No-IMG

عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید څه ډول ټوله کفري نړۍ ولړزول

سلطان عبدالحمید د عثماني خلافت ۳۴ خلیفه دی چې په عبدالحمید ثاني هم شهرت لري، نوموړی د سپتمبر په ۳۱ کال ۱۸۴۲م استنبول کې پیدا شو، او د اګست له ۳۱ د کال ۱۸۷۶ څخه تر ۲۷ اپریل ۱۹۱۹م پورې د عثماني خلافت سپه سالار او رهبر و.

تاریخ لیکي:

سلطان یوه ورځ د معمول په څېر د خپلو وزیرانو سره په یو مجلس کې په کومه موضوع خبرې کولی چې دربار ته ناڅاپه یو خبر راوړونکی داخل شو او سلطان ته یې وویل: محترم سلطان! یو بد خبر لرو او هغه دا چې په فرانسه کې  دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله یو فلم جوړ شوی چې په دغه فلم کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم زیات سپکاوی شوی دی، د فلم په اړه فرانسوي اخبارونو کې اعلانونه خپریږي او ډېر ژر به یاد فلم د پاریس په یوه سنیما کې نندارې ته کېښودل شي.

 سلطان عبدالحمید د خبر په اوریدو له خپلې چوکۍ را پورته شو، د بدن رنګ یې تغیر شو، له ډېر قهر نه یې په وجود لړزه راغله، په تندي یې خولې را ماتې شوې او فوراً يې د پوځي جنرالانو یوه بیړنۍ غونډه را وغوښته،

د فرانسویانو د دغه جسارت او بدمرغه کړنې خبر یې ورته په هغه فرانسوي اخبار کې وښود کوم چې خبر راوړونکي را وړی و.

په اخبار کې د توهین رسالت د فلم په اړه مکمل اعلان لیکل شوی چې دلته په مجلس کې د ټولو په وړاندې ولوستل شو او بیا سلطان د غونډې ګډونوالو ته مخ کړ و یې ویل: که چیرته زما توهین شوی وای دومره خبره نه وه، که خبره زما په شخصیت پورې وه نو هم پروا یې نه کوله، خو اوس خبره زما د خوږ نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د شان ده، زه به فرانسویانو ته وښایم چې د اسلام د پیغمبر صلی الله وسلم په شان کې د ګستاخي او توهین کوونکو سره موږ څه ډول چلند کوو... بیا یې پوځي جنرالانو ته د یوې جذباتي او دردوونکي وینا څخه وروسته د بیړنیو پوځي ترتیباتو د جوړولو امر ورکړ، پوځي جنرالان خپلو خپلو سیمو ته او کارونو ته ستانه شول تر څو د سلطان د امر سره سم عثماني پوځیان پر اروپا او بالخصوص فرانسه د برید لپاره تیارسۍ کړي...

د پوځي ترتیباتو لړۍ په توندۍ سره روانه وه چې د فرانسې سفیر خبر شو او د سلطان دربار ته راغی، سلطان چې یې په پوځي لباس کې ولید، د سفیر په مخ د ویرې اثار ښکاره شول؛ سلطان د سفیر سترګو کې سترګې واچولی او ورته و یې ویل: ستاسو هیواد کې زموږ د پیغمبر په هکله یوه له سپکاوي ډکه ډرامه جوړه کړې او اوس یې ستاسو د هیواد په ورځپاڼو کې د نشر د وخت او موقعیت په هکله اعلانونه خپریږي، تاسو فرانسویانو ته باید همدومره ووایم چې تاسو ډېر ناوړه جرأت کړی او که بالفرض دغه کار مو ترسره کړ، نو بیا به فرانسه د عثماني خلافت د سپاهیانو تر ښپو لاندې دل شي، زه به د فرانسې هسکې ماڼۍ د خاورو سره خاورې کړم او تر هغه به خپل پرمختګ ته دوام ورکړم تر څو چې د اروپا په خاوره د اسلام بیرغ و رپوم.... سلطان خپلو توندو خبرو ته دوام ورکړ او په اخر کې یې هغه فرانسوي اخبار د فرانسې سفیر ته ور وغورزاوه چې د فلم د نشرولو اعلان په کې لیکل شوی و، سفیر سر ټیټ نیولی و او په عذر او زارۍ سره یې وخت وغوښت بیا له درباره ووت او د یو تیز رفتار قاصد په لاسونو یې فرانسې ته خبر ولیږه چې لیکلي یې و: که فرانسه او اروپایان خپل مرګ په خپلو سترګو لیدل نه غواړي نو سمدلاسه دې هغه فلم فسخ کړي کوم چې د اسلام د توهین په اړه جوړ شوی دی،

تاسو دې خبر وئ چې د عثماني خلافت سرښندویان د سلطان عبدالحمید یو امر ته په تمه دي، د خلافت بحري ځواکونه او جنګي بیړۍ د حرکت لپاره اماده دي، درانه توپونه او اور غورزونکي منجنیقونه د جګړې لپاره تیار کړل شوي دي، د پوځ قومانده خپله د سلطان په لاسو کې ده او که چیرته دغه لښکرې چې د فتح یا شهادت په شعار حرکت کوي د اروپا په لوري روان شو، نو د فرانسویانو دربارونه به د عثماني خلافت د آسونو په طبیلو بدل شي، بیا به تاسو دومره وخت هم و نه لرئ چې کوم بل خوا وتښتئ.....

د سفیر دغه لیک فرانسې ته په رسیدو په ټوله اروپا د ویرې لړزه راوسته او فرانسویانو خپل ویروونکی برخلیک د خپلو سترګو په وړاندې لیده....

بله ورځ چې سلطان په یوۀ پوځي مرکز کې په څه موضوع خبرې کولې، همدغه وخت کې یو قاصد راغی او سلطان ته یې وویل: محترم سلطان! زیری مې درباندې فرانسویانو نه تنها هغه فلم نشرول ممنوع اعلان کړل بلکې هغه سنیما یې هم بنده کړه چې ټاکل شوې وه  دغه فلم به نشر ته وسپاري د دې تر څنګ یې د بخښنې او معذرت غوښتلو لپاره هيئت هم رالیږلی دی...

سلطان د خوښۍ نه الحمدلله وویل او بیا یې وویل اسلام د عزت دین دی، دا زموږ کومه توره نه وه بلکې دا د اسلام سره د میني برکت دی چې نن ورځ کفارو د خپل دغه شوم پلان څخه لاس واخیست او په راتلونکي کې به یې بیا هم داسې څه کار کولو ته پرینږدو.

د اسلامي امت تنکي ځوانان باید د خپلو اسلافو له تاریخ څخه په سم ډول خبر شي او دا حقیقت باید درک کړي چې عزت او بریالیتوب فقط د اسلام سره په مینه او په اسلام باندې په ننګ کولو کې دی.

کاپي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟