No-IMG

جنرال سليماني د فلم اتل وو؟

امريکايانو ته د طالبانو د مراکزو نقشه وسپارلې د سپتمبر له 11 روسته امريکايي او ايراني استخباراتي ټيمونه جينوا ته ورسيدل هلته په ګډې همکارۍ توافق وکړ د امريکا استازی رايان کراکر و د خبرو په جريان کې به جنرال قاسم چي په شفري لحاظ ورته حاجي قاسم خطاب کيدو ان لاين امريکايي استازو ته خپل شرايط وړاندې کول په خبرو کې کراکر غوښتنه کوي چي موږ کولاي شو ددغو نقشو يادداشت ځان سره واخلو چي افغانستان کې د طالبانو پټنځايونه او مراکز په نښه شوي؟

جنرال سليماني ورته وايي همدا نقشې ټولې درسره واخلئ بيا ورته وايي لومړی د ايران پولو سره طالب مراکز بايد وويستل شي هسې نه چي وتښتي.

کراکر ورته ځواب کې وايي مرسته مو بيسارې ده حتما به ستاسو سرحدات ترې پاک کړو موږ ژمنه کووو.

بيا جنرال سليماني ورته وايي زموږ هوايي قلمرو مو هم تر شپږو مياشتو خدمت کې دی ورپسې زياتوي په تهران کې ميشت شیطاني محور باندې به هم خبرې او مشورې وکړو تر اوسه هغه زموږ په صداقت باور لری.

کراکر ځواب کې ورته وايي د هغه مسله د کابل له ادرس په ګډه ختموو

دواړه خواوې په صميمانه تشکراتو مخه ښه کوي.

ايران کې ميشت شيطاني محور هدف ئې شايد ګلبدين حکمتيار و او د کابل ادرس ئې هلته امريکايي مسئولين، د ايران او امريکا سفيران او شمال ټلوالې مشران او حامد کرزی وول.

څه وخت روسته حکمتيار له يوه کس سره له ايران داسې ووت چي دده په وينا ايراني چارواکی هم پرې خبر نه شول.

بالاخره جنرال سليماني د خپلو امريکاي دوستانو له خوا قتل کړل شو طالبان او امريکا ترمنځ د قطر يا دوحې تړون لاسليک شو چی له مخې به امريکاي عسکر زموږ له افغانستان وځي او همدا شان طالبان او ايران هم اوس نږدې دوستي او همکاري سره لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟