No-IMG

د قطر مذاکراتو د وروستی تحولاتو په اړه دحزب اسلامی معقول او اصولي موقف

*پدی اړه دحزب اسلامی محترم امیر  داسی وویل:

*موږ د دواړو هيئتونو ترمنځ وروستى توافق هم يو مفيد كار بولو.

له رسمي اعلان وړاندي داسي افواهات خواره شول چي گواكي د قطر په مذاكراتو كي مخكي تگ شوى، د مذاكراتو پيل ته لار آواره شوې او په څلورو خبرو توافق شوى: هغه دا چي:

 1- تشدد كم شي،

2-د سولي اصلي موضوع باندي بين الافغاني مذاكرات پيل شي،

 3- د طالبانو او امريكا تر منځ معاهده به د مذاكراتو محور وي،

4- ملل متحد به په دې مذاكراتو كي اغېزمنه ونډه ولري.

 

ويل كېږي چي د قطر ښاغلي امير؛ اشرف غني ته زنگ وهلى او د دې توافق مباركي ئې ورته ويلې.

اشرف غني له دې توافق خبر نه وو او د كابل هيئت ده ته معلومات نه وو وركړى.

د هيئت مشر ته ئې زنگ وهلى؛ په غصه ناكه لهجه ئې هغه ته امر كړى چي ټول هيئت دي فوراً راستون شي.

خو له هيئت؛ يوازي دوو مشرانو؛ دا مجال او اجازه ترلاسه كړې چي فوراً كابل ته راشي؛ او خپل مجبوريت او ناچاري وړاندي كړې!!

د مشورو په نتيجه كي ئې دا پتېيلې چي څو كارونه وكړي:

 

1- د قطر امير ته زنگ ووهي چي له امريكا سره د كابل امنيتي تړون او د لويي جرگې پرېكړي هم بايد په دې توافق كي علاوه شي. خو هغه ځواب وركړى چي دا په هيئتونو پوري مربوط كار دئ؛ قطر په دې اړه هيڅ نشي كولى.

 

2- د حكومت له لوري بايد دا خبر رد شي چي د قطر په مذاكراتو كي كوم مخكي تگ شوى. همداسي ئې وكړ؛ وئې ويل چي هيڅ مخكي تگ نه دئ شوى!!

3- د حكومت پلوي ډلو له مشرانو سره مشوره وكړي او له ستونزي د وتلو لار ولټوي.

د كابل حكومت ستونزه دا ده چي د امريكا او طالبانو په معاهدې كي نوي حكومت ته د اقتدار د لېږد خبره؛ په واضح الفاظو راغلې؛ كه دا معاهده د بين الافغاني مذاكراتو د محور په توگه منل كېږي نو معنى ئې دا ده چي دوى به مجبور وي اقتدار نوي حكومت ته وسپاري؛ او مذاكراتو كي به په نوي حكومت بحث پيل كېږي.

  موږ سره له دې چي په دې نوي احتمالي توافق ځيني ملاحظات لرو؛ اما په ټوله كي ئې حمايت كوو.

ملاحظات مو دا دي:

•             د تشدد راكمول كافي نه دي؛ بايد پر ځاى ئې پر يوه داسي موقت اوربند توافق شوى وى چي د تمديد وړ وي. د تشدد راكمولو توافق؛ د امريكا او طالبانو ترمنځ معاهدې كي هم راغلي وو؛ خو نتيجه ئې معكوس وه؛ تشدد لازيات شو.

•             په بين الافغاني مذاكراتو كي د بهرني منځگړي؛ مخصوصاً د ملل متحد منځگړتوب؛ نه ضروري گڼو او نه مفيد. د ملل متحد حضور؛ قضيه مزيد پېچلې كوي، ملل متحد يعنى د امنيت شورى؛ چي له رقيبو هېوادو جوړه شوې؛ په هيڅ بين المللي قضيې كي ئې داسي اغېزمنه ونډه نه ده درلودلې چي د افغانستان په څېر بحرانونه ئې حل كړي وي. نه ئې د فلسطين ستونزه حل كړى شوه او نه د كشمير او د نړۍ نوري ستونزي.

څو كاله وړاندي؛ د بن په ناستي كي ئې هم ونډه منفي او ناسمه وه. دا اوسنى بد وضعيت؛ تېر شل كاله خونړى جنگ، د همغه بن د غلطي ناستي او د ملل متحد د ناسم مديريت نتيجه ده.

•             تأكيد كوو چي د اوربند په وړاندي ټول خنډونه بايد له منځه ولاړ شي، دواړه لوري بايد داسي شرائط برابر كړي چي په اوربند توافق وشي. كه دواړه لوري يا يو ئې د خپلي خوښي حكومت باندي ټينگار او اصرار وكړي؛ توافق او سولي ته رسېدل محال دي. دواړه لوري بايد د يوه داسي حكومت له جوړېدو سره توافق وكړي چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

•             اوس دوه اساسي مسائل په مخكي لرو؛ اوربند او په داسي حكومت توافق چي ټولو ته د منلو وړ وي.

د اوربند په دوران كي بايد د همداسي حكومت پر جوړولو توافق وشي او په نتيجه كي ئې موقت اوربند په دائمي اوربند بدل شي.

•             نور مهم ملي مسائل؛ لكه اساسي قانون، د راتلونكي نظام څرنگوالى، د ښځو او نارينه وو بشري او مدني حقوق، سياسي احزب، او نور ... بايد هغه مهال وڅېړل شي چي جگړه پاى ته رسېدلې وي، سوله تأمين شوې وي، ټولو افغانانو ته د منلو وړ حكومت رامنځته شوى وي، افغانانو دا مجال ترلاسه كړي وي چي خپل برخليك په خپله وټاكي، د پرديو له فشار او مداخلې پرته او په خپلواك او آزاد افغانستان كي. اوس او په بهر كي او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي؛ پر دغو قضاياوو بحث كول؛ بېهوده او ناسم كار دئ او هيڅ افغان ته بايد د منلو وړ نه وي

په قطر كي پر دغو قضاياوو بحث كول به همداسي وي لكه تر ننه چي مذاكراتو نه يوازي مثبته نتيجه نه درلوده؛ بلكي د جنگونو د تشديد او د زرگونو بې گناه افغانانو د مرگ ژوبلي باعث شول.

دغه مسائل به هغه لورى د بحث لپاره وړاندي كوي چي موخه ئې د سولي بهير شنډول دي.

اوس بايد يوازي پر همغو دوو مسائلو بحث وشي؛ اما مخكنۍ معاهدې؛ كه دا  د كمونستانو او شوروي اتحاد معاهدې وې؛ چي هېواد ئې په شوروي اتحاد وپلورلو، كه د شورى نظار او شوروي اتحاد معاهده وه، كه د كابل ائتلافي حكومت او مسكو معاهده وه. كه د حكومت او امريكا امنيتي تړون او هغه معاهدې وې چي امريكا ته ئې د افغانستان په هر ځاى كي د اډو جوړولو، زندانونو جوړولو، د هر افغان د نيولو، محاكمه او مجازات كولو او بهرنيو زندانونو ته انتقالولو، او په هر وخت كي افغانستان ته د خپلو ځواكونو هر شمېر رالېږلو.... اجازه ئې وركوله. كه د كابل حكومت او حزب اسلامي تر منځ معاهده وه. او كه د طالبانو او امريكا ترمنځ معاهده. د قطر په مذاكراتو كي په دغو مخكنيو دوه اړخيزو معاهدو باندي بحث كول؛ نه سم كار دئ او نه مفيد

دا هم بايد واضح كړم: كه طالبان او د كابل حكومت وغواړي؛ موږ چمتو يو د سولي په ارتباط منځگړيتوب وكړو. صادق، مخلص او سولي ته ژمن منځگړى، ښايي تر حزب اسلامي به غوره منځگړ

ولس ته اطمئنان وركوو چي حزب اسلامي به د سولي په اړه له هيڅ مثبت او اغېزمن اقدام ډډه ونه كړي.ى ونه مومي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟