No-IMG

سولې ته د چا ضرورت دی ؟

سولې ته ضرورت د هغې سپين سرې مور دی چې غبرګ زامن یې شهيدان شوي او دا د خپلو لمسيو د را لويدو په هيله اوښکې تيروي تر څو سبا دوی هم لکه د پلرونو چيرته ټوټه ټوټه. نه وي پراته.

سولې ته د هغې خور ضرورت دی چېد واده په شپه کونډه شوه او اوس د ورور په کور کې حيران او د سوال عمر تيروي تر څو دغه ورونه یې خدای مکړه لکه د ميړه ترې وانخستل شي .

سولې ته د هغه ګلالي يتيم ضرورت دی چې د پلار مينه ترې واخستل شوه او دا هم د ترونو د کرم او احسان لاندې په دې ناخبره وخت تيروي چې هسې نه دا ترونه یې هم سبا د پلار په برخليک اخته شي او بي ياره مددکاره د زهرو ډک ژوند تېر کړي.

سولې ته د هغه سپين ږيري بابا ضرورت دی چې زوی یې د اور خوراک شو او دا په چنګه ملا او ريږديدلي لاسونو د ځوانو پيغلې بې وروره لورګانو په خاطر سهار اوځي تر څو يو پنځه حلالې روپۍ راوړی او کور پرې وچلوي .

سولې ته د هغه خويندو ضرورت دی چې ورونه یې جنګ ښوی تېر کړل خو دوې په دې تمه ژوند تيروي چې که سوله او عدالت راغی زموږ به هم څوک پوښتنه وکړي او غمخوار به مو پيدا شي .

سولې ته د هغه مزدور ضرورت دی چې د خپلو بچيو د ساتلو په خاطر د دې يخ ژمي په هر سهار چوک ته ځي او هلته د سرک په سر انتطار کوي چې يو پنځوس روپی وګټي او بچي پرې وساتي .

سولې ته د هغه ماشوم ضرورت دی چې هغه هر ماښام د خپل پلار لاره څاري.

او سولې د هرې هغه خور ضرورت دی چې د خپل ميړه لاره لکه لیونی څاري او دا ويره لري چې هسې نه مړ راشي او يا یې په لار کې انساني سپي ونه داړي.

سولې ته د افغانستان ضرورت دې تر څو دا زخمي زخمي وجود ته پټۍ ورکړي .

سولې ته ددې هيواد د مرغانو ضرورت دی چې بمونو جنګ او ډزو سر بداله کړي .

سولې ته د دوطن د کنارونو او نښترو ضرورت دی چې د بارودو لمبو او لوګي یې ساه تيولې او ورځ تر بلې اره کيږي .  او سولې ته د هر هغه افغان ضرورت دی چې له اولادونو سره دلته اوسي .

سولې ته زما او زما په رنګ د هغه ځوانانو ضرورت دی چې په شته پوهه کې لکه د ښځو په کور ناست دي او شنه خره په لوړو چوکيو کار کوئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟