No-IMG

تیره اونۍ د امریکا او اسټرالیا فوځیانو پخپلو جنایاتو اعتراف وکړ

 پدی اړه د حزب اسلامی محترم امیر

خپل نظر داسی څرگند کړ:

حتماً به خبر شوي يئ چي يوه امريكايي افسر په محكمې كي پر هغو جنايتونو اعتراف كړى چي ده او نورو امريكايي سرتېرو د افغانانو خلاف كړي.

كيلوِن ګِبز د امريكايي ځواكونو د پنځم يرغلگر غونډ (ففته سټرايكر برګيډ) افسر؛ چي په افغانستان كي جنگېدلى؛ په محكمې كي ئې پر خپلو جنايتونو اعتراف وكړ او وئې: د شرابو په نشه كي ئې او فقط د تفريح، ساعت تېري او يادګاري عكسونو اخستلو لپاره افغانان وژل، كيلوِن ګِبز د همدې قاتل غونډ مشر وو، قاضي ته ئې وويل: د چاپو او بريدونو په مهال ئې ډېر بيګناه افغانان؛ يوازي د دې لپاره وژلي چي تصويرونه ئې واخلي او د ښكار په څېر يوه لوبه ئې كړې وي!!! 

تحقيقاتي ډلي د كيلوِن ګِبز له شخصي موبايل؛ داسي ويډيوګاني او ساتل شوي تصويرونه هم عدالت ته وړاندي كړل چې په هغوى كي د وژل شويو افغانانو د لاسونو پرې شوې ګوتي، ايستل شوي غاښونه او د بدن نور اعضاء شامل دي، په يوه ويډيو كي كيلوِن ګِبز د وژل شوي قندهاري ماشوم (ګل محي الدين)؛ د لاس ګوته پرې كوي او خپل ملګري (سارجنټ هولمز) ته ئې په خندا خندا ډالۍ كوي، په بله ويډيو كي كيلون ګبز او ملګري ئې په يوه هسكه غونډۍ؛ دوه افغانان د تفريح لپاره په نښه كوي او وژني ئې.

 په يوه تصوير كي (كيلوِن ګِبز) د يوي افغانۍ ميرمني غوڅ شوئ سر په لاس كي نيولى او په خندا خندا سره په ګوتو د v )فتح او بريا) نښان جوړوي، كيلون ګبز دا هم ومنله چې له وژلو وروسته به ئې د وژل شوو افغانانو خوا ته؛ وسله هم كېښودله؛ چي وښيي او ثابته كړي دا وژل شوي بيګناه افغانان ترهرګر دي!!

همداسي د يرغلگرو پيلوټانو هم؛ د نشې په حالت كي؛ پر جومات، روغتون او د ودونو او جنازو پر غونډو راكټونه توغولي، پر سړك روان گاډي ئې په نښه كړي، او په زرگونو افغانان ئې وژلي.

زما د خسرگنۍ څلور تنه؛ پلار، مېرمن، زوى او وړه لمسۍ ئې؛ هغه مهال ووژل چي د يوه شهيد له فاتحې وروسته په شخصي گاډي كي د كور په لور روان وو، په دشت ارچي كي ئې د دوى گاډى؛ له طيارې په نښه كړ!! داسي لكه يو ښكاري چي غرڅه په نښه كوي!!

له دې به هم خبر يئ چي په اسټراليا كي نه تنو هغو سرتېرو ځان وژنه وكړه چي په ارزگان كي ئې د 39 افغانانو په وژلو كي؛ د لاس درلودو له كبله؛ نومونه؛ آبله ورځ افشاء؛ او په رسنيو كي منعكس شول؛ د روحي عذاب له فشار؛ د خلاصون لپاره ئې ځان وژنه وكړه!!

همداسي په امريكا، بريتانيا، جرمني او نورو هېوادو كي ډېرو هغو سرتېرو ځان وژني كړې چي په افغانستان كي ئې وحشيانه جنايات ترسره كړي.

د كرونا له كبله؛ تر اوسه؛ امريكا كي 13 مليون امريكايان په كرونا مبتلا شوي او 270000 مړه شوي!! ښايي د مبتلايانو شمېر به هومره شي؛ چي دوى په افغانستان كي د جنگ له كبله ځورولي، زوى او ورور ئې وروژلى، زخمي كړي ئې دي، كورونه ئې وران كړي، زندان ته ئې اچولي.

او ښايي د مړو شمېر به ئې لږ تر لږه دومره شي چي دوى په افغانستان كي وژلي.

هو؛ الله تعالى حتماً د مظلومانو انتقام اخلي.

امريكا د دي كلك مخالفت وكړ چي د هاك بين المللي محكمه په افغانستان كي د امريكايي سرتېرو جنايات وڅېړي، دوى محكمه او قاضيان ئې تهديد كړل او پر غړو ئې تحريمونه وضع كړل!!

د كابل حكومت د حامي هېوادو په وروستۍ غونډي كي؛ له اوسني حكومت سره د دوى مرستي كمي شوي او د وركړي شرائط ئې زيات شوي، د كابل واكمن ئې وارخطا كړي، خو حقيقت دا دئ چي د غربي هېوادو مرستي په حقيقت كي د افغانانو د وژلو او د افغانستان د مزيد ورانولو مرستي دي.

شل كلونه جنگ ئې شاهد دئ، ټولي مرستي پر جنگ مصرف شوې. يوه لويه برخه ئې بېرته د غربيانو، د دوى قرارداديانو او د دوى غلو افغان ملگرو په جېبونو او كڅوړو كي لوېدلې او غربي بانكونو ته انتقال شوې.

 افغانستان په اوږده تاريخ كي هيڅكله داسي بدي ورځي پر افغانانو نه وې راغلې، خو هيله او دعاء مو دا ده چي الله تعالى خپل فضل او مرحمت د افغانانو په حال شامل كړي او د مهربان رب په مرحمت سره به دا بداو دردونکی حالت حتما پای ته رسیږی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟