امريكايي افسر په محكمې كي پر هغو جنايتونو اعتراف كړى چي ده او نورو امريكايي سرتېرو د افغانانو خلاف كړي.

كيلوِن ګِبز د امريكايي ځواكونو د پنځم يرغلگر غونډ (ففته سټرايكر برګيډ) افسر؛ چي په افغانستان كي جنگېدلى؛ په محكمې كي ئې پر خپلو جنايتونو اعتراف وكړ او وئې: د شرابو په نشه كي ئې او فقط د تفريح، ساعت تېري او يادګاري عكسونو اخستلو لپاره افغانان وژل، كيلوِن ګِبز د همدې قاتل غونډ مشر وو، قاضي ته ئې وويل: د چاپو او بريدونو په مهال ئې ډېر بيګناه افغانان؛ يوازي د دې لپاره وژلي چي تصويرونه ئې واخلي او د ښكار په څېر يوه لوبه ئې كړې وي!!! 

تحقيقاتي ډلي د كيلوِن ګِبز له شخصي موبايل؛ داسي ويډيوګاني او ساتل شوي تصويرونه هم عدالت ته وړاندي كړل چې په هغوى كي د وژل شويو افغانانو د لاسونو پرې شوې ګوتي، ايستل شوي غاښونه او د بدن نور اعضاء شامل دي، په يوه ويډيو كي كيلوِن ګِبز د وژل شوي قندهاري ماشوم (ګل محي الدين)؛ د لاس ګوته پرې كوي او خپل ملګري (سارجنټ هولمز) ته ئې په خندا خندا ډالۍ كوي، په بله ويډيو كي كيلون ګبز او ملګري ئې په يوه هسكه غونډۍ؛ دوه افغانان د تفريح لپاره په نښه كوي او وژني ئې.

 په يوه تصوير كي (كيلوِن ګِبز) د يوي افغانۍ ميرمني غوڅ شوئ سر په لاس كي نيولى او په خندا خندا سره په ګوتو د v )فتح او بريا) نښان جوړوي، كيلون ګبز دا هم ومنله چې له وژلو وروسته به ئې د وژل شوو افغانانو خوا ته؛ وسله هم كېښودله؛ چي وښيي او ثابته كړي دا وژل شوي بيګناه افغانان ترهرګر دي!!

همداسي د يرغلگرو پيلوټانو هم؛ د نشې په حالت كي؛ پر جومات، روغتون او د ودونو او جنازو پر غونډو راكټونه توغولي، پر سړك روان گاډي ئې په نښه كړي، او په زرگونو افغانان ئې وژلي.

زما د خسرگنۍ څلور تنه؛ پلار، مېرمن، زوى او وړه لمسۍ ئې؛ هغه مهال ووژل چي د يوه شهيد له فاتحې وروسته په شخصي گاډي كي د كور په لور روان وو، په دشت ارچي كي ئې د دوى گاډى؛ له طيارې په نښه كړ!! داسي لكه يو ښكاري چي غرڅه په نښه كوي!!

له دې به هم خبر يئ چي په اسټراليا كي نه تنو هغو سرتېرو ځان وژنه وكړه چي په ارزگان كي ئې د 39 افغانانو په وژلو كي؛ د لاس درلودو له كبله؛ نومونه؛ آبله ورځ افشاء؛ او په رسنيو كي منعكس شول؛ د روحي عذاب له فشار؛ د خلاصون لپاره ئې ځان وژنه وكړه!!

همداسي په امريكا، بريتانيا، جرمني او نورو هېوادو كي ډېرو هغو سرتېرو ځان وژني كړې چي په افغانستان كي ئې وحشيانه جنايات ترسره كړي.

د كرونا له كبله؛ تر اوسه؛ امريكا كي 13 مليون امريكايان په كرونا مبتلا شوي او 270000 مړه شوي!! ښايي د مبتلايانو شمېر به هومره شي؛ چي دوى په افغانستان كي د جنگ له كبله ځورولي، زوى او ورور ئې وروژلى، زخمي كړي ئې دي، كورونه ئې وران كړي، زندان ته ئې اچولي.

او ښايي د مړو شمېر به ئې لږ تر لږه دومره شي چي دوى په افغانستان كي وژلي.

هو؛ الله تعالى حتماً د مظلومانو انتقام اخلي.

امريكا د دي كلك مخالفت وكړ چي د هاك بين المللي محكمه په افغانستان كي د امريكايي سرتېرو جنايات وڅېړي، دوى محكمه او قاضيان ئې تهديد كړل او پر غړو ئې تحريمونه وضع كړل!!

د كابل حكومت د حامي هېوادو په وروستۍ غونډي كي؛ له اوسني حكومت سره د دوى مرستي كمي شوي او د وركړي شرائط ئې زيات شوي، د كابل واكمن ئې وارخطا كړي، خو حقيقت دا دئ چي د غربي هېوادو مرستي په حقيقت كي د افغانانو د وژلو او د افغانستان د مزيد ورانولو مرستي دي.

شل كلونه جنگ ئې شاهد دئ، ټولي مرستي پر جنگ مصرف شوې. يوه لويه برخه ئې بېرته د غربيانو، د دوى قرارداديانو او د دوى غلو افغان ملگرو په جېبونو او كڅوړو كي لوېدلې او غربي بانكونو ته انتقال شوې.

كه څه هم د هېواد اوسنى وضعيت دومره بد او دردوونكى دئ چي د افغانستان په اوږده تاريخ كي هيڅكله داسي بدي ورځي پر افغانانو نه وې راغلې، خو هيله او دعاء مو دا ده چي الله تعالى خپل فضل او مرحمت د افغانانو په حال شامل كړي او د مهربان رب په مرحمت سره به دا بد او دردوونكى حالت حتماً پاى ته رسي

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟