
د الجزائر ملاله
لالة فاطمة نسومر (پیدا: 1246 هـ/1830م) رحمها الله تعالی د الجزائر هیواد داسې مېرمن ده، لکه زموږ خدای بښلې ملاله میوندۍ، البته د فاطمې د ژوند تفصیلي حالات او جګړو کې فعاله او قائدانه برخه شتون لري. فاطمه د فرنسوي یرغل خلاف د الجزائري ولس د مقاومت سمبول ګڼل کېږي.
نوموړې د فرنسویانو پرخلاف یوه جګړه کې د مجاهدینو د (7000) کسیز لښکر قومنده په لاس کې لرله، چې د فرنسویانو له (45000) کسیز لښکر سره یې مقابله کوله. دا مهال د فاطمې عمر ایله (23) کاله وه. پایله کې یې فرنسويانو ته سخته ماتې ورکړه، ویل کېږي دې جګړه کې د فرنسوي پوځ (10) جنرالان وژل شوي وو!
فرنسوي مؤرخ (لوی مسينيون) فاطمې نسومر ته د "د جرجرة جان دارك" لقب ورکړی و. جان دارک (Jeanne d'Arc) وتلې پخوانۍ فرنسوۍ اتله ده. او جرجرة د الجزائر شمال کې د غرونو لړۍ ده. خو فاطمې دا لقب نه خوښوه، هغې ځان ته (د جرجرة خولة) لقب خوښوه. چې مطلب یې خوله بنت الأزور د مشهور مسلمان مجاهد (ضرار بن الأزور) خور وه. فاطمه په کال: 1863م کې په (33) کلنۍ کې وفات سوه. رحمهم الله جمیعاً