No-IMG

د ځینو لوېدیزو ملکونو څو مخیزه سیاست!

که چېرې تاسې د نړۍ اوسني سیاست ته، ښه په ځیر سره وګورئ، نو دا به درته څرګنده شي، چې ځینې لوېدیز ملکونه، په نړۍ کې څو مخیزه سیاست چلوي. غواړم، دغه موضوع ته په لاندې توګه، اشاره وکړم:

الف - امریکا، او د لوېدیزې اروپا ملکونه، د خپلو ملکونو د وګړو په هکله، ډېر د منلو وړ سیاست پر مخ بیایي. په دغه ملکونو کې، ټاکنې ډېرې شفافې، رڼې، او له درغلیو پاکې وي. د ټاکنو نتیجه، هم بیا ډېر ژر اعلانیږي.

بایلونکي نوماندان، او مخالف سیاسي ګوندونه، ټول په یوه آواز سره، د ټاکنو پایله مني، او ټول بریالي نوماند ته، خپله مبارکي وړاندې کوي، او بریال سیاسي ګوند، د خپلې خوښې حکومت جوړوي.

د یادولو وړ ده، چې د دغو ملکونو ټول وګړي د قانون په وړاندې یو شانته مسىٔولیت لري، او هېڅوک هم خپل ځان له قانون څخه، لوړ نشي ګڼلی، او قانون په ټولو یو شانته عملي کیږي.

همدارنګه، د اداري فساد، او رشوت مخنیوی، په ښه ډول تر سره کیږي، او امنیتي چارواکې، د خلکو د امنیت په هکله، شپه او ورځ، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

ب - د امریکا، او لوېدیزې اروپا ملکونه، یو او بل ته، متقابل احترام لري. یو د بل په داخلي چارو کې هېڅ نوعه لاسوهنه نه کوي، او یو له بله سره ښې سیاسي، تجارتي، او ټولنیزې، اړیکې لري.

ج - همدارنګه، د دغه لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، بیا د هغو ملکونو د مشرانو په جنایتونو، درغلیو، اداري فساد، او نورو کمیو، سترګې پټوي، چې هغوی د دوی ګټې خوندي ساتي.

د یادونې وړ ده، چې د لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، د خپلو ګوډاګیانو د شهرت لپاره ډېر په زړه پورې تبلیغات کوي، او له هغوی څخه کاغذي قهرمانان جوړوي. خپلو ګوډاګیانو ته، د رسنیو له لارې، ښه کمپاین کوي، او هغه په ډېر لږ وخت کې، د کاذب شهرت لوړ مقام ته رسوي، او هغوی ته تش په نامه ښکلي القاب پکاروي.

د - د لویدیزې نړۍ ځینې ملکونه، بیا، د هغو ملکونو مشران، چې د دوی خوښ نه وي، په رنګارنګ دسیسو او بهانو، هغوی د خپل ملت په وړاندې، لومړی تجرید، او بې اعتباره کوي، او بیا یې تر سختو پرله پسې ګوذارونو لاندې نیسي.

همدارنګه، د نړۍ هغو مشرانو ته چې د دوی خوښ نه وي، ډېر ناوړه القاب استعمالوي، او د دوی پر ضد هر ډول پروپاګند کوي.

د یادولو وړ ده، چې د لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، د هغو ملکونو د مشرانو په هکله، چې د دوی خوښ نه وي، او د دوی ناروا غوښتنو ته لبیک نه وایي، د هغوی د ځپلو لپاره، بیا له دغه لاندې وسیلو څخه کار اخلي:

۱ - بشري حقونه:

کله چې د غربي نړۍ ځینې ملکونه وغواړي، چې د یوه ملک خپلواک ملي واکمن، او ملي سیاستوال، تر فشار لاندې راولي، نو د بشر د حقونو مسىٔله ورته راپورته کړي، چې تر څو د نړۍ نورو ملکونو ته، نوموړي خپلواک واکمن، د انساني حقونو سرغړونکي معرفي کړي. په خاصه توګه، دغه تور، د ځینو اسلامي ملکونو، د مشرانو په ضد، ډېر پکار اچول کیږي.

د یادولو وړ ده، چې متأسفانه، د ځینو ملکونو واکمن خو، پدغه مسىٔله کې تر یوې اندازې پړ هم دي، چې باید داسې نه وای.

۲ - د ښځو حقونه:

د غربي نړۍ ځینې ملکونه، هر وخت د ښځو د حقونو مسىٔله، د هغو ملکونو د واکمنو په خلاف، چې د دوی خوښ نه وي، او په ځانګړې توګه، د ځینو اسلامی ملکونو د واکمنو په خلاف، کاروي. حال دا چې، هغه حقونه، چې اسلام ښځو ته ورکړي دي، په نړۍ کې ساری نه لري.

۳ - اقتصادي بندیزونه:

که چېرې، د یوه ملک واکمن، د ښځو د حقونو په مسىٔله کې راګیر نشو، نو بیا په هغه ملک، اقتصادي بندیزونه لګوي. دغه اقتصادي بندیزونه، بیا د هغه ملک عادي وګړي، له ډېر فقر، او ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي.

۴ - د جنګسالارۍ القاب:

هغه واکمن، چې د دوی د خوښې کارونه، سرته نه رسوي، نو بیا هغوی، د جنګسالار په نامه، خلکو ته معرفي کوي.

د یادولو وړ ده، چې همدغه ځینې غربي ملکونه، چې زړه یې وغواړي، جنګسالار ته، بیا د آزادۍ د جنګیالي نوم هم ورکوي. یا په بل عبارت، د جنګسالار ټکي، هغه خپل اصلي ماهیت له لاسه ورکړی دی.

۵ - آی ام اف (IMF):

که چېرې، دغه ذکر شوو فشارونو کار ورنکړ، نو بیا د آی ام اف، له لارې، لا زیات فشار ته ادامه ورکوي.

۶ - دېموکراسي:

که نوره بهانه پیدا نه شي، نو بیا دوی دغه ملکونه، د دېموکراسۍ په نه لرلو متهم کوي، او پدغه ډول غواړي، چې هغه ملکونه تر لا زیات فشار لاندې راولي.

۷ - تېرورېزم:

که چېرې هنوز هم، د هغه ملک واکمن، د دوی خبرې ته غوږ ونه نیوه، نو بیا، دوی دغه بهانه ورته لټوي، چې دغه واکمن، د دوی په اصطلاح، له تروریستي ډلو ملاتړ کوي، او غواړي، دغه واکمن، ددې لارې را ګونډه کړي.

۸ - کودتا:

که چېرې، دغه ټولو فشارونو، کار ورنکړ، نو بیا، د هغه واکمن، د چپه کولو دپاره، نظامي کودتا په لاره اچوي.

 

د پام وړ ټکي:

د دغه ټولو بهانو او وسیلو، د خنثٰی او شنډولو یوازینۍ لاره، د حقیقي اسلامي نظام پیاده کول دي، او بس.

هغه عزت او حق، چې انسان ته، په اسلام کې ورکړل شوی دی، هغه باالکل ساری نلري. په اسلام کې هېڅوک، یو پر بل برتري نلري، مګر په تقواء سره. نو په اسلامی نظام کې خو، د انساني حقونو د نیوکو، کوم سوال نه پیدا کیږي، او دا ځکه، چې په اسلام کې الحمدلله، د هرچا دپاره، حق معلوم دئ. یوازینۍ خبره داده، چي هغه په عمل کې پیاده شي.

همدارنګه، هغه حقونه، چې ښځو ته، په اسلام کې ورکړل شویدي، هغه په بل هېڅ ځای کې ندي ورکړل شوي.

په اسلامي نظام کې باید، واکمن ډېر عادل او د انصاف خاوند وي، او هغه د خپل ملک د ټولو وګړو، خدمتګار وي.

په اسلامي نظام کې به اداري فساد نه وي، او د ملک د منابعو څخه به سمه ګټه اخستل کیږي. نو د آی ام اف، وسیله به هم دومره مؤثره نه وي.

د کودتا، خو هېڅ سوال نه پیدا کیږي. دا ځکه، چې د ملک واکمن، به د هغه ملک ټولو پرګنو ته په یوه سترګه ګوري، او خپل ځانونه به د خپلو خلکو خدمتګار ګڼي. د خپلو وګړو سره، به هېڅکله د مور او میرې چلند نکوي.

همدارنګه، په اسلامي نظام کې هرچا ته حق ورکړل شویدی، چې د حاکمانو د کړنو‌ په هکله، خپل نظر وړاندې کړي. یا په بل عبارت، په اسلامي نظام کې هرچا ته د بیان آزادي ورکړل شوېده، او شرط یې دا دی، چې دغه د بیان آزادي، د بل چا عزت ته زیان ونه رسوي.

همدارنګه، په چا تهمت پورې کول، په اسلام کې یو لوی جرم ګڼل کیږي، او هرڅوک به د خپلې خبرې په هکله مسىٔول، او ځواب ویونکی وي.

نو د اسلامی ملکونو، واکمنو ته لازمه ده، چې دوی باید په حقیقی بڼه، اسلامی قانون، پخپلو ملکونو کې عملي کړي.

په پای کې زه یو ځل بیا خپله دعا تکراروم: چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

نوټ:

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال، د ولسمشرۍ ټاکنې له ځینو ستونزو سره لاس او ګرېوان ښکاري.

په خاصه توګه، په واشنګټن کې د پرون ورځې انځورونه، چې د ۲۰۲۱ کال د جنوری د شپږمې سره سمون خوري، باالکل نړیوالو ته د تعجب وړ ښکاري.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟