No-IMG

پښتانه محصلین د امرالله صالح په شخصي زندانونو کې!

څارنوال سلیمان الکوزی

 

د کابل سړه هوا چې د غرونو له څوکو په الوت دې ښار ته ننوتله له ځانه سره خاموشي راوړې وه دا ښار په ګڼ شمېر محصلینو ښایسته وو دلته د هغوی ګڼې ګوڼې ځانګړی رنګ راوړی وو که کابل له محصلینو خالي کړل شي کېدای شي د څو لوړو غرونو تر منځ د څو کنډواله ودانیو او د څو دنګو ودانیو په دننه کښې د غلو او مفسدینو  له یوې پراخې ډلې پرته بل څه پاتې نه شي هغوی چې په لوړو ماڼیو او دولتي ادارو کښې یې ځانونو ته شخصي جنتونه پرانیستلي او د واک او قدرت په نشه کښې د ملت پر ستوني د پښو اېښودلو له صحنو څخه خوند اخلي په  همداسې یوه فاسده فضاء کښې محصلین شته ول د کابل نوم یې ژوندی ساتلی وو چې لږ تر لږه د انسانیت په نوم د یو چا نوم یې ژوندی کولو خو وخت ناوخت واکمنو د همدې محصلینو د زده کړو او راټولېدو مرکزونه او پوهنځۍ هم په نښه کړلې ځکه دا سپېڅلې ټولنه د مفسدو غلو واکمنو سره بشپړه متفاوته وه او د هغوی له نظره دا یوه ستره ګناه وه.

د زده کړیالانو وژنو هغه وخت زور واخیست چې اشرف غني د جعلي ټاکنو له لارې پر واک نامشروع  ګونډه و وهله او خپل لومړی مرستیال یې د سي آی اې جاسوس او د پښتنو مشهور قاتل امرالله صالح غوره کړ چې ده بیا په کابل پوهنتون کښې شپږ ساعته جګړه جوړه کړله.

خو امرالله صالح پر دې هم صبر نه شو دا ځل یې  د ژمي په همدې سړو ورځو کښې د پښتنو له لر او بر څخه راغلي زده کوونکي او زده کړیالان چې په کابل کښې د کانکور په  امادګیو بوخت ول په نښه کړل او درې زره پښتانه محصلین د امرالله صالح شخصي زندانونو ته پرته له دې چې له کوم ناقانونه عمل او جرم سره مخ شي ولیږدول شول دا د پښتنو سیمو سره د نظام په دننه کښې د تعصب، ظلم او وحشت خورا څرګنده بیلګه ده چې غواړي پښتانه له تعلیمه محروم او په قصدي ډول یې د جګړې لیکو ته ور وخوځوي او د دي چارو سرلاری د اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح دی.

امرالله صالح د پښتنو هغه مشهور قاتل دی چې د کرزي د حکومت پر مهال چې کله د امنیت رئيس وو د ناسمو کوردیناتونو او غلطو معلوماتو په ورکولو سره یې په عمدي او قصدي توګه په زرګونه پښتانه شهیدان او په زرګونو یې زندانونو ته وغورځول پرته له دې چې کوم جرم ولري  له دې  وژنو څخه یو هم د امرالله صالح لخوا د بهرنیانو په واسطه په فراه ولایت کښې د ولسی خلکو ټولوژنې او عام قتل و چې په حکومتي کچه یې هم پراخې ناندرۍ راولاړې کړې وې.

د پښتنو مشهور قاتل امرالله صالح چې اوس د حکومت د پردیپال مشر لومړی مرستیال دی او پردیپال مشر په خپل واک کښې د پاتی کېدو لپاره لنډغرو ته اړتیا لري نو د صالح انسان ضد کړنو د حکومت په دننه کښې د نیوکي څوک نه تر سترګو کیږي بلکې د هغه دا ټولې کړنې د پراخ تقدیر سره مخ دي.

د کابل له بیلا بیلو سیمو څخه د پښتنو محصلینو نیول په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د امرالله صالح ټول قومي لنډغر آزاد په دې ښار کښې ګرځي او جنایتکاران او غله هم د دوی له ډلې څخه دي خو صالح له پښتنو څخه د غچ او انتقام په اور کښې بیا هم پښتانه محصلین هدف ګرځوي او غواړي هغوی له دې علمي ساحې او هڅو څخه مایوس او د مرګونو او جنګونو په لور یی مجبوراً وخوځوي.

د ملی خیانت دا لړۍ چې د اشرف غني په مشرۍ د امرالله صالح لخوا پیل شوې ده باید ودرول شي او پښتانه د دې ملي خاینانو او مفسدینو د ډلې چې پر چارو یې قبضه کړې ده په پیژندلو کښې نور سستي  او بې پروایي ونکړي که نه وي پایلې به یې ډېرې ویروونکې وي.

اشرف غني د صالح په واسطه د پښتنو محصلینو د ټکولو لړۍ پیل کړې ده او دا یو ملی خیانت دی!

په درنښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟