No-IMG

زما ایډیال ډاکټر حميد الله حيدر آبادي

     چرته یې عکس مخته راغی، سترګې مې ورته نمجنې شوې او زړه مې دعاګانې ورته وکړې. دا د مسلمان امت او انسانیت غمخور او وتلی داعي شاید ډېر خلک نه پېژني، خو د ده د سترو خدمتونو له برکته به ان شاء الله د الله تعالی د لویو ولیانو په لیست کې لیکلی وي. دا عالم موجوده وخت کې زما له ایډیال علماوو او لیکوالو نه و. الله دې جنتونه نصیب کړي.

     دا عالم ډاکټرحميد الله حيدرآبادي (١٩٠٨-٢٠٠٢م)، نومېږي، د ناوېشلي هند، حیدر اباد ښار و، وروسته فرانس کې مېشت شو، هلته یې اوږده موده د اسلام خدمت ته په نړیواله سطحه کار وکړ. ده خورا په زړه پوري کتابونو لیکلي دي، په ځانګړې توګه "صحیفة همام بن منبه" یې خورا مهم اثر دی، همام د ابو هریرة رضي الله عنه شاګرد و، دا د هغه د روایاتو ټولګه ده.

     اردو کې هم ګڼ شمېر کتابونه لري، یو خوندور کتاب یې "خطبات بهاولپور" نومېږي، د دې کتاب یوه خطبه څو کاله مخکې ما له زیاتونو سره پښتو کړې او چاپ کړې وه، چې نامسلمانو وګړو ته د رسول الله د دعوت په اړه وه. الله تعالی دې خدمتونه قبول کړي او الله دې وبښي او جنتونه یې ځای شه.

له دې لینکه یې کتابونه ښکته کړئ:

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟