No-IMG

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو‌ ځینې علتونه! دویمه برخه

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو، یو بل علت د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله ده. د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ، دغه لوی واټن ددې سبب شوی دی، چې د مسلمانانو بشري او علمي پانګه، په ۲ برخو سره ووېشل شي، او بیا دغه دواړه علمي پانګونې، د یو او بل په ضد وکارول شي. که چېرې ښه په غور سره ځیر شو، نو دا به راته څرګنده شي، چې په ریښتیا سره د اسلام مخالفینو له دغې نقطې څخه ډېره ناوړه ګټه پورته کړېده.

د پوهنتون محصلین د مدرسو شاګردانو ته، او د مدرسې شاګردان د پوهنتون محصلینو ته، په ښه سترګه نه ګوري، او د اسلام مخالفینو په ډېره آسانه توګه د مسلمانانو علمي او بشري طاقت په ۲ برخو تقسیم کړی دی. حقیقت خو باید داسې وای، چې دغه دواړو ډلو، د اسلامي ورورګلوۍ او مینې لاسونه، یو او بل ته ورکړي وای، یو د بل موجودیت یې د زړه له کومي منلی وای، او دواړو په ګډه د اسلامي نظام د منځ ته راوړلو دپاره کار کړی وای.

همدارنګه، د علم ډول ډول تعریفونو هم، یوه اندازه مشکلات او جنجالونه پدغه برخه کې منځ ته راوړي دي. ځینې یوازې دیني علم ته علم وایي، او د مکتب علم ته علم نه وایي. دغه ډله خپل شاګردان، یوازې همدغه دیني علم ته هڅوي، او نور علم ورته بې قدره معرفي کوي، او حتٰی مخالفت یې هم کوي. د یادولو وړ ده چې همدغه ډول خلک چې یوازې دینى علم ته علم وایي، په بازارونو کې د خپلو ځانو او دوستانو دپاره اصلي جاپاني شیان خوښوي. هېڅکله به هغوی وطني محصولاتو ته، د خارجى محصولاتو په مقابل کې، برتري ورنکړي. دغه ډله به هر وخت په دغه کوښښ کې وي، چې ښه چاپاني او یا جرمني موټر ولري، د متحده اماراتو په الوتکو کې د حج او عمرې سفرونه وکړي، ښه نوي آیفون موبایل ولري. ډېره د تعجب خبره خو بیا داده، چې د هغه په درلودلو سره افتخار هم کوي. هېڅکله په دغه فکر کې نه دي، چې د دغه ښه شي د جوړولو علم حاصل کړي.

ډېر پخواه، د محمد ظاهر شاه په وخت کې، چې زه یو ځوان هلک وم، د مشرانو مجلس ته مې چای او ډوډی وروړله. په هغه وخت کې خو، کشرانو باالکل د خبرو کولو حق نه درلوده. په هغه مجلس کې یوه عسکري صاحب منصب په ډېر افتخار سره دغه خبره کوله، چې الله ج  دغه کافران د مونږه مسلمانانو د خدمت د پاره پیدا کړي دي، دوی یو شی په څومره سختۍ جوړوي، او مونږه ته یې، الله ج  په تیاره راکوي. ددغې خبرې په اورېدلو سره، زه په زړه کې ډېر خفه شوم، ما له ځانه سره وویل، چې یا الله ج ! چې دغه د مونږه د ملک د یوه عسکري صاحب منصب فکر وي، نو دغه ملک به څرنګه آباد شي!؟.

مونږه ټولو ته لازمه ده، چې د خپل ژوند په چاپېریال کې فکر وکړو، او وګورو چې د دغه ژوند د ضروریاتو څخه څومره مونږه پخپله جوړ کړي دي!؟. که له خپله ځانه ټول پردي شیان لرې کړو، شاید لوڅ لغړ پاته شو، ځکه چې هېڅ کوم شی مو پخپله ندي جوړ کړي!

هېره د نه وي، چې هغه بله ډله چې شپه او ورځ د بل چا لاسته راوړنې په بَړه، بَړه په هر مجلس کې یادوي، او خپل ځانونه د ساینس او تکنالوجۍ پلرونه ګڼي، حال داچې، همغه نفرو د طوطي په شان یو څو خبرې زده کړې وي، او غټې غټې خبرې کوي، او هغوی د خپلو خبرو په معنٰی هم نه پوهېږي. دغه ډله خلک بیا متأسفانه، دیني علم ته علم نه وایي، او هغه د وخت ضایع کول بولي، او هغه خپل اولادونه او ملګري یوازې د مکتب علم ته هڅوي.

دغه دواړه ډلې ددې پرځای چې د یو او بل موجودیت ضروري وګڼي، یو د بل په ضد په پټه او ښکاره تبلیغ او فعالیت کوي، او یو د بل د له منځه وړلو هلې ځلې هم کوي. همدغه وخت دی، چې د اسلام مخالفین نور د فساد په غونډۍ کرار ورته کېني، او دوی لکه د ګور چنجي یو او بل سره خوري.

ښه خبره خو داده، چې دواړو ډلو ته اشد ضرورت شته. دغه دواړه ډلې د بدن د ۲ لاسونو او یا ۲ پښو، او یا ۲ سترګو مثال لري. هغه څوک چې یو لاس، یا یوه پښه، او یا یوه سترګه ‌ولري، هغوی ته په اوسنۍ زمانه کې معیوب وایي.

زما په فکر سره، دغه دواړه ډلې ډېرې ضروري دي، او باید په یوه اسلامي ټولنه کې دواړه ډلې په صحیح توګه، شتون ولري. دغه دواړه ډلې، د زړه له کومي، خپلې هلې ځلې سره یوځای کړي، او دغه اوسني بد حالت ته د پای ټکی کېږدي.

د یادولو وړ ده، چې الحمدلله، اوس ځینې مسلمانان، پدغه پوهېدلي دي، چې دغه دواړه مهمې ډلې، یو او بل ته اشد ضرورت لري. الحمدلله، په اوسني وخت کې، ډېر ښه په اسلام او وطن مین، محصلین، او د مدرسې شاګردان شتون لري، او په ډېره صمیمانه توګه، یو د بل متقابل احترام  لري.

الله ج  دې، دغه د پوهنتون او مدرسې فاصله، د اسلام په رڼا کې صفر ته راټیټه کړي، تر څو دغه یو علت د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو، له منځه لاړ شي. آمین یارب العٰلمین.

 

د پام وړ ټکي:

وروڼه او خویندې باید دیني زده کړې وکړي، او دا ځکه چې، دغه زده کړې، د حقیقي دین د پېژندلو دپاره، ډېرې ضروري دي. هغه وروڼه او خویندې چې دیني علم کوي، هغوی باید د یوه پېژندل شوي، او منل شوي عالم څخه زده کړه وکړي، د هغه په زده کولو کې ښه زحمت وګالي، او هغه شان چې لازمه ده، زده شي. دیني عالمان هم، د نورو په شان، باید علمي غونډې، بین المللي سیمینارونه. او کنفرانسونه ولري؛ او په هغو غونډو کې دوی باید یو له بل څخه د ضرورت په وخت کې پوښتنې وکړي. د دیني علماو‌و په منځ کې دا رواج پیدا کړي، چې دوی باید یو له بله سره د یوې موضوع په هکله په عامو غونډو کې بحث او پوښتنې وکړي.

هغه بله د ساینس او تکنالوجۍ ډله هم، باید د دین په حصه کې د خپل آخرت د جوړولو دپاره لازم دیني علم ترلاسه کړي. دوی باید خپل ځانونه د دین په آساساتو په ښه ترتیب سره پوه کړي، او د حلالو او حرامو پېژندنه  په صحیح توګه وکولای شي. دوی باید د دین کارونه، دیني علماوو ته پرېږدي. د دغې ډلې غړي باید کوښښ وکړي، چې د ساینس او تکنالوجۍ په حصه کې ښه اعلٰی علم حاصل کړي، ښه زحمت وباسي، او ښه تکړه مسلمان معلم، ښه تکړه مسلمان انجینر، ښه تکړه مسلمان ډاکتر، او ښه تکړه مسلمان ساینس دان او داسې نور …نور… له خپل ځانه جوړ کړي. خپل دین، خپل وطن، او ټول بشریت ته خدمت وکړي. یعنې دغه دواړو ډلو ته، باالکل اشد ضرورت شته، او باید دواړه ډلې یو له بله سره په اسلامي فضاء کې په ګډه کار وکړي.

په پای کې د الله ج ، لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله ج  د، هغه سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله ج  ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک