No-IMG

د ډارن مصلحت نتائج څه دي؟!

د لر او بر منډېلا! تا ته همدا شرم بس دئ چي خپله مورنۍ ژبه دي نده زده، ستا پښتو له اردو متأثره شوې، په پښتو لیکل نشې کولی، ستا داعیه، ستا سیاست او سیاسي تبصرې ستا پښتو ته ورته دي، همهغسي ګډوډي او بې معنی، د جملاتو د تشریح کولو لپاره دي باید تر څنګ کوم ژباړن ودرول شي چي ستا پښتو نورو پښتنو ته وژباړي...

اې د پي ټي اېم نېلسن منډېلا! ته لا د سیاست نابالغه ځوان ئې خو د حکمتیار سینه د سیمي د سیاست د رازونو هدیره ده، تا ته د حکمتیار ځپلو مأموریت د کابل د ارګ او د غني همهغو پخوانیو کمونیستو او نني نېشنلیستو مأمورینو درکړی چي حتی پر سوشل میډیا لا د حکمتیار نوم او تصویر نشي زغملی، په دوی کي ډېری د همهغو کمونیستانو بچیان دي چي زموږ هیواد ئې له څو لسیزو راهیسي د جګړي په اور کي ساتلی او حکمتیار یو له هغم اتلانو دئ چي د دوی دسیسې بریا ته نه پرېږدي.

ته د پاکستان پارلماني ټاکني نه منې چي په ترڅ کي ئې پارلمان ته بریالی شوی هم ئې خو د افغانستان تېري شرمېدلي ټاکني بیا د اشرف غني په حمایت داسي په پټو سترګو منې لکه د شفافیت په اړه چي ئې الهام درته شوی وي، د تېرو ناکامو او بدنامو ټاکنو پر تبصره دي د زرګونو هغو افغانانو زړونه داسي ودردول لکه څنګه چي دي د امریکایي ډرون حملو د حمایت پر وخت د مظلومو وزیریستانیانو زړونه مجروح کړي وو...

حکمتیار هم په قلم تر تا پوره دئ، هم پر پښتو تر تا قادر دئ او هم د ډېورنډ پر مسأله تر تا ډېر زیات حساس دئ، ستا سیکولر مشر (غني) خو همدا ازغن تار ورسره منلی، د ډېورنډ بشپړه قضیه ئې ستاسي د ازبکي خولئ تر نښي Symbol پوري محدوده کړه، ستا جرأت به یوازي دا وي چي د شعار تر حده د ډېورنډ پر نه منلو په بې خبره پښتنو کي خپل حیثیت Rank اوچتول غواړې خو دا ومنه چي حکمتیار هیڅ یوه استعماري کرښه پابند او مقید نشي ساتلی، د حکمتیار فلسفه قرآني ده چي د مسلمانانو تر منځ پر هیڅ یوې استعماري کرښي ایمان نه ساتي بلکي د اقبال مرحوم په وینا چي فرمايي:

چین و عرب همارا، هندوستان همارا

مسلم هے ہم وطن ہے، سارا جہان ہمارا

تا ته به دي د عدم تشدد د شعار حقیقت داسي تشریح کړم چي بائـــبل وايي که چا پر یوه مخ په څپېړه ووهلې نو بل مخ ور واړوه، همدا جمله مهاتما ګاندي کاپي کړه او سیاسي مبارزه ئې پیل کړه او د محکوم هندوستان ټول مبارز هندو او مسلمان مشران ئې وغندل چي دوی باید د عدم تشدد یا اهینسا(په سانسکرت ژبه کي د عدم تشدد معنی ورکوي) لار انتخاب کړي، د ده تر څنګ پاچا خان مرحوم همدا شعار انتخاب کړ او مبارزه ئې پیل کړه، نن دا دئ ګورو چي له دې شعار او مبارزې نه خو مو تر نیمي پېړئ زیات وخت اوښتی ستاسي بریا په کوم پړاؤ کي ده؟! داؤد خان پر ډېورنډ د خټو دېوال ووهلو خو وروسته ورته جوته شوه چي سیاست او احساسات یو ځای منزل نشي کولی، ستا د ارګ بندي ولسمشر خو همهغه لار پاسپورټ کړه... ستاسي د نیمي پېړئ لاسته راوړني هومره ندي لکه د حکمتیار او مجاهدینو د ۱۲ کلونو جهادي مبارزه، هغوی یوه آیډیالوژی په ګونډو کړه، شرق او غرب ئې له بې ساري ستر خطر نه وژغورل، په لسګونو هیوادونو ته ئې د آزادۍ ارمغان ورکړ، ستاسي ډارن مصلحت خو لا هم یوازي کونډي او یتیمان تر شا په میراث درته پرېږدي، تر اوسه یوازي بدبختۍ او ناخوالي زېږوئ، یا خو د نورو مسلمانو قومونو سره مصالحه وکړئ، ګډ ژوند ورسره وکړئ، ژبني تعصبات مو ختم کړئ او یا خو ور میدان ته شئ، کنه حد اقل دا د کمزورو او پستو انسانانو غوندي د سټېج پر سر د خلکو درانه مشران په خپلو سپکو څرګندونو کي مه مېنشن کوئ...

زه ستا او حکمتیار پرتله هم ممکن نه بولم او دا خبره د تنظیمي تعصب پر اساس نکوم بلکي ستا او د هغه سابقې ته په کتلو سره بې اختیاره وایم چي ستا او حکمتیار پرتله به داسي وي لکه د وزې او زمري پرتله کول چي دا نو سراسر نامناسب کار دئ، ستا او د هغه تګلاري همدومره سره جلا دي، فطري جوړښت مو همدومره مختلف دئ، هغه د مسلح مقاومت او جهاد باني او ته د عدم تشدد نوی مبارز، په داسي حال کي چي موږ ستا د مشرانو مثبتي کارکردګۍ ونه لیدلې ستا خو تر اوسه پر دې لار د خاپوړو وخت دئ، حکمتیار په تېرو څلوېښتو کلونو کي منل شوی شخصیت وو، مثبتي لاسته راوړني ئې لرلي خو دا که ته د افغانستان پر تېرو شرمېدلو ټاکنو استناد کوې نو الله دي ستا پلویانو ته خیر کړي چي کومي کندي ته به ئې واچوې، ځکه تا چي په خپل سیاسي بصیرت کومي څرګندوني کړي همهغه ستا ځراکت او لرلید روښانه کوي، زه دې نتیجې ته ورسېدلی یم چي ستا سیاست د ماشومانو لوبو ته ورته دئ، ته دلته په سیمه کي سړي خور قوتونه نظر انداز کوې او د کابل د ارګ په اشاره پښتانه یوازي د فساد په لور بیایې، همهغه ارګ چي خپله زمکه ئې د غرب او هند د ناولي استخباراتي سیاست دېره ګرځولې، د خپل اقتدار د بقاء لپاره هره ورځ په لسګونو افغانان په وینو کي لغړوي، خو تاسي بیا پښتانه هغه کار ته دعوتوی چي د هغوی د فطرت خلاف دي، یعني هغوی د دښمن په وړاندي له مقاومته منع کوئ، محکوم کوئ ئې، بلکي لاسونه او پښې ئې ورتړئ او د دښمن په مخکي ئې غورځوئ، دا کوم شعار چي تاسي ځانته حق بللی او په لوړ ږغ ئې زمزمه کوئ د دې هدف باید کله هم دا نه وي چي له نورو د آزادۍ حق سلب کړئ او یا ئې دې ته پرېنږدئ چي خپل فکر څرګند کړی شي، زه نه پوهېږم چي تا د اشرف غني احمدزي په اړه دومره جدیت او حساسیت څنګه ښکاره کړی، ته په کوم جرأت او کوم انصاف دا فیصله کوې چي هغه ټاکني چي د نړۍ په تاریخ کي د فساد له مخي رکارډونه ماتوي د انصاف معیار وبولې، آیا ستا وجدان همدا دئ چي د افغانانانو د قاتل، د اقتدار د وږي او د واک د لېوني رئیس جمهور هر ناروا او غیر شفاف کار د ملت اذن و اراده وبولې؟! آیا د افغانستان تېري ټاکني شفافي او عادلانه وې؟!

که داسي وي نو ته اصلا د جمهوریت د بنیادي اصولو دښمن ئې، اقتدار او خپلو ناروا موخو ته د رسېدلو لپاره هر خبیث اقدام ته لبیک وایې، د یوه له غلامۍ نه د وتلو لپاره د بل غلام کېدلو ته تلوسه لرې، لنډه دا چي ته د نورو پر وینه خپل سیاست ځلول غواړې...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟