مدینه منوره؛ د نړۍ پر مخ زما زړه ته نزدې او خوښ ځای
هغه ځاي چې زمونږ پیغمبر رسول الله علیه افضل الصلاة السلام ته ډير ګران او ځوښ ؤ ، هغه مدینة چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام حرامه ګرځولي، هغه مدینة چیرته چې په زرګونو صحابة خښ دي .
هغه مدینة منورة چې د فضیلت باره کې یې لسګونه احادیث راغلي.
د سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه نه ورایت دي چې ما د رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام نه واوریدل چې فرمایل یې :
د مدینې د خلکو سره چې څوک هم چل او فریب کوي (یا هغوی په تکلیفوي) ، هغه به داسې ویلې شي لکه مالګه چې په اوبو کې ویلې کیږي .
بخاري : ۱۸۷۷
بل ځای رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلي :
ایمان مدینې منورې ته داسې را ګرځي لکه مار چې خپل غار ته راګرځي.
بل ځای رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلي:
مدینه منوره به د طاعون او دجال (دواړو) نه خوندي وي .
مدینه منورة هغه ځای چې د احد غر پکې دی چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام د هغه باره کې ویلي:
احد زموږ سره مینه لري او موږ د احد سره.
لا یزال، رحمن او رحیم ربه ! ستا د نبي مدینة کې په داسې حال زموږ ساه واخلې چې ته زموو نه راضي یې.
ربه ! ته مو جنت البقیع کې نصیب وکړه.
وروره پوهيږی ددې پوسټ په لوستلو دې په رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام ۷ ځله درود شريف ولوست.