No-IMG

په سیاست کې ټولنیز اخلاق

سیاست یو ټولنیز علم او هنر دی، خوشال بابا سیاست (( جهانداري)) بللې، څوک چې ټولنیز اخلاق نه لري او یا ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی و نه لري ، نو چې سیاسي ډګر ته را دانګي ، که په خپله علمي برخه کې هر څومره بریالی وي ، خو په سیاسي ډګر کې به نه وي. غوره مثال یې خپله همدا اوسنی جمهور رییس (اشرف غني ) دی. د ډاکتر غني فکر ، لیدلوری او ان احساس د ډاکټر عبدالله او په ټوله کې د شمالټلوالې تر بل هر مشره څو ځله ښه او د دې وطن په ګټه دی.

خو په مقابل کې بیا عبدالله او د ټلوالې ځینو نورو مشرانو د خپلو پلویانو او ټولنیزو مناسباتو په پاللو کې تر غني څو ځله زیاته خپله لوړتیا ښودلې ده.
غني د ملاریا ګولۍ او یا هم هغه چمبړخیال ته ورته دی ، چې ډېر تریخ او بد خوند لري او ترستوني په ډېرې سختۍ تېرېږي ، خو په ګېډه او بدن کې دننه یو شمېر پټ مرضونه په ښه ډول تداوي کولای شي، په مقابل کې بیا ټلواله او د هغې مشران د زهرو هغې ګولۍ ته ورته دي چې په شاتو کې تاوه شوې ؛ خوړل یې اسانه او خوندور دي ، خو په بدن کې په لسګونه ډوله ناروغۍ راپیدا کوي.

زموږ په ټولنه کې د ګوتو په شمار خلک پر دغه نزاکت پوهېږي. هغوی چې مفکر صیب ته غوړه مالي نه کوي او ټلوالې سره په لوټ او تالان کې د ایتلاف لمن نه نیسي ، هغوی له دواړو لورو څخه تر ګواښ لاندې دي.

اوس نو غني ته یوازې هغه غوړه مالان او ټامیان ورپاتې چې د دې وطن له ارزښتونو څخه ډېر لرې دي او د غني د خوشالۍ په خاطر د سرکوزۍ هغه وروستي حد ته رسېدلي دي .

غني بیا د ځانپالنې او ځانخوښونې پر داسې یو ناعلاجه ناروغۍ اخته دی ، چې له غوړه مالۍ پرته یې پر بل هېڅ شي ګوزاره نه کېږي. رښتیا ویل ورته داسې دي ، لکه د توپ مرمۍ چې پرې ور خوشې کوې .

هغه غوړه مالانو داسې تلقین کړی چې فکر کوي ټول ملت ورڅخه خوشاله دی، په وطن ، سیمه او نړۍ کې هېڅ بدیل نه لري ، خو پر دې لا نه دی خبر چې د رومانیې د جمهور رییس ( نیکولای چایسسکو) په شان یې ان تر سټېج لاندې خلک هم مخالف دي .

اوس نو امرالله خان صالح هم د ده د کمزورۍ همدا ټکی ښه تشخیص کړی دی؛د ده مبالغه ییزو توصیفونو ته یې کار ویلی، لاس کوي او ګوړې راباسي. بله خوا بیا جمعیت او نظار شورا د مخالف او موافق په دوو رولونو کې په نوې بڼه د پخوانیو امتیازونو  پر خوندیتوب سربېره نوي نوي امتیازات تر لاسه کوي. د نظار شورا لنډغر بیا هغه ماران دي چې څومره ګرمېږي خطر یې زیاتېږي. دوی نه یوازې خپل غړي پالي او خپلې ریښې ځغلوي ، بلکې د ملي یووالي د تصنعي تمثیل پوره قابلیت او مهارت هم لري او یو شمېر پښتانه سیاستوال د ملي یووالي د سمبولونو په توګه هم کارولی شي. د تمثیل دا څپه بیا هغه وخت لا پسې ګرمه شي چې یو شمېر فیسبوکي سیاستوال او نوي غوړڅڼي ځوانان هم ورسره د دې کاذب ملي وحدت د تمثیل او اتڼ انتره تاوه کړي.

د غني په مشرۍ اوسنۍ کابینې ته د ولسي جرګې د رایې اچونې بهیر د غني د برخې د حکومتي ټیم بې کفایتي او د ولسي جرګې د یو شمېر پښتنو او ملتپالو وکیلانو کمسېوادي یو ځل بیا په ډاګه کړه.له مجهولهویته (اجمل احمدي ) پرته چې باید ناکام شوی وای، غني ته منسوب نور درې نوماند وزیران هم ناکام شول.

په حقیقت کې د غني د حکومتي برخې له لوري یوازې دوه وزیران بریالي شوي دي ، هغه نور چې د غني په نوم معرفي شوي، هغه هم د غني د ایتلافي ټکټ برخه وو  ، چې ريښه یې بیا هم په یو ځای کې ټلوالې ته رسي.

عبدالله ته د منسوبو وزیرانو له خوا د جګو رایو اخیستل که څه هم په ولسي جرګه کې د پښتنو او ملتپالو وکیلانو د تر ایستنې او له هغو سره د ژمنې ماتونې له لارې تر سره شوي ، خو بیا هم غني او ټول ملت ته ډېر تریخ او بد پیغام لري : غني ته یې بد پیغام دا دی چې (( د ملت په کور)) کې تر غني د عبدالله تاثیر او منښت زیات دی او که دا خبره رښتیا همداسې وي ، نو بیا خو دوی د جمهوري ریاست تېرو ټاکنو ته هم نغوته کولای شي او ملت ته یې بیا تریخ پیغام دا دی چې ولسواکي او د فساد پر ضد مبارزه یو تش شعار دی ، اوس هم اساسي واک جنګسالارانو او فسادګرو سره دی ؛ چا چې ډېر خیانت کړی هغه تر هر چا د زیاتو رایو د خپلولو وس لري.

غني ته خو د شرم خبره دا ده چې د ده په ټکټ کې مخابراتو وزارت ته نومانده وزیره (خاوري ) چې اصلاً د (حاجي محقق ) سهم دی او د (سرور دانش )له چینله پر مفکر صیب تحمیل شوې ، هغه په جګو رایو بریالي کېږي ، خو (رنګینه او ساپۍ )چې د ډاکتر غني مستقیم سهم و او په هېڅ وجه تر (خاوري) په سواد کې کمې  نه دي ، نه بریالۍ کېږي، نو دې کې دې غني خپل ګرېوان ته سر لږ ور کښته کړي .

که غني په ولسي جرګه کې په ناقانونه ډول د غزني په استازۍ (یوولس )ایرانپالي وکیلان نه وای کېنولي ، نو د غني د ټکټ یو نوماند وزیر به هم نه و ناکام شوی.

خبرې ډېرې دي ، لیکنه اوږدېږي . خو خدای دې د دې ملت مل شي. شعوري ملتپالو افغانانو ته که څه هم شمېر یې کم دی ، په کار ده چې سره منسجم شي او دا وطن د مفکر او ټامیانو له وچ تکبر او لېونتوبه او د شمالټلوالې د واک له حرص او لنډغرتوبه وژغوري.

په سپین لباس کې د تیارو پلویان لا بل جنجال دی ، چې تر دې دوو واکمنو فاسدو ډلو وروسته د هغوی پر وړاندې هم جلا مبارزه په کار ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟