No-IMG

ويديو: د محترم حکمتيار د كمكي اختر خطبه 4 جوزا 1399

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم :

فَلَوۡلَا كَانَ مِنَ ٱلۡقُرُونِ مِن قَبۡلِكُمۡ أُوْلُواْ بَقِيَّةٖ يَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡفَسَادِ فِي ٱلۡأَرۡضِ إِلَّا قَلِيلٗا مِّمَّنۡ أَنجَيۡنَا مِنۡهُمۡۗ وَٱتَّبَعَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ مَآ أُتۡرِفُواْ فِيهِ وَكَانُواْ مُجۡرِمِينَ هود: ١١٦

وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهۡلِكَ ٱلۡقُرَىٰ بِظُلۡمٖ وَأَهۡلُهَا مُصۡلِحُونَ ١١٧

وروڼو خويندو!

د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي اللّٰه تعالى د افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت عبادات، دعاگاني او نېكي هيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وژغوري، زموږ مؤمن ملت ته آزادي، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء اللّٰه روان دردناك حالت، ناامني او جگړه به حتماً او ډېر ژر پاى ته رسي، سرلوړي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي نظام او صالح مشران به غوره كوي. اجازه راكړئ د تلاوت شوو مباركو آيتونو ترجمه او مختصر شرح وړاندي كړم:

الله تعالى فرمايي:

نو ولي تر تاسو مخكنيو پېړيو او نسلونو كي داسي عقلمن نه ول چي په زمكي كي ئې د فساد مخنيوى كولى، مگر ډېر لږ ئې چي ومو ژغورل، يعني لږ ئې عقلمن وو او د فساد او مفسدينو مقابله ئې كوله، او الله تعالى همدا عقلمن او د فساد ضد مبارزين ژغورلي.

او هغو چي ظلم ئې كولو د هغه څه متابعت ئې وكړ چي په هغه كي ئې عيش عشرت په برخه كېدو، او جنايتكاران ول.

يعني ډېرى ئې ظالمان او جنايتكاران ول، يوازي د خپلي رفاه او عيش عشرت په لټه كي ول، له همدې كبله په الهي عذاب اخته شول.

او ستا رب داسي نه دئ چي كلي په داسي حال كي تباه كړي چي استوگن ئې مصلحين وي.

یعنی همدا جنایتکاران او مفسدین له تباهي سره مخامخ شوي، د تباهۍ وجه ئې همغه د دوى ظلم، فساد او جرائم وو. الله تعالى هيڅكله په داسي حال كي پر يوې سيمي عذاب نه مسلط كوي چي اوسېدونكي ئې مصلح او نېك وي.

دا مبارك آيتونه موږ ته لارښوونه كوي چي كه غواړئ له الهي عذاب وژغورل شئ نو حتماً به د ظالمانو، مجرمينو او مفسدينو په خلاف مبارزه كوئ، همدا مو له الهي عذاب ژغوري.

وروڼو خويندو!

په داسي حال كي چي د امريكا تر مشرۍ لاندي ناټو؛ له افغانستان د خپلو ځواكونو د ايستلو پرېكړه او ژمنه كړې او د وتلو لړۍ ئې پيل شوې؛ خو دا دئ گورئ چي د همدې روژې مياشتي په وروستۍ لسيزي كي د گڼ شمېر داسي خونړيو پېښو شاهد يو چي تر دې وړاندي ئې لږ بېلگي ليدل شوې. په كابل كي پر روغتون بريد، په ننگرهار كي د جنازې په لمانځه كي ستره چاودنه، په خوست او پروان كي د تراويح پر لمانځه بريدونه، په كندز كي پر جومات هوائي بريد، د سيند منځ كي پر جالې راكټي بريد او ټولي سورلۍ ئې وژل او غرقول، او په لسگونو نوري خونړۍ پېښي چي په ترڅ كي ئې سلگونو افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې. د جنگ تشديد، د سولي له معاهدو تخلف، له پلي كولو او د حزب اسلامي او طالبانو د بنديانو له خوشي كولو ډډه، جنگي شعارونه وركول او د جگړو اور ته لمن وهل، داسي څېرې د اقتدار پر كرسيو كښېنول چي تل د پرديو لپاره د افغان ولس په ضد د اجيرو جنگياليو په څېر جنگېدلي. دا ټول ښيي چي د سولي دښمنان لا په كمين كي او فعال دي او نه پرېږدي چي افغانان په آسانۍ سره بشپړي سولي ته ورسېږي.

ناټو له وتلو پرته بل بديل او انتخاب نه لري، په ټولو هغو جنگونو كي ئې ماته خوړلې چي د شوروي اتحاد له زوال وروسته ئې د افغانستان په شمول پر اسلامي نړۍ وتپل؛ زموږ په هېواد كي ونه توانېدل خپلو موخو ته ورسېږي، په عراق او سوريې كي هم ناكام شول او په ليبيا، يمن، سودان، صومالي كي هم د دوى نيابتي جگړو منفي پايلي ورته درلودې. د كرونا په وړاندي هم داسي بې وسه او مات شول چي د دوى غرور، مستي او كاذب هيبت ئې په خاورو ولړلو او له داسي ستونزو او بحران سره ئې مخامخ كړل چي جبران ئې ورته محال دئ؛ د دغو ناكامو جگړو له كبله به ټولو دغو هېوادو حتماً وځي.

په داسي حال كي چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته؛ اوسنى حكومت؛ له اوسني تركيب او نظامي او سياسي سټراټيژي سره؛ د لنډي مودې لپاره هم دوام نشي كولى، خو سره له دې نه د سولي لپاره كوم رغنده ابتكار لري، نه واضح او په دولت كي د شاملو لوريو متفقه طرح او نه جدي اراده، حتى په دې لوري كي د سولي او نورو ملي مسائلو په اړه د تصميم داسي مقتدره مرجع هم نشته چي ټول تمثيل كړي او پرېكړو ته ئې التزام ولري.

موږ ټولو هغو افغانانو ته چي له روان وضعيت او له ناكامو حكومتونو او سياستونو ئې ستړي شوي، د جگړې خاتمه او ډاډمني سولي ته رسېدا غواړي، د خپل مظلوم ملت په پرېشانه حالت ئې زړه سوزي، د روان دردناك وضعيت فوري پاى ته رسولو او په دې لار كي د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو د اداء كولو كلك هوډ او همت لري؛ بلنه وركوو چي د يوه ځواكمن مستقل محور رامنځته كولو لپاره ملا وتړي، د داسي محور جوړول له بحران د وتلو يوازينۍ لار ده.

سوله په ټول ملت پوري تړلې ستره ملي مسئله ده، بايد د افرادو او جنگ غوښتونكو له انحصار او يرغمل وايستل شي. بايد پرېنږدو چي د صلحي بهير د هغو په يرغمل كي پاته شي چي جگړو پړسولي، د پرديو د گټو لپاره نيابتي جگړه پر مخ بيايي، د دې پروا نه لري چي په جگړي كي هره ورځ په سلگونو افغانان مري او كور او هېواد ئې ورانېږي.

پر سياستوالو غږ كوو چي راشئ نوې تگلاره او رغنده اسلوب غوره كړو، توافق وكړو چي بحران او ټول كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته رسوو، د حكومت جوړولو او بدلولو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال داسي طريقه غوره كوو چي په هغه كي يو څاڅكى وينه توى نشي، د جگړو او وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټولوو، پر ځاى ئې د سالم او رغنده سياسي او فكري رقابت لار غوره كوو.

وروڼو خويندو!

موږ له نورو لوريو سره د بحران د حل په اړه ناستي او مذاكرات درلودل، د ثبات او همپالني او د مخكني جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي تر مشرۍ لاندي مجموعې سره مو په څو خبرو توافق وكړ:

پر سولي او د جنگ پر پاى ته رسولو تركيز كوو.

له انتخاباتو راولاړه شوې ستونزه پاى ته رسوو، دولتساز ټيم او بهرنيو ذيدخله لوريو ته وايو: زموږ له نظره انتخابات منتفي دي او هيڅ مشروعيت نه لري.

په اقتدار كي د مشاركت غوښتنه نه كوو، پرېږدو چي د ارگ ټيم تر هغه حكومت كولو ته دوام وركړي چي د بين الافغاني مذاكراتو په نتيجه كي نوى حكومت رامنځته شي، مشروط په دې چي د ارگ ټيم د يوې داسي عالي شورى له جوړېدا سره توافق وكړي چي د سولي او جنگ په شمول به د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط د تصميم وروستۍ مقتدره او صلاحيتمنه مرجع وي، د څلور ټيمونو له مشرانو به جوړېږي، پرېكړي به ئې په اجماع او اتفاق سره وي.

د ارگ ټيم او ځينو بهرنيانو له دې توافق ونه كړ، بهرنيانو د وحدت ملي حكومت په څېر د يوه بل ائتلافي حكومت جوړولو منصوبه درلوده، هغه هم د دوو دولتي ټيمونو تر منځ، دواړو ټيمونو د بهرنيو فشارونو او گواښونو په وړاندي؛ د خپلو مخكنيو ژمنيو او تعهداتو خلاف، په يوه مشاركتي حكومت او د مخكنيو ناكامو تجربو پر تكرار توافق وكړ.

هڅه مو وكړه؛ د ارگ ټيم قانع او دې ته چمتو كړو چي د تصادم او تقابل پر ځاى د تفاهم او رغنده سيالۍ لار غوره كړي، له تفصيلي بحثونو وروسته مو د ارگ هيئت ته څو طرحي وركړې چي پرې بحث وكړي او له يوې سره توافق وكړي:

1-د دولت عالي شورى جوړول چي څلور لوري به ئې اصلي غړي وي: دولتساز ټيم، د سولي او اسلامي عدالت مجموعه، د ثبات او همپالني ټيم او د ښاغلي حامد كرزي پر محور راټول شوي شخصيتونه؛ دا به په ټولو ملي مسائلو؛ لكه جنگ، سوله، داخلي او خارجي سياستونه، او دې ته ورته امورو كي د تصميم عالي او وروستۍ مرجع وي. اوسنى حكومت دي له تغيير او مشاركت پرته؛ تر هغه دوام وكړي چي د مصالحې په نتيجه كي نوى حكومت رامنځته شي.

2-همدا د دولت عالي شورى دي د حكومت او د هغه د تركيب او د ثبات او همپالني ټيم د غوښتنو په اړه هم وروستى تصميم ونيسي، نه دا چي حكومت د دوو لوريو تر منځ د معاملې او راكړي وركړي په نتيجه كي جوړ شي.

3-كه ارگ ځان مجبور ويني؛ تر داخلي او بهرني فشارونو او گواښونو لاندي وي؛ نه غواړي چي د وحدت ملي حكومت ناكامه تجربه بيا تكرار شي، نو جمهور رئيس دي تېر انتخابات باطل اعلان كړي او په همدې دوبي كي د مجدد انتخاباتو ترسره كېدا فرمان صادر كړي؛ په دې دليل چي د انتخاباتو هيچا ونه منل، د دوو لوريو ترمنځ د مذاكراتو هڅو هم نتيجه نه درلوده، نو له مجدد انتخابات پرته بله د حل لار نشته، دا انتخابات، څرنگوالى ئې، د انتخاباتو كميسيون، د انتخاباتو نېټه او د انتخاباتو اړوند نور مسائل او دا چي په دې انتخاباتو كي بايد د ولس مشاركت تر مخكنيو انتخاباتو زيات وي... په دې اړه به د دولت عالي شورى تصميم نيسي.

4-دا چي د دولت عالي شورى به جوړېږي او په ملي مسائلو كي به د پرېكړي آخري مرجع وي؛ خو هغه گوندونه او شخصيتونه چي د ارگ او سپيدار تر منځ معاملې او ائتلافي وېشل شوي حكومت سره موافق نه دي، هغوى دي د قانوني او دروند اپوزيسيون په توگه ومنل شي، د حكومت پر سياستونو به د اعتراض حق لري، په پارلمان كي هم او له پارلمان بهر هم، اپوزيسيون به له سوله ايزي لاري په نظام كي د مثبت تغيير راوستلو هڅه كوي، دا به د دې باعث شي چي د نوي جوړېدونكي حكومت مخالفين؛ نوري لاري غوره نه كړي او هر څوك د خپلي خوښي دريځ او تگلاره انتخاب نه كړي، كه نه نو ځيني به له وسله والو مخالفينو سره لاس يو كوي، ځيني به د جنگ لار او ځيني د تظاهراتو او ملي پاڅون لار غوره كوي.

خو بهرنيو ځواكونو په خپلو گواښونو، د مرستو قطع كولو، د ځواكونو ايستلو او نورو فشارونو او تهديدونو سره د يوه سالم او رغنده حل پر ځاى د يوه بل ناكام ائتلافي حكومت جوړولو پرېكړه تحميل كړه.

او متصل ئې وويل: اوس به مرستي هم دوام كوي او او له افغان امنيتي ځواكونو ملاتړ او حمايت هم!!

دوى ته وايو: پر جنگ او ناكام حكومت له پانگوني به؛ د مخكي په څېر هيڅ نتيجه ترلاسه نه كړئ، دا ډالر په خپلو هېوادو كي په كرونا اخته بيمارانو په علاج ولگوئ، نه د مظلومو افغانانو پر وژلو!!

كه ارگ د تصميم عالي شورى له جوړېدو سره توافق ونه كړي؛ داسي چي له څلورو لوريو به جوړه شوې وي، مشران به ئې غړي وي او په ټولو مهمو ملي مسائلو كي به د تصميم وروستۍ مرجع وي، نو موږ نه يوازي له دې حكومت سره ملگرتيا ته چمتو نه يو بلكي په دې صورت كي به د نظام له ټولو مخالفينو دروند سياسي اپوزيسيون رامنځته كوو.

هيڅ شريف افغان به له داسي حكومت سره ملگرتيا ونه كړي چي واك ئې د پرديو په لاس كي وي، د جنگ دوام غواړي او د سولي په وړاندي خنډ وي.

حزب اسلامي له دې حكومت سره سوله وكړه؛ خو حكومت له تعهد وروسته د غدر او خدعې لار غوره كړه، د معاهدې بند بند ئې ترپښو لاندي كړ، امريكا د داعش، القاعده او طالبانو ټول بنديان له گوانتانامو خوشي كړل، خو په دې جهنمي زندان كي وروستى پاته زنداني؛ د حزب اسلامي غړى دئ. امريكا په افغانستان كي د طالبانو د بنديانو د فوري او بلاقيد او شرط آزادولو ژمنه وكړه او لړۍ ئې پيل شوې؛ خو د حزب اسلامي زندانيان لا پاته دي.

حزب اسلامي له دې پرته بل انتخاب نشي درلودى چي خپلي مبارزې ته به د هېواد تر بشپړي آزادۍ او په خپلواك افغانستان كي د يوه منتخب اسلامي حكومت تر جوړېدو دوام وركوي. د حزب اسلامي پر ټولو مخلصو غړو او پر ټو مؤمنو مجاهدينو غږ كوم چي دې مبارزې ته چمتو شئ.

افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء اللّٰه دا جگړه به حتماً پاى ته رسي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. و ما ذلك على اللّٰه بعزيز

سبحانك اللهم و بحمدك أشهد أن لا إله إلا أنت نستغفرك و نتوب اليك.

دوهمه خطبه

الْحَمْدُ لِلَّهِ نحمده و نَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، و نؤمن به و نتوكل عليه وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، و سيئات اعمالنا، مِنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَنَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وحده لاشريك له وَنَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اما بعد: قال سبحانه و تعالى

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا (45) وَدَاعِيًا إِلَى اللهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا (46) وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللهِ فَضْلًا كَبِيرًا (47) وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ وَكَفَى بِاللهِ وَكِيلًا

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ

بارك الله لنا و لكم في القرآن العظيم و نفعني و اياكم بالآيات و الذكر الحكيم واستغفروه انه هو الغفور الرحيم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک