No-IMG

موقت حکومت

موقت حکومت هغه حکومت ته وايي چې په اضطراري حالت ،يا هم په سياسي اخ او ډب، يا د نظام د کمزورتيا او سقوط له امله داسې رامنځ ته کيږي چې تېر نظام په سالمه توګه يو نوې نظام او حکومت ته سپارل کيږي.

نړۍ او موقت حکومتونه :

کارلوس موريس دو ټاليران چې يو فرانسوی ديپلومات او سياست پوه ؤ په اول وار په ۱۸۱۴ م کې د موقت حکومت اصطلاح ته په فرانسه کې د عمل بڼه ورکړه.

روسيه کې د قيصر نه وروسته د جمهوريت لپاره يو موقت حکومت په ۱۹۱۷ کې منځ ته راغی .

ايران هم د ۱۳۵۷ شمسي کې د دولت موقت انقلاب په نوم د ايراني سياست مدار مهدي بارزکان په مشري موقت حکومت جوړ شو.

هند درې واره موقت حکومت جوړ کړی چې اولنی یې په ۱ دسمبر ۱۹۱۵ کې په کابل کې منځ ته راغی چې صدر اعظم راجه مهندر پرتاب وټاکل شو او وزير اعظم یې مولانا برکت الله د وخت امير حبيب الله خان دوی سره په پټه مرسته کوله او دوی یې حماية کول البته دغه حکومت ته Government In Exile وايي، دوی ځان د خپل هيواد شرعي واکداران بولي خو په خپل هيواد کې د شاغال، ګډ وډيو، مخالفتونو او ترور له ويرې چارې پر مخ نشي وړی او د هلو ځلو او فعاليت لپاره بيا بل هيواد ټاکي او له هغې ځای هر څه رهبري کوي. هند دوه ځله نور په ۱۹۴۳ او ۱۹۴۷ کې موقت حکومتونه جوړل کړل.

همداسې هسپانیې، ايرلينډ، چين، سوريا، بنګله ديش، يمن، يوکراين، البانيا، عراق او نورو ډيرو افريقايي هيوادونو کې موقت حکومتونه منځ ته راغلي، او ښه کاميابه نتيجه یې ورکړې.

 د امريکا له اشغاله سره سم هم افغانستان کې موقت حکومت را منځ ته شو.

امريکا چې شل کلن جنګ ستړي کېه او په يوه نه يوه معنی یې خپله ماته منلې، طالبانو سره خبرو ته اماده شوه او دا خبرې تر دې را ورسيدې چې اوس د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيما خبرې رواني دي، دې خبرو که څه هم وخت ونيوه خو ښکاري داسې چې يو توافق ته رسیدلي، که څه د دغه خبرو ترمنځ خنډونه، ستونزې، تا ويلي او ما ويلي ډېرې خبرې شته خو دې ګونګ سياسي حالت ته په کتو يو نوي موقت حکومت ته اشد ضرورت ليدل کيږي .

ولې مؤقت حکومت؟

طالبانو په کراتو ويلي چې موږ دا نظام او حکومت نه منو او نه هم موږ ته دا نظام د منلو دی، هغوی د اساسي قانون نه واخله د نظام په ټول سټرکچر نيوکې لري او حکومت بيا خپل وړانديزونه نيوکې او دريځ، تر څو دا حالت له منځ لاړ او پرمختګ ته زمينه برابره شي نو داسې يو حکومت ته ضرورت ليدل کيږي چې په کابل کې ميشت قوي سياسي ګوندونه يا احزاب او طالبانو ته د منلو وي .

د دغه حکومت له امله طالبان کولی شي چې خپلې غوښتنو او وړانديزونو ته عملي جامه ور واغوندي.

ځکه اول خو له مخې ټول نظام ړنګول نه عقلا سم کار دی نه شرعا او نه افغانستان دومره ظرفيت او شيمه نه لري چې سمدستي يو بل د خوښې پياوړی نطام رامنځ ته کړي، له ملي اردو نيولي ان تر وازرتونو او رياستونو کې تغير راوستل څه وړه خبره نده دا وخت، خلک او مصرف غواړي چې دا ټول په يو وار کول ناشوني دي.

طالبان کولی شي په دغه وخت کې اساسي قانون، اردو وزارتونو او رياستونو کې ګوندونو سره په هماهنګی بدلون راولي .

ولې مؤقت حکومت.

افغانان نور له جنګ ستړي دي او نه غواړي وينه توی شي حکومت هم په کراتو د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو منفي ځواب ورکړی تر څو له جنګه د ستړي افغان ملت په حال رحم وشي موقت حکومت یې ښه بديل دی، ځکه که په توافق او ټولو ته منلی موقت حکومت رامنځ ته شي نو اوربند بيا په خپله په طبيعي بڼه راځي او د جنګ هيڅ چانس پکې نه ليدل کيږي .

د موقت حکومت کابينة.

په يو نطام او حکومت کې مهمه خبر د کابینې ده چې کابينه کې بايد څوک او کوم خلک وټاکل شې، ځکه نطامونه او حکومتونه د کمزوري کابينې له امله له منځ ځې او يا زوال مومي، زه فکر کوم په دې اړه د علامة ابن خلدون له دې رايې پورته رييسه نشته هغه وايي.

پاچا او سلطان باید هیڅ وخت د ټیټو، وږو، ظالمو، فاسدو او غلو زامن د اردو، دفاع، داخلې، قضا، امنیت او په نورو لوړو چوکیو و نه ټاکي او د داسې خلکو له ټاکلو باید جدي ډډه وشي، ځکه کله چې د ټیټو، وږو، ظالمو، فاسدو او غلو زامن منصب او چوکۍ ته و رسیږي نو هغوی بیا په ظلم، فساد، غلا، وحشت، لوټمار او د مظلومو او غریبو خلکو په وهلو ټکولو او ځورولو کې، د عزتمندو او محترمو کورنیو خلکو په ذلالت او تحقیرلو ګې هیڅ دریغ او پروان نکوي بلکې د وحشت او بربریت اخري حد ته ځانونه رسوي ځکه دغه خلک د خپلې کمترۍ او سپک حیثیت چې دوی یې لري د هغې بدل له عامو، مظلومو او بې ګناه خلکو څخه اخلي چې د دې خلکو دغه کمتري، سپک حیثیت د دوی سره د عمر تر اخره پاتې کیږي او په همدې کې مړه کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک