د احد غره کې د المهاريس کنده
المهاريس چي مفرد یې مهراس دی هغه چور یا کندې ته وایه شي چي د بارانونو اوبه پکې جمع کیږي.
د احد غره د لویو ګارو تر منځ دغه کنده چې په اړه یې دا مشهوره ده چي ددغې کندې په اوبو رسول الله ﷺ د احد د غزا به ورځ د خپل شهید شوی غاښ او ژوبل مخ مبارک سپیڅلې وینې ووینځلې..
کله چې حضرت علي کرم الله وجهه دغه اوبه ورته راوړې نو رسول کریم ﷺ پرته له دې چې د اوبو خوند وڅکي خپلې سپیڅلې وینې یې پرې ووینځلې.
په سیرت کې چې سړی دداسي پیښو تصویر په ذهن کي جوړ کړي نو د بدن ویښتان یې شخ-شخ ودریږي
زما ځان، اولادونه او مور او پلار دې ترې صدقه شی