No-IMG

سپک قلمه لیکوال مه لولئ

     مصري ادیب عباس محمود العقاد وایي: که د سپکو او پوچو خبرو په لوستلو عادت شوې، نو د هغو په ډېر ځله لوستلو سره به دې له هغو کرکه کمه شي، هغه چې مخته درځي لولې به یې، اخیر به ورسره روږدی شې، وروسته به ښې درلګېږي او خوند به درکوي! مطالعات في الکتب والحیاة لعباس محمود العقاد

     الله دې العقاد وبښي، دا خبره یې لکه نن زمانه کې زموږ د ځیني سپکو قلموالو او د هغو د ځوانو لوستوالو په اړه کړې وي، د سوشل میډیا په زمانه کې ځیني مستعار او پټ مخي لیکوالان په دلاوري! سره پوچ او سپک الفاظ کاروي، بربنډ ښکنځل په اساني سره لیکي او ځیني خو یې د روایښت دلایل! هم بیانوي، نو د دوی لیکنې، شعرونه او پوسټونه چې عام خلک او تش ذهنه ځوانان لولي، هغه یې د مطالعې برخه ګرځي، ماغزو کې یې نقش کېږي او څه وخت وروسته چې د لیکوالي او قلم چلونې ډګر ته راووځي هماغه سپک الفاظ یې یو یو په خبرو او لیکنو کې راښکاره کېږي.

     دا ستونزه د پوچ او سپک قلمه لیکوال زېږنده ده، ټولنې ته دا سپک او حیا سوز سوغات! دوی راواردوي، لنډه دا چې دوی لکه کارغان خلک ګندګي ته بولي. د دې ستونزې علاج دا دی چې دا ډول سپک خلک باید تجرید او ګوښه شي، دوی باید ونه لوستل شي. د الله شان دی د دوی اکثره یې چټي شیان دي، یا به سیاسي موضوعات د پوچو او خوړجنو کیسو او تمثیلي ټوټو په ژبه بیانوي... یا به د دوی د نظر مخالفین په سپکو خبرو تورنوي او توهینوي. او ځیني یې سپک او دروغژن ټوکماران دي چې د خلکو خندولو په نیت هر ډول سپک الفاظ کاروي او هر ډول پوچې جملې اوډي.

     ټولو لوستوالو، په ځانکړې توکه ځوانانو نه هیله لرم چې دا ډول لیکوالان مه څارئ او مه یې لیکنې او پوسټونه لولئ، پوچه او سپکه ژبه او قلم کارول د دې خلکو خطرناکه ناروغي ده او تاسو دې خبر یئ چې دا ناروغي یې ساري او لېږدیدونکې ده، چې د هغه هر لوستوال ته خامخا انتقالیږي که د هغه خوښه وي یا نه. بناءً که له دې ناروغي ځان ساتل غواړئ نو دا ډول لیکوال تجرید کړئ، مه یې څارئ او یوه کرښه یې هم مه لولئ.

وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟