No-IMG

امارت او جمهوریت؛ قیمت پکې سړي ټاکي نه عنوان!

خلافت د پیغمبر سیاسي میراثه:

په مدینه کې د پیغمبر ﷺ تر مشرۍ لاندې سیاسي تکتل چې په بلا بیعتونو او آن د یهودو سره په یو ائتلاف او مات ائتلاف د سر خوږو حوادثو مرکز کړ او د پیغمبر مدینه پکې هغه ځواکمن مقام ته پورته شوه چې د دنیا لویو امپراتوریو ته یې له همدې صحرایې مدینې نه د دعوت او مسلمانۍ ځواکمن لیکونه ولیکل.

د پیغمبر ﷺ په مرګ او رحلت د پیغمبر مشرانو یارانو چې دده په ژوند کې د هغوی د شخصیت او مرجعت هر څه مدینوالو له نژدې لیدلي وو، هغوی د پیغمبر په رحلت کې په یو بېړني تصمیم کې او د محدودو مشرانو په مشورو او توافق د پیغمبر ﷺ ځایناستی هغه صدیق اکبر وټاکه چې مدینه یې په ټول قوت تر څنګ ودرېدله.

دې انتخاب څلور حقایق په همدې حساس وخت کې مسلمانانو ته څرګند پرېښودل:

۱مشرتوب میراثي نه ده.

چې مشرانو د پیغمبر ﷺ له کوره انتخاب نکړ چاته ددې سوال باید پیدانشي چې په اسلام کې د پاچاهۍ لپاره څه فتوا او ترجیح شته ،چې د پیغمبر ﷺ میراث خواره ترې محروم شول بیا نو د نورو لپاره د یو میراثي نظام د چلولو او تپلو لپاره پدې دین او مذهب کې د شرم او پېغور نور څه پاتې دي چې د مدینې قاطع اکثریت دغه فیصله ومنله د بل او بدیل استدلال پکې ځای نشته.

دا چې نن قطر ته خلک خپل زامن لیږي هغوی باید پوه شي چې دغه د سلطنت وایروسونه به پای له عکس العمل سره مخامخ کېږي.

۲د سیاسي مشر انتخاب د امت حق دی.

په مدینه کې د محدودې جغرافیې په دننه کې مسلمانانو دغسې مشران درلودل چې هغوی پکې یو انتخاب کړ بیا نو پکې د بل چا لپاره د سوال او شک ځای پاتې نه شو، منم چې وه به ځینې ناراض مګر د قاطع اکثریت چوپ پاتې کېدل هغه اوسپنیز بیعت وه چې ابوبکر رضي الله عنه یې پر زور پوهېده او د زکات مخالفین یې په یوه امسا باندې له کمربندو وایستل.

۳دا چې ابوبکر رضي الله عنه په همدغه لنډ مقام او د پیغمبر ﷺ د خښېدو مخکې په دغسې یو حساس او فوق العاد ظرف کې په بربنډه وویل:

زه ستاسئ مشر وټاکل شوم خو تر تاسو بهتر نه یم که سم تلم تر شا مې ودرېږئ که کوږ ولاړم نو تاسې به مې سموئ.

د ابوبکر ددې سیاسي خط مشې نه له ورایه ښکاري چې دلته د خلیفه له فرمان پورته یو بل ارزښت ده چې هغه د ملت لخوا د اولی الامر مراقبت او محاسبه او دا یې حق ده.

څنګه چې مقاله لنډه ده بېرته په لنډو راګرځم خلافت ته چې بیا وروسته د امارت په عنوان بدل شو.

۴دا چې سیاسي انتخاب په تاریخي او مذهبي لحاظ د محدودو ارزښتونو په دننه کې د زمانې او نسلونو د تحول مطابق د چانسونو په حساب تر ټولو وسیع چانس او ظرفیت لري تر ټولو لویه موخه پکې د امت مصلحت او د فتنو او جګړو مخنیوی او د مسلمانانو په منځ کې د عدالت تأمین دی.

لکه څنګه چې د پنځو لمونځونو اداء او وخت پخپلو کې توپیر لري همداسې د امت د سیاست او زعامت قضیه په یوه لویه فیصدي کې د مراجعو اجتهاد او د امت د لویو مصالحو تشخیص او تأمین ته پرېښودل شوي تر څو دې کې تصمیم د وخت مطابق له محدودیتونږ پرته چانس ولري.

دا چې د اولی الامر  انتخاب د هر وخت شرایطو مطابق تغیر خوړلی شي البته پدې شرط چې د امت حق پکې محفوظ وي او اخلاقي او سیاسي ارزښتونه پکې له نظره نه وي لویدلي.

همدا وجه وه چې د څلورو راشدو خلفاو انتخاب هر یو یې پخپل وخت کې د شروطو او ظروفو مطابق تغیر او تبدیل ومانه دا پکې هغه څلورم اصل ده چې د راشدو خلفاو پاتې مسلمانانو ته په میراث پرېښود چې سیاسي انتخاب د لویو ارزښتونو په مراعت د وخت مطابق تغیر او تبدیل مني او دا تجربه لکه اروپایانو نن پخپلو کې په یوه قوي جمهوریت درولې او خپل سیاسي مخالفین پکې نه زنداني کوي او نه وژني. مسلمانانو باید خپله تجربه دغسې حد ته پورته کړې وای لکه د دوو اولو خلفاوو په وخت چې هر چا خپله خبره خلیفه ته په قوي مخالفت هم کولای شوه او لکه عثمان بن عفان چې پخپلو مخالفینو باندې د حملې او ځپلو له امر ډډه وکړه.

که د انصاف خبره وکړو چې د خلافت خبره د سلطنت او جمهوریت سره پرتله کړو نو خلافت له جمهوریت او آن ننني غربي جمهوریت سره ډېر مشترکات لري.

دا پدې معنی نه چې خدای مکړه موږ خلافت له غربي جمهوریت سره پرتله کوو بلکې موږ د خلافت جعلي بدیل چې سلطنت او پاچاهي نظام ده هغه د غربي جمهوریتونو سره پرتله کوو او دا هم پدې معنا چې په اسلامي نړۍ کې او د مسلمانانو په منځ کې ددغو سلطنتو او پاچایانو استبداد او ظلم د هغوی موقعیت او په مسلمانانو باندې د هغوی تپلی تسلط نشي توجېه کولائ په همدې خاطر د اموي عبدالملک نه وروسته اسلامي فتوحات په ټپه ودرېدل او د عباسي خلافت امپراتوریو ته ورته سلطنتونو امت پر هغه سقوط ودراوه چې چنګیزخان یې څلور سوه کلن علمي پیداوار په دجله کې ګذار کړ او له هغوی وروسته په لږ تفاوت چې عثماني خلافت واقعا د استعماري اروپا په وړاندې دېوال وه له دې پرته مغولي دولت، صفوي دولت او عثماني دولت په یو تدریجي تنزل کې اسلامي قلمرو د خوندیتوب په ځای د خپلې بې اتفاقۍ نه د هغې متحدې اروپا د مداخلو میدان کړ چې هغوی پکې د لوزان او سایسبیکو په معاهدو ددې ټولو امپراتوریو ټغر ورټول کړ.

 جعلي خلافتونه او جبري سلطنتونه:

د راشده خلفاوو په اخر کې چې د خلافت په لوی قلمرو کې مختلف قومونه او تهذیبونه داخل شول د مسلمانانو د خلافت مرکزیت یې بې ثباته کړ او خلافت پکې په قومي او کورني زعامتونو بدل شو، بیا نو د خلافت خبره پر یو ملوکیت ودرېدله، منتهی امویانو پکې د خپلې کورنۍ په منځ کې د نسبي الصح لپاره چانس ورکوه، ولې عباسیان پکې کاملا په یو پاچاهي نظام خبره ودروله.

په دواړو خلافتو کې د امت علماء او مخکښ مشران پر دغو سیاسي فیصلو قانع نه وه، ولې د فتنو د مخنیوي په خاطر یې پر کږو او ناسمو فتنې لکه د نن افغانانو په شان نه راپارولې او نه تکرارولې.

که دغه دوه سوه کلن تاریخ د علمې مراجعو په حساب تر نظر تېر کړو نو همېشه پکې د احتساب او محاسبې په هغه ارزښت چې ابوبکر صدیق پخپله اوله خط مشې کې امت ته ددې حق اعلان کړی وه، مذهبي مشرانو امام ابوحنیفه صاحب تر امام احمد حنبل صاحب پورې د همدې "قويموني"  په حساب یعنې چې کوږ روان زعیم باید سم شي، همېشه له دغو پاچا ډوله خلفاوو سره لاس او ګرېوان وو، بلکې زموږ امام صاحب خو پکې د عباسي خلافت چې د کابل د ننني جمهوریت او د نننیو معاصرو امارتونو او سلطنتونو لس برابره پاک وه، هغه پدغسې یو نظام کې د قاضي القضات مسؤلیت ونه مانه.

جمهوریت او امارت پر واژو سیاسي ناندرۍ:

تر څو د وخت ناندریو ته راځو دا باید ووایم چې القاب او عناوین په عمل کې تقدس او د تبرک ځانګړتیاوې نلري صفاح هم خلیفه وه ولې اموي سرداران یې له مقبرو راویستل امیر عبدالرحمان خان هم امیر وه ولې خپل مخالفین یې ژوندي په توپ کې الوزول.

د ارزښت او محتوا نه یې باید پیل کړو په القابو او عناونیو باندې باید جګړه پیل نکړو.

نن په قطر کې لویه ستونزه دا ده چې د کابل اړخ پر جمهوریت ټینګ ولاړ دی، هغه جمهوریت چې تر هر چا دوئ په کابل کې بې ارزښته او شرمنده کړ.

او بل طرف پر امارت ولاړ دی، هغه امارت چې له دې مخکې یې هم جنګ یو طرفه نشو کړای، دا باید ووایم او وروڼه یې باید په سړه سینه ومني چې عنوان او واژې ملتونو ته څه نشي ورکولی بلکې د ارزښتونو سره د سړیو او مسؤلینو تعهد او تړاو دی چې د عنوان پرته ټولنې ژغوري او ټولنې هوسا کوي.

موږ د افغانستان په تاریخ کې د محمدزیو په دوران کې د امارتونو یوه بدنامه سلسله لرو، بلکې نن په اسلامي نړۍ کې هغه تر ټولو مسخره او مستبد حکومتونه د همدې امارت د عنوان لاندې په خلیج کې یوه ژوندۍ او بدنامه نمونه لري.

که رښتیا مې پوښتې امارت او جمهوریت د سیاسي واژو ناندرۍ او جګړه ده او ددې واژو په اړه د سیاسي مبارزو لپاره په نظام کې باید چانس ورکړل شي چې هېڅ مهال په مسلحه شخړه ونه درېږي، خلک باید دا چانس ولري چې پدې اړه خپل اعتماد او باور په چا وکړي.

که د امارت لاندې یو استبدادي حکومت راشي دا عنوان او دا واژه هغه نشي توجېه کولای او په شریعت کې ددې لپاره دا ځای نلري چې یو مستبد حکومت دې د امارت په عنوان خپله مذهبي دٌره یا کیبل پر مخالفینو وچلوي.

همداسې په بل طرف کې جمهوریت چې په دغسې یو حد کې یې له مذهبي ارزښتونو سره کاواکه تعامل لري لکه په ننني ارګ او کابل کې د جمهوریت عنوانول پکې ملت ته هېڅ ارزښت نلري او دا تر یو مستبد سلطنت بدرنګه پدیده ده.

یوه په انصاف پرتله:

وینه په اسلام کې ډېر قیمت لري زموږ علمي مراجع، مذهبي مشرانو په سیاسي اینډو کې د مرګ او ژوبلې دروازه کاملا قلف کړېده، په تېره دوه لویو امامانو د اهل سنت والجماعت مشرانو امام ابو حنیفه صاحب امام ابو یوسف صاحب هغوی په سیاسي، فتنو، تکفیر او د امت په تقسیم هېڅ باور نه لري، اهل قبله خپل مسلمان ورور ګڼي او د بواح کفر پرته هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د نظام پر ضد توره او توپک پورته کړي.

همدا وجه ده چې د فتنو د مخنیوي په خاطر هغوی پای دوه خلافته ومنل، په بغداد او اندلس کې او د امت په داخل کې یې بلا سلطنتونه وزغمل، خو د فتنو پارولو ته یې اجازه نه ورکوله بلکې د اسلام د صدر فتنه همدغو امامانو پخپل دغه سیاسي وسیع افق کابو او مدیریت کړه.

امارت او جمهوریت قیمت پکې سړي ټاکي:

له پورته تحلیل او دلایلو باید دا زده کړو چې انسان په نظام او مراجعو کې محوري عنصر ده چې که نوم پکې مذهبي وټاکو د امیر په عنوان اهلیت او کفایت یې نېمګړی وي دغه عنوان د ملت او خلکو په درد نه خوړل کېږي، کېدای شي د امیر په کور کې منحث یو لقب خپل محدود جلال او رنګ ولري.

نن په خلیج او عربي منطقه امارتونه پرېږده چې جمهوریتونه هم په پاچاهۍ بدل شول او د پرېمانه امکاناتو او سټراتېژیک حساس موقعیت هغوی ته ددې توان ورنکړ چې له ځانه دفاع وکړي دا خو پرېږده د عثماني خلافت پر ضد پورته شوي عربان د شارلمان د فرانسې سیال کړي.

همداسې که یو بل نااهله او بې کفایته د جمهوریت په ګدۍ کیني که شل کاله هم تېر کړي له افغانستان نه به نه مالیزیا جوړه کړي نه فرانسه او د جمهوریت عنوان به پکې همدغسې یو پېغور وي لکه نن یې چې د ارګ په سر یوه نالیدلې دوړه له ورا ښکاري.

د ظاهر شاه د شاهي په پرتله د هغه ارګ دداسې رئیسانو ځایناستی شو چې نن پکې ډېری د هماغه زاړه پاچا د دوران ارمان کوي.

جمهوریت پرته له دې چې د شورویانو او امریکایي اشغالګرو کوربه شو دې ملت ته یې څه ورکړل؟

د جمهوریت او امارت قیمت سړي ټاکي او باید ټوله توجه همدې اصل ته وشي نه واژو ته.

د قطر مشران او د یوې فتنې ختمولو فریضه:

نن چې طالب له امریکا سره پخپل تړون حساب کوي نو هغه باید که اوربند له افغاني فیصلې مخکې نه مني ددې لوی او تود جنګ فتنه د امارت او جمهوریت په حساب پر ملت ونه تپي.

زموږ مشرانو د ناپاکو سلطنتونو سره چې جمهوریت د هغو په پرتله خپل ارزښت لري له هغو سره ګذاره وکړه او د چا پر ضد یې تورې او ډال پورته کولو ته اجاز ورنکړه.

هیڅ لوری د امارت او جمهوریت په ناندریو کې روان قتال او وینې تویول نشي توجېه کولئ، منم چې د قتل او وینو تویولو نه پرته طالب حق لري چې سیاسي مبارزه وکړي، علماء ځان سره ملګري کړي، سیاسي احزاب له ځان سره ملګري کړي مجاز او د وخت لوی سیاسي عمل ائتلاف ته زړه ښه کړي او پدې پوه شي چې د تورې په زور بیعت ددې امت علماو ددې بدعت د پېدا کېدو په هماغه اول تور ماښام کې رد کړیده.

نننۍ اروپا د جمهوریت له برکته ټوله دنیا په ګډه او تفاهم خوري، پخپلو کې پولې نلري موږ پکې د کندز او هلمند مظلومې پرګنې د جګړمارو په منځ کې په هغه تصویرو کې وینو چې ایران او پاکستان پرېږده دغو لریو پرنګیانو ته مو پکې سترګې ټیټې دي چې د تړون وروسته د جمهوریت او امارت پلویانو په ګډه مرګ ته تړلي دي.

دا چاسره سوال پیدا نشي چې جمهوریت په غرب کې هم په بلا هېوادو کې پخپلو کې تفاوتونه لري.

موږ چې د جمهوریت خبره کوو هغه د غربي جمهوریت نده موږ د اسلامي ارزښتونو په دننه کې یو ځانګړی جمهوریت ښیو چې هغه به د ظاهرشاه له پاچاهۍ او په کابل کې د راغلو ټولو نظامونو نه برتري ولري.

 زما شخصي طرحه:

زه د کابل او د افغانستان مظلومو خلکو ته وایم چې تېر شلو کلو کې مو جمهوریت تجربه کړ له بده مرغه چې افغانستان یې باالاخره په قومونو وویشه او د تجزیې له خطر سره یې مخامخ کړی، ښه دا ده چې د شرعي ارزښتونو په دننه کې راتلونکی نظام له امارت او جمهوریت ګډ جوړ شي، یوه مقتدره شورا چې د هر قوم او مطرحو احزابو استازي پکې وي جوړه شي، د افغانستان د ملي وحدت سمبول او د یو عالم مشر او رئیس لاندې همدا دنده ولري چې د وحدت ممثل وي، اجرایې کارونه یو منتخب مشرتابه ته چې د اجرایې ریاست یا صدر اعظم په عنوان وي هغه په دغسې طریقه تنظیم شي او دا په دنیا او زموږ په ګاونډ کې ژوندي مثالونه لري.

شورا او د ملت ممثل رئیس ایله په هغه خاصو مواردو کې حق د مداخلې ولري چې حکومت په خپلو چارو کې ناکام وي او وضعیت یې د کنټرول نه د وتلو په حال کې وي او دا مداخله هم یو قانون تنظیم کړي او په هغه طریقه وي چې په لنډ فرصت کې د بل انتخاب یا حکومت لپاره لار خلاصه کړي.

زموږ په همسایه ملکونو کې،  په عربي، مالیزیا او نورو ځایونو کې ددې نمونې شته.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟