No-IMG

د حزب اسلامي معقول او اسلامی دریځ

پرون د حزب اسلامي محترم مشر وویل:

*په دې روان جنگ كي شريك نه يو؛

* نه له يوه لوري سره يو او نه بل لوري سره؛

* د هيڅ جنگي لوري له جنگي سټراټيژي سره موافق نه يو، او د هېواد په گټه ئې نه گڼو؛

* نه له حكومت سره يو، نه ئې له بهرنيو ځواكونو سره او نه له وسله والو مخالفينو سره.

*سوله غواړو، د سولي لپاره هري قربانۍ ته هم او منځگړيتوب ته هم چمتو يو، د بې غرض منځگړي په توگه.

'*له همدې كبله د امريكا او طالبانو ترمنځ د هغي معاهدې هم حمايت كوو چي د بهرنيو ځواكونو په وتلو منتج شي.

*د طالبانو او ارگ ترمنځ د مذاكراتو پيل هم؛ يو مثبت انكشاف گڼو او تأكيد كوو چي پر يوې معقولي حل لاري توافق وكړي

*په دې باور يو چي د سولي په اړه د حكومت اقدامات ناسم دي او د جنگ د دوام باعث دي.

په كار دا وه چي لومړى دې لوري ته يوه سياسي اجماع رامنځته شوې وى، مواقف توحيد شوي وى، د تصميم متفقه او باصلاحيته مرجع رامنځته شوې وى؛ همدې مرجع د سولي عملي او معقوله طرح جوړه كړې وى؛ د مذاكراتو لپاره ئې موفق او په باتجربه افرادو شامل هيئت جوړ كړى وى. بيا له مقابل لوري سره مذاكراتو ته داخل شوى وى.

كه دا كارونه شوي وى؛ نو نه به وخت ضائع كېدو او نه به له دغو خونړيو پېښو سره مخامخ كېدو.

متأسفانه اوسني مذاكرات د دې پر ځاى چي جنگونه او تشدد راكم كړي؛ هغه ئې زيات كړل

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟