No-IMG

اتل شهید الحاج قمندان محمدغیاث بلال

د اتل شهید الحاج قمندان محمدغیاث بلال ژوند ته لنډه کتنه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

شهید الحاج قمندان محمد غیاث بلال د محمد اکبر ستانکزي زوی په  (1356)هـ ش کال د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار د زیبداغ په کلي کي نړی ته سترګي وغړولي.

شهید الحاج قمندان محمد غیاث بلال او د هغه کورنی د شوروي او ناټو ځواکونو خلاف جهادونو کی فعاله ونډه درلوده. والد،کاکا او مشر ورور يي د شوروي ځواکونو خلاف جهاد کی په شهادت ورسیدل ، او بل ورور يي محمد عیاس چي مشهور په بلال باجي وه د ناټو ځواکونو خلاف جهاد کي د #ډرون_الوتکی په برید کي په شهادت ورسید.

د ناټو اشغالګرو ځواکونو لخوا د شهید الحاج قمندان محمد غیاث (بلال) کور دوه ځله په بمونو والوزول شو چی حتی څاروي یی هم په ډزو وویشتل.

الحاج قمندان محمد غیاث بلال د خپل خوږ ژوند (27) کاله د شوروي او ناټو ځواکونو خلاف جهاد کي د الله تعالی ج د رضا لپاره تیر کړل.

الحاج قمندان محمد غیاث بلال خپلي لومړنی زده کړي د لیسي تر کچی او دینی زده کړی یی د حدیثو دوري تر کچی په شمشتو کمپ پاکستان د مهاجرت په دوران کي ترسره کړي.

د حزب اسلامي او افغان دولت د سولي تر تړون وروسته یی خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړه، او د غیر دولتی ولسي شورا ريس هم وو چي د خلکو د مشکلاتو په حل کي یي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړی،  ددی ترڅنګ یي خپلي لوړی زده کړي د تابش خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځی په څانګه کي تر آخری سمستر پوري ورسولي.

د 1399 هـ ش کال د عقرب د میاشتي په 19 نیټه د دوشنبي په ورځ د تابش خصوصی پوهنتون په وړاندې د ځای پر ځای شوی ماین په چاودنه کی په شهادت ورسیده او خپل روح یی خپل حقیقي ذات ته وسپاره.

    انا لله وانا الیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟