No-IMG

موقتي ګټې او د تاريخ سوداګر

زموږ ستاسې د هر يو د سر بيه فېسبوک او ټویټر کې يوه ورځ صرف دا ليکل وي چې:

"اوف! اخ! وۍ! څومره ښه ځوان وو! ولا ښه سړی وو".

باقي هیر، ورک پناه او حذف حافظه شو. تاسې يوځل ذهن کې تللي در ياد کړئ چې څنګه هېر شول.

نو ښه خبر دا ده چې جنګ او جنګ لابي ګرانو پرځای د سولې لارویان شو. هغه خوله چې د مستبد ظالم په سوک چوپ کېږي، د ملت او وينو ودرېدو په پار د قدرت طلبو په سوک ماته ښه ده. باور ولرئ چې د دې قربانيو وروسته به دا د مرګونو لړۍ پای مومي. که داسې نه وي بيا یې د ټولو د مرګ ترپایه جاري بولئ.

خدای له هر ملت سره مرسته کوي خو خاين، غدار او ډارن ملت سره قطعا نه. يو ځای فرمایي چې تاسې د هغه مظلوم ننګه هم مکوئ چې د بېغرتي له وجې د اعتراض پر ځای ظالم ته چاپلوسي کړي.

ژوند په تقدير او قسمت دی.

د مړ سترګي، ذليل او يو څو تنو ته زنده باد او مرده باد پرځای د اوږدې لارې او تاريخ خيال ساتل پکار دي. د داسې وياړ او لارې مزل پکار دی چې د ورځی په تېرېدو، حقايقو په بربنډیډو مو شخصیت نور هم روښانه وياړمن شي.

دا په ياد لرئ!

د انګريز، روس او امريکا په شتون کې د دوی افغان ملاتړي تل اتلان، قهرمانان او د ترقي کاذب بلذوزران وو/وي. خو خروج سره یې يو دم د تاریخ بدنامې او بدرنګې څېرې شي. داسې خلک که بيا هم خال خال ځلېدل، نو پوه شئ چې وطن بيا هم په مستقيم/غیر مستقيم د پردو مستعمره دی. ځکه يواځې د پردو وطني ملاتړي د خپل حيثيت حفظ لپاره د پردو پروني ملاتړي اتلان يادوي.

همداسې قضاوت راتلونکي اړوند هم دی. که سبا خدای مکړه د بل هېواد پردي پوځونه راځي او افغان ملاتړي یې ځانته د مشروعيت سل کاذب القاب وتراشي، مګر بيا به هم د ورځې پای کې د پردو ملاتړي د مور افغانستان ناموس فروش قلمداد شي.

ځوان نسل ته خطاب دی چې هيڅکله د يوې لنډې ګټې، موقف او زنده باد لپاره په تاريخ سودا نده پکار.

ټولنه د ارزښتونو غیرتي سپاهيان غواړي او موږ هر يو له ځانه د داسې سپاهي جوړول غواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟