No-IMG

ويډيو: جلسه تقبيح ششم جدی 1399 حزب اسلامی دارالامان کابل

حکمتيار: نن شوروي اتحاد نشته خو د دوى په لاس پيل شوې جگړه لا دوام لري

موږ نن د جدي توري ورځي په مناسبت؛ دلته راغونډ شوي يو؛ دا هغه كرغېړنه ورځ ده چي شوروي ځواكونو له فضاء او زمكي زموږ پر هېواد بريد وكړ، اوږد، خونړى او تباه كوونكى جنگ ئې پر مظلومو افغانانو تحميل كړ؛ داسي جنگ چي له همغي ورځي تر ننه ئې دوام وكړ او په تېرو يو څلويښت كلونو كي ئې له نږدې دوه نيم مليونه افغانانو ژوند واخيست؛ د دوى هېواد ئې د يوې خونړۍ نيابتي جگړي په ډگر بدل كړ، نن شوروي اتحاد نشته خو د دوى په لاس پيل شوې جگړه لا دوام لري.

اجازه راكړئ تر دې وړاندي چي د شپږم جدي په اړه خپله وينا پيل كړم؛ د كابل؛ د روان بد امنيتي وضعيت په اړه څو عرائض ولرم:

د كابل ښار امنيتي وضعيت د مزيد خرابېدو په لوري روان دئ، حكومت نه يوازي د امنيت له تأمين عاجز دئ، بلكي په دې تورن دئ چي ځيني حكومتي كړۍ په عمدې توگه په بې امنيو كي لاس لري؛ زه په دې غونډي كي د امنيت د تأمين په ارتباط وړانديز لرم؛ لومړى چارواكو ته؛ او كه چارواكو اعتناء ونه كړه؛ ناچار بل ترتيب به نيسو؛ په هر صورت نور دا وضعيت د زغملو نه دئ، بايد ملاوتړو او د كابل ښار بد امنيتي وضعيت پاى ته ورسوو.

وړانديز مى دا دئ:

دلته چي څوك راغونډ شوي؛ كه همدا په رضاكارانه توگه د امنيت تأمينولو لپاره ملا وتړي؛ نو له شك پرته كولى شي د ښار امنيتي وضعيت بدل كړي؛ د چهاردهي ولس او مجاهدين كولى شي د خپلي ساحې امنيت تأمين كړي؛ د كابل د هري حوزې استوگن همدا كار كولى شئ، راشئ په دې شعار عمل وكړو: خپل امنيت په خپله ساتو؛ په رضاكارانه توگه ئې ساتو؛ حكومت دي د حكومتي تأسيساتو، دفترونو، قصرونو، بانكونو، او د كابل شاوخوا امنيتي كمربند پوستو؛ امنيت وساتي، د هري ناحيې امنيتي چاري دي د ناحيې استوگنو ته وسپارل شي،  دا كار د نړۍ په ډېرو جنگ ځپلو ښارونو كي شوى، راشئ په كابل كي ئې هم تجربه كړو. د كابل ښار دي په دېرشو امنيتي حوزو ووېشل شي؛ هره حوزه كي دي له سل تر دوه سوه پوري رضاكاران؛ د امنيت تأمينولو چاري په غاړه واخلي، دوى ته د وسلو د حمل مجوز او د مشكوكو افرادو د نيولو او پوښتلو صلاحيت وركړى شي.

د دې غونډي له برخه والو پوښتنه كوم: آيا دې ته چمتو يئ چي د خپلو حوزو د امنيت تأمينولو مسئوليت په غاړه واخلئ؟ كه موافق يئ نو له ما سره دا شعار بدرگه كړئ: خپل امنيت په خپله ساتو!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟