No-IMG

شهيد قوماندان عيسی خان عمري

د میدان وردک ولایت د لښکر حق د جبهې شهید قوماندان عیسی خان عمري ژوند لیک

شهید عیسی خان (عمری) د میرزا خان  زوی  په ( 1354) لمریز کال  په یو  دیندار  کورنی کې زیږدلي  دی  .

شهید عیسی خان  لا  تنکی ځوان  وو  چي  د سری لښکری  دیرغل  پر  و‌‌ړاندی  دخپل  ایمانی  مسؤلیت پر بنا مسلحانه جهاد پیل  او په میړانه یي  دوامداره وساته، نوموړی د مخکنی شوروی اتحاد  د لښکر  په مخامخ  جګړی کې  سخت ټپی شو. دشهید عیس خان مشر ورور طاوس خان هم د سرې لښکرې په مخامخ جګړه کې  شهید شو.

کله چي  د غربی  نړي صلیبی  لښکر  پر ګران هیواد افغانستان یرغل  وکړ شهید عیسی خان  دجهاد فریضه هیره  نکړل  او  د  نوموړی  ټول  کورنی  په  جهاد ښکیل شو.

د شهید عیسی خان  بل  ورور  شهید  محمد موسی چي  د  روسانو  د  یرغل په  وخت  د جبهی پیاوړی  قوماندان  پاتی شوی  وو  د صلیبی  کریو  لخواه  خپل مشر ځوی شهید احمد فرید سره  د شهادت  خواږه  پیالی  وچیښل .

همدا رنګه  د شهید قوماندان عیسی خان  بل  ورور  شهید محمد یونس   چی  د غلیم سره  بندی  وو  د خلاصون سره سم   په  لمړی شپه  د متجاوزو کفارو له  لخواه  چاپه کې  په  شهادت  ورسید.

ښاغلی شهید عیسی خان (عمری)  د ډیرو تجربو په  درلودلو او  د شهادتونو په  ورکلو سره  د نوموړی  جبهی  د مجاهدینو لخواه  د جبهی عمومی معاون  وټاکل شو،  شهید عمری   د  ډیرو شهامتونو  او قربانیو،  تکالیفو او زړوړتیا  په  ښودلو  سره  دښمن  ته  ډیر مطلوب   او  د جدی تعقیب  لاندی  نیول  شوی  وو  چی بلاخره   د  بهرنیو متجاوز ینو لخوا په ډیر  بیرحمانه  چاپه کې  د مخامخ  جنګ څخه  وروسته  په 1392 لمریز کال  دوشنبه  د تلی  په  میاشت  د شهادت  لوړ مقام ته  ورسید.

 روح یی  ښاد او یاد یی  تلپاتی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟