No-IMG

د وزیر ژبه پرې کړئ

     پاچا خره او غوایان ولیدل چې پاده کې منظم! او کتار روان وو، پاده وان ته یې وویل: دا خره او غوایي دې څنګه په لاره برابر کړي دي؟ پاده وان وویل: کوم خر یا غویی چې کتار خرابوي سخته سزا ورکوم او د هیچا مراعت نه کوم. او د سزا له وېرې ټول سم روان دي. پاچا ورته وویل: تا ته زه حکومت کې لوړه چوکۍ درکوم، څو زما د هیواد ګډوډې منظم کولو کې مرسته راسره وکړې او هغه ومنله.

     پاچا هغه ته لوی قدرت وسپاره او د غلا، ګډوډې او اداري فساد پر خلاف یې مکمل واک ورکړ. د پاده وان د واک کمې شپې ورځې وتلې وې چې یو غل یې ورته راوست، هغه د غلا له کره ثبوت ترلاسه کولو وروسته امر وکړ چې د غله لاسونه پرې کړئ. جلاد د سزا له پلي کېدا مخکې پاده وان ته ورو وویل چې غل د پاچا د ځانګړي وزیر خاص سړی دی، له دې سزا تېر شه، خو پاده وان په ټینګار سره وویل چې د غله لاسونه پرې کړئ.

    وروسته پخپله وزیر صیب بنفس نفیس! پاده وان ته ورنږدې شو او ورته کړه یې: صیب دا خپل سړی دی، ګذاره کوئ، خو پاده وان امر وکړ چې د غله لاسونه پرې کړئ او د وزیر ژبه پرې کړئ! کله چې د پاده وان دا امر عملي شو، عام ولس د واکمنو او وزیرانو په شمول ووېریدل او په ټول هیواد کې نظم او امنیت رامنځته شو. مطلب دا چې کله مجرم او د مجرم حکومتي ملاتړي دواړو ته مناسب او سخته سزا ورکړل شي بیا امنیت، ارامي او ښه تنظیم خامخا رامنځته کېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟