No-IMG

تر درې نيم کاله پريکون وروسته؛ د قطر او سعودي عربستان نوی اړيکې

درې نیم کاله وړاندې د سعودي‌ عربستان په مشرۍ متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر قطر سره ځمکنی، هوايي او سمندري پریکون اعلان کړ.

دا پرېکون په داسې حال کې وو چې ډونالد ټرمپ د ریاست جمهوري انتخابات ګټلي وو.

د ټرمپ له انتخاباتي کمپاین څخه دا مالومېده چې دی به د ایران پر ضد د سعودي‌ کلک ملاتړ کوي.

بلې خوا ته سعودی عربستان هم امریکا سره ددوی د وسلو اخستلو لوی ډیلونه روان کړي وو.

همدا وجه وه چې سعودی‌ عربستان دا فکر وکړ چې د امریکا له دې دوستۍ څخه په استفادې د ایران تر څنګ یو څه قطر هم له فشار لاندې ونیسي ځکه دوی مطمئن ول چې په دې کار ټرمپ دوی ته مشکلات نه جوړوي.

قطر د دې درې نیمو کالو په سخت پریکون کې خپل ځان ثابت کړ.

دوی نه الجزیره بنده کړه او نه یې خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې تغیر راوست بلکې دوی دې لویې اقتصادي ضربې ته لکه غر ودرېدل.

دې کار په قطریانو کې د قطر د امیر کورنۍ لا مظبوطه کړه او هم یې د سعودي مخالف بلاک سره اړیکې قوي کړې.

په لیبیا، فلسطین او نورو هیواړونو کې ددوی رول سعودي ته دا ثابته کړه چې قطر یو مستقل او په خپلو پخو ولاړ هیواد دی او کولی شي چې د مشکلاتو پر مهال ځان وساتي.

که چېرته قطر د سعودي او ددې نږدې ملګرو ته ټیټ شوی وای اوس به یې د منطقې په سیاست کې دا تشخص نه وو.

تاریخ دا هر ځای ثابته کړې چې کله د یو هیواد مشرتابه جرأت،‌استقامت او د خپل ولس لپاره د ریښتوني‌ خدمت احساس ولري خدای یې هیڅ وخت نه خراپوي.‌

او GCC په نني مجلس کې یې د قطر اوچته غړۍ یو ژوندی مثال دی.

سعودي عربستان اوس په دې پوه شو چې په منطقه کې د دوی د سیاست د پاچاهۍ په دور کې ( د ټرمپ د پاچاهۍ په دور کې) دوی ونشو کولای قطر سرکوب کړي.

دوی اوس د بایډن نوو سګنالونو دې ته مجبور کړل چې ژر ته ژره قطر سره خپل روابط جوړ کړي.

همدا راز د کورونا وبا او د سعودي د تېلو سوړ بازار هم ددې لامل شو چې سعودي د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر د عربي هیوادونو تر منځ شته اختلافات را کم کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟