No-IMG

د کال وروستۍ هيله

 

سږ کال د خدای همدومره احسان وو چې ژوندي پاتې شوو.

د دې جملې ليکل عادي خو که فکر وشي زموږ د وطن د بد وضعيت او ژورې تراژیدي لوی غمګين داستان دی.

د همدې کال په پېل کې ډیر ياران، مشران او ځوانان راسره وو، خو اوس نشته. موږ ۲۰۲۱ کال ته په ننوتو يو خو دوی د يو څو نامردو په مرګونو ګوزارونو غلبیل سينې له مخته تګه ولوېدل.  دهغوی نيمه خوا ارمانونه او قاتلان یې د خدای محاکمې ته سپارو.

موږ او پاتې نسل ته دومره ژوند پکار دی چې وطن کې سوله و وينو. قوي نظام، له فساده پاک دولت او د خلکو له پراخ ملاتړه برخمن حکومت.

د داسې يوې صحنې تږی یم چې غونډۍ په سر په سره قالينچه ناست، وچه ډوډۍ، شين خوږ چای او لاندې د يوه لوی شنو اوبو بند جوړېدو ننداره وي. په ډیر سرعت د پراخو سړکونو جوړولو لپاره بلډوزرې او قير اچولو ماشين آلات لګيا وي.

بلخوا په شاخوا غونډيو او غرونو کې د ځوانانو په مرسته او سپينږيرو په مشوره او لارښونه غرونو او غونډیو کې مېوه لرونکې ونې په غرسېدو وي. د برېښنا، ګاز او او رېل پټلئ تېرېدو لپاره د ساحاتو تثبيت او عملي کولو لپاره یې ټول وطن کې يو شور وي.

ښایي د دغو صحنو ليدل په پرديو وطنونو کې د ښکليو پارکونو، هوټلونو او سيندونو غاړو کې تر ګرځېدلو او منظرو ليدلو چې موږ پکې د خپل وطن ورانۍ ته په کتو بېرته د مايوسئ حس کوو؛ په مراتبو خوندور وي.

د داسې ورځ په تمه چې بيا د مرګ، ويرې او خفګان خبر په ټول وطن کې بيخي نادره کیسه وي.

دا ورځ راتلونکې ده، خو راتګ یې چټکول غواړي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟