
چاته به تش تصویر ښکاري، چاته تشې کنډوالې
خو زه چې کله هم پرې وربرابر شم، یوې بلې نړی ته مې ورسره یوسي،
دا کنډر ، کنډر دیوالونه ماسره خبرې کوي،
ماته کیسې کوي ،
دخوږو یادونو،
د سهارونو د ماښامونو،
د غم او ښادی یادونه را وسبړي
داسې یادونه چې زما زړه ته لکه اغزی ورچوخيږي
دا دیوالونه هیندارې شي، زه پکې تصویرونه گورم
د چا او چا به درته وایم،
د هر دیوال میموري له تصویرونو او یادونو ډکه ده
ماته د اخلاص او صمییمت نه ډکې څیرې رامخې ته کوي
د ایمان او تقوی سمبولونه مې یاد ته راولي
ځان ځاروونکي او پر دین فداء دنگې نښتري تنې راته موسکي ،موسکي کیږي
دا دیوالونه ظاهرا خړ ، پړ ښکاري
خو ،
خو په هر دیوال کې د شیوخو د مخ وړانگې ځلاوې کړي
ددې کور په انګړ کې یوه ورځ خلک د خوښیو مراسمو ته راټول وو ، خو د وينې پر ځای د عقیدې په رشتې رابلل شوي وو
پدې بل کور کې یوه ورځ د ویر ټغر خپور وو، د شمال او جنوب، ختیځ او لویديځ ولایتونو خلکو په یوه ټغر اوښکې تويولې، درد يې کور والا ته یوازې نه پریښوده ، پښتون ، تاجک ، ازبک ، پشه يي په ګډه سره ویشلی وو.
هوکې !
دا ځای د ایمان روزنتون وو،
دلته د عُقدې پر ځای په زړونو کې د عقیدې تخم شیندل کيده
دلته په رګونو کې له وينې سره یوځای مینه ځغلیده
دلته د سهار ستورو راختو سره به په فضاء کې د توحيد ازانګې وې
دلته د لمر وړانګو را پورته کيدو سره به ډله ، ډله ماشومان ، ځوانان ، نارینه او ښځینه د پوهې وړانګو پسې ووتل
دلته لارې او کوڅې خامې وې خو په اخلاقو پخې وې
دلته د کورونو ودانۍ اسمانڅکې نه وې خو معنویات پکې اسمانڅک وو
دلته هر چا د امن احساس کاوه،
د شپې د انگړ خلاصې دروازې سره هم تر سهاره په ارامه ویده کیدلی شول،
چا سره په یوه مبایل د وژل کیدو ویره نه وه ،
چا سره د نازولي زوی د تښولو ویره نه وه
هو کې !
دا مې نه خوب لیدلی
او نه هم د خیالاتو نړی کې یم
دا یو ستر واقعیت بیانوم
د کنډر ، کنډر جونگړو اوسیدونکو!
تاسې لاړئ , خو کاشکې مو یادونه هم له ځانه سره وړي وای
های ، های وخته !
ستا ارمان کوم
وخته ستا ارمان کوم
( منصور افغان)