د اسلامي لښکرو نقشه
دا نقشه د اسلامي لښکرو هغه مختلف مسیرونه او تګلوري په نښه کوي چې کله ابوبکرالصدیق رضی الله عنه د روم د امپراتورۍ د شام پر مهمو ښارونو لکه دمشق، بصره، حمص او فلسطین یرغل وروړ نو خپل فوځ یې پر څلورو برخو وویشه. د لښکرو دغه ویش په تبوک کې وشو. د یزید بن ابي سفیان تر قومانده لاندې یې درې زره سپاهیان د دمشق پر لور سوق کړل، چې وروسته یې یې د مرستې لپاره ۴۰۰۰ نور سپاهیان ورولیږل چې تعداد یې ۷۰۰۰ شو.
دوهم لښکر چي تعداد یې د دریو او څلورو زرو تر منځ وو د شرحبیل بن حسنه تر قومانده لاندې د بصرې پر لور وکوچید.
دریم لښکر چي تعداد یې څلور زره وو د ابوعبیده بن الجراح تر قومانده لاندي د حمص ښار پر لور روان شو.
څلورم لښکر چي تعداد یې د شپږو زرو اړ او اوو زرو تر منځ وو او مشري یې عمرو ابن العاص کوله د فلسطین پر لور حرکت وکړ.
رومیانو دوې سترې لښکرې چي یوه یې په انطاکیه او بل په فلسطین کي وو، چي کله د اسلامي لښکرو له تحرک څخه خبر شول نو یو ډیر ستر لښکر یې تشکیل کړ. مسلمانانو چې د روم د لښکرو قوت او کثرت ته وکتل نو ورسره مخامخیدل ډیر ګران معلوم شول خلیفه ته یې پیغام ولیږی تر څو نور کومک ورولیږي، ابوبکر صدیق رضی الله عنه زر تنه سرتیري د هاشم بن عتبه بن ابي وقاص په مشري د ابو عبیده بن جراح مرستې ته ولیږل. او ۷۰۰ سرتیري یې د سعید بن عامر په مشري یزید بن ابی سفیان ته ولیږل.
وروسته ابی ابکر صدیق رضی الله د جګړې پلان کې تغیر راوست، ټولو لښکرو ته یې د اردن #یرموک ته نژدې د را یوځای کیدلو امر وکړ.
خالد بن ولید ته یې امر وکړ چې له خپل لښکر سره ځان شام ته ورسوي او د اسلامي لښکر قیادت او قومانده په لاس کې واخلي.
خالد بن ولید شام ته پر لاره د ادک او بصرې ښارونه هم ونیول او له بصرې څخه په پنځو ورځو کې اجنادین ته ورسید او د عمرو بن العاص له لښکر سره یو ځای شو. د اسلامي لښکر تعداد ۳۰۰۰۰ دریش زرو ته ورسید چې له د دښمن له درې برابره ستر لښکر سره مقابلې ته ودریدل.
چې په نتیجه کې د اجنادین معرکه ونښته.
رضوان الله علیهم اجمعین