No-IMG

حکمتيار: د مصالحې عالي شورى په اړه ځيني عرائض لرو

موږ ته شفوي او تحريري بلنه راكړى شوې چي د دې شورى اړوند لومړۍ غونډي كي شركت وكړو، غونډه په ارگ كي دائرېږي؛ په داسي حال كي چي د بلني مننه كوو؛ ځواب مو نه دئ وركړى؛ څو پوښتني لرو:

1- د دې شورى غړي چا ټاكلي؟ له چا سره په مشوره ټاكل شوې؟

2- آيا د دوو ټيمونو ترمنځ د مساويانه وېش له مخي ټاكل شوي؟

3- د كومو معيارونو له مخي غوره شوي؟

4- صلاحيت ئې څه دئ؟

5- آيا د سولي په اړه د تصميم وروستۍ مرجع ده كه هسي يوه مشورتي شورى؛ چي وروستى تصميم به ارگ ته محول كېږي؟

 

بايد دا وضاحت هم وكړو چي د كابل لورى؛ د هغو گوندونو په شمول چي په حكومت كي برخه لري او هغه چي له حكومت بهر دي؛ دې ته ضرورت لري چي لومړى سياسي اجماع رامنځته كړي، خپل دريځونه او نظريات توحيد كړي، د تصميم داسي عالي او مقتدره مرجع جوړه كړې چي په ټولو مهمو ملي مسائلو كي به د وروستۍ پرېكړي واك او اختيارات ورسره وي، ټول به ئې پرېكړو ته تمكين كوي او هيڅوك به ئې د ويتو حق نه لري. همدا د دولت عالي شورى به د سولي ټول بهير مديريت كوي، د مصالحې عالي شورى جوړول، د مذاكراتو هيئت ټاكل؛ د سولي طرح جوړول، د هيئت وظائف او صلاحيتونه او سرې شنې كرښي ټاكل، د مخالف لوري د غوښتنو په اړه تصميم نيول او دې ته ورته مسائل بايد همدې شورى ته محول شي.

كه دا پوښتني ځواب شي او لازم شرائط ومنل شي نو حزب اسلامي به د مشاركت په اړه مناسب تصميم نيسي؛ عجالتاً شركت نه كوي او منتظر پاته كېږي چي وگوري؛ واكمن په كوم لوري ځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟