No-IMG

د صالح د فساد او جرمونو په وړاندي د مبارزې دليل

حبيب الله ابدالي

 

د لوی خداي په نامه!

د جنيوا د کنفرانس گډونوالو د کمک وعده د افغانستان سره بدون کوم قيد او شرطه نه وه. ددې کنفرانس مخکي مرسته کونکو هيوادو د افغانستان ته گواښ ورکړی وو چي که د فساد مخ و نه نيول سي دوي به خپل کمکونه قطع کړي. ځکه غني صالح ددې مبارزې مشر وټاکه، که د هر قانون خلاف کار هم وو، خو مطلب يې دا وو چي دا هيوادونه خپل کمکونه قطع نکړي او دوي باندي د ډالرو شيردان بند نسي.

د اروپا اتحادیه ۱۰۲ میلیارد ډالر

 هندوستان ۳ میلیارد ډالر

پاکستان ۱ میلیارد ډالر

سویډن ۹۳۲ میلیون ډالر

کانادا ۲۷۹ میلیون ډالر

هالند ۲۴۰ میلیون ډالر

فنلند ۲۰۰ میلیون ډالر

استرالیا ۲۰۰ میلیون ډالر

چاپان ۱۸۰ میلیون ډالر

بریتانیا ۱۵۵ میلیون ډالر

دنمارک ۶۳ میلیون ډالر

ناروی ۶۹ میلیون ناروژي کرون

ایتالیا ۳۱ میلیون یورو

که څه د ښاري جرمونو په وړاندي مبارزه د رئيس جمهور د معاون کار ندی، بلکه د هغه د پاره وزارت داخله، پوليس او څارنوالي سته. مگر د مجرمينو مخه باي ونيول سي. مشکل دلته دا دی چي د غني دولت واړه جنايتکاران د اروپا په شرطونو نيسي مگر ستر جنايتکارانو ته وزارتونه او مارشالی ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟