No-IMG

افغانستان کې د بدبختۍ عاملان څوک دي؟!، طا لبان، ټامیان، مجاهدین او که افغان کمونستان؟!

له محمد ظاهرشاه تر داکتر غني، د ټولو واکمنو په واکمنیو کې د هغوی هغو تېروتنو ته لنډه کتنه چې افغانستان یې په بل مخ واړوه.

- محمد ظاهر شاه د واک وروستیو کې سیاسی فعالیتونو او ګوندونو ته ازادي ورکړه.

- ځوانان یې مصر، مسکو، امریکا او نورو هیوادونو ته تعلیم لپاره واستول خو مصر نه اخوانیان، مسکو نه کمونستان، امریکا نه لبرال او نورو نه نور دبړه ماران راغلل.

- مسکو نه راغلو افغاني کمونستانو په خپل خاص مهارت له سردار داود سره یارانه ټینګه کړه.

- کمونستانو سردار د محمد ظاهرشاه خلاف وپړسوه تر دې چې د ظاهرشاه څلوېښت کلن ارام تخت یې پرې په بل مخ واړوه.

- سردار داود جمهوریت اعلان او په پټه ټول اختیارات وطني کمونستانو په لاس کې واخیستل.

- کمونستانو په ظاهر شاه له تخت اړولو وروسته سردار داود د اسلامپالو ځوانانو (اخوانیانو) خلاف را وپاروه. څه یې اعدام، څه زنداني او پاتې نور یې فرار ته مجبور کړل.

- کمونستانو پدې اختیاراتو بسنه ونکړه او بلاخره یې په خپل انډیوال سردار داود مخ راوړه او ارګ کی یې کودتاه سره د سردار په ګډون حتا د سسزني ماشوم له تېغه تېر او د ارګ ټول دهلیزونه یې د سردار او د سردار کورنۍ په وینو ولړل او ټول اقتدار نه په مطلق ډول دوی لاسونه او پښې چاپېر کړې.

- کمونستانو پدې مطلق اختیار هم اکتفا ونکړه او بیا د واک پر سر خپلو کې په خلق او پرچم یو بل خلاف اړم شول.

- خلقیانو په یواځې سر اقتدار په لاس کې واخیست او پرچم ګوند روسانو سره لېن وجنګوه ګویا چې خلقیان د روسانو ټولې پانګونې او ارمانونو تخریب ته کار ویلی.

- روسان د خپلو پانګونو بقا لپاره څو جنګي الوتکې د حفیظ الله امین وژلو لپاره استوي او خپله د حیرتان بندر له لارې د خپلو پرچمي کمونستانو خوندیتوب او حاکمیت لپاره ټانګونو او وسلو سره ننوځي او مستقیما په افغانستان یرغل کوي .

- اخوانیان یا اسلامپال ځوانان چې سردار داود له وخته فرار او مهاجرت ته اړ شوي وو په زړه کې پاخه او د ټول ملت، ورپسې د نړیوالو په ملاتړ د افغان کمونستانو او روسانو خلاف جهاد اعلانوي.

- مجاهدینو د ملت په کلک ملاتړ سره سور پوځ په شا وتنباوه، لویه بریا او ویاړ یې حاصل کړ خو دا ویاړ ډیر ژر په یوه لوی شرم بدل شو.

- کمونستانو د پروټوکولي مجاهدینو پر مټ د واک پر سر شخړه پېل، کابل وران او د جهاد ټوله ثمره تار په تار، د خلکو زامنو سره په زور نکاح، میړوښه ښځو تښتول او د کورونو چور بینا شو.

- دغه وحشت خلاف طالبانو سر راپورته او دا د مجاهد په نوم د هزاره ګانو اته او نورو افغانانو اووه تنظیمونه ټول یې تر کولاب او خواجه غاره په غارو ننویستل.

- طا لبانو د خلکو سر، مال او ناموس خوندیتوب وروسته د خلکو ژوند لپاره نور هیڅ ونکړل. څه باندې پنځه کالو کې تر پایه نړۍ سره اړیکې جوړې نشوای کړې. دوی ونه توانېدل/ونه غوښتل چې ټول افغانان له ځان سره په واک کې شریک کړي. حال دا چې ډیرو مخلصو افغانانو له بهر او داخل نه دویته د دوستۍ لاس ور اوږد کړ خو دوی له وزیره تر ماموره ټول خپل ملایان ملګري په دودیز انډیوالي طرز په ټول ملت حاکمان کړل.

- نړیوال بندیزونو سره مخ، فقر په اوج، یکه تازي تر وروستي حده بلاخره امریکا پلمه پیدا او پر طالبانو یې تخت واړوه.

- د امریکا او ناټو له یرغل سره نوې اداره راغله. نظار شورا د واک 75 سلنه او پاتې برخه یی له غربه راغلي ټکنوکراټ او د نړۍ لخوا د ملیاردونو ډالرو باران پېل شو او وعدې شوې چې افغانستان به ډیر لږ وخت کې دوبۍ شي.

- برعکس نظار شورا په هماغه پېل کې امریکا نظامي ځواکونو نه ملیاردونه ډالر جېب ته کړل او ورپسې یې د خپل تعصب له مخې په نوم پښتون د طا لب او القاعده په نوم زندان، بمبارد، قتل عام او نړۍ سره تقابل او جنګ ته مجبور کړ څو یې په ټوله نړۍ داسې و وهي چې درې سوه کاله سر پورته نکړي.

غرب نه راغلي پښتنو چې غرب کې له سګ شوي او برګر نه زړه خوړین وو، لکه وږي لیوان یودم په غلا شروع کړه. ټول افغانستان کې ملت خاورې خوړې، جګړه وه، چاپې وې بمبارۍ وې خو ارګ او وزارت کې تنکۍ پېغلې، مفشن دفترونه، خارجي سفرونه، ږیرو، بریتو او ویښتو سټایلونه او د سرو جرابو بربنډ او بربنډ بازۍ روانې وې.

- نولس کاله تېر شول، ملیاردونه ډالر مصرف خو افغانستان نه د خپلې برېښنا څښتن شو، نه خپل اوړه، نه غوړي نه کالي نه نوره سیالي. دوبۍ خو ترې جوړه نشو مګر ترننه یو معیاري روغتون په ټول افغانستان کې نشته چې ناروغ ترې پاکستان ته له احتیاجه خلاص شي او پاکستان ته د ویزو په سیالۍ کې لس او شل تنه په ټېل ماټېل کې د ورځې پښو لاندې وي.

پایله:

د افغانستان د بدبختۍ اصلي او لومړني عاملان افغان کمونستان دي چې د ارامو طلایي شپو افغانستان او نظام سرپوښ یې په خوني کودتاوو مات او له دوی را وروسته هر راغلي نظام او حکومت د خپلو خطاوو، حرص او خودخواهۍ په لغتو دا ملت له سړیتوب، ژوند او انسانیت نه و ویست.

د افغان کلمه اوس په نړۍ کې د وقار او عظمت پر ځای د شرم یوه بدنامه لکه ده او ترننه د هغه بل شوي اور بیه پرې کوي چې څلوېښت کاله وړاندې د کمونستي ریژم په حریصو خاشاکو بل شو.

دا حالت بدلول غواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟