No-IMG

بي بديله ستر علمي سياسي کادر

اى افغانانو څه به وشي چې په يو داسي ستر علمي سياسي بين الاسلامي کس ددي لپاره توافق وکړو چي له دې بدمرغو حالاتو ووځو د يو سيال افغانستان لرونکي شو له نړۍ سره يو سيال ملت شو، له دې وژنو قتلونو اداري فساد رشؤتو فحاشي فکري جمود، تفريظ او افراط څخه ووځو

څه اسمان به ړنګ شي چې نور تعصب بس کړو عقدي ونه پالو چي وړتيا ئې لري احترام ئې وکړو

په اوسنيو حالاتو کي د څنګه کس ملاتړ وکړو په چا توافق وکړو؟

اوسمهال نه موږ ته فرښتي له اسمانه راکوزيږي، نه پيامبران عليهم السلام راته راځي نه اصحاب کرام شته، نن موږ په اوسني عصر اوسني دؤر کي ډېر وړ مناسب داسي کس لرو چي

لکه د امير عبدالرحمن خان غوندي د انګلستان مستعمره امارت د مسلمانانو ضد امارت نه جوړ کړى نه ئې د ډيورنډ کرښه د سل کلونو لپاره امضاﺀ کړې ده او نه داسي غلام سياست لري

نه ئې  د ښاغلي امان الله خان په څير ستر زرغون افغانستان د روس او انګلستان د سياسي جنګ قرباني کړى او نه ئې د ښاغلي امان خان په څير رسما د استقلال تر نوم لاندي افغانستان تجزيه کړى دى. او نه افغانستان کي پردى دود فرهنګ راوړى نه ئې د ښاغلي امان الله غوندي افغانستان ته د الحاد او سيکولريزم دروازه پرانستي بلکه يو ځيږ مؤمن افغان دى

نه د بچه سقاؤ غوندي چور چپاول کړى دى چې د فکري جمود او د دين مذهب تر نوم لاندي ئې د نا اهلي تاريخ جوړ کړى دى، دا بيله خبره ده چې د هغه غوښتنه شعار ډېر صيح ول مګر تګلاره او مديريت اداره ئې تر شپنو غوبنو ډېره بده وه

 نه ئې د ښاغلي نادر خان په څېر د انګلستان په مرسته مشوره دخپلي شاهي ديکتاتورۍ لپاره ستر ستر ملي کادرونه په شهادت رسؤلي دي، کله چې دلؤيې پکتيا ولسونو د اسلام او افغانيت پخاطر د نادر خان ننګه وکړه او قدرت ته يي ورساوه تر ټولو لومړى ئې د لويې پکتیا او مشرقي ستر ستر کادرونه په شهادت ورسؤل، د تاریخ شرمؤلى کار ئې وکړ له ځينو سره په قرانکریم سوله وکړه هغو په قرآن باور وکړ او هغه د ميلمستيا په نوم وغوښتل په توپ پسي وتړل

نه ئې د ظاهر شاه غوندي په زور افغان قبايل په پاکستان پسي تړل، ښاغلى ظاهر شاه دخپلي دوري  ياداشت کتاب کۍ چې اوس پوهيږم ستره اشتباه مي دا وه چې دپاکستان د جوړيدو پر مهال انګلستان 4 ځله راڅخه وغوښتل 8 واړه ايجنسيۍ بايد افغانستان ځانسره ولري مګر ما خپل فقر بدحالي پخاطر رد کړه، نه ئې د هغه ظاهر شاه غوندي د انګلستان مستعمره شاهي نظام او د ټولو ګډوډيو معلوله حکومت ولي کړي ده

نه د ښاغلي داود خان په څير د کمونېزم په لومه کي نښتى چي جوړ نظام باندي کودتا وکړه او هيواد کي څرګند کمونيزم ته لار پرانسته 2 کاله مسلسل هره شپه ورځ به د بګرام هوايي ډګر څخه روسي صاحب منصان تلل راتلل او خلک ورليږل حتاتر دي چې څرګند يي په پوهنتون مساجدو او کليو کي استخبارتي چاڼ او مسلمانانو مخؤر په نښه کؤل پيل کړل، تر دې ئې لا ستره اشتباه دا وه چې د شرق په وږو او سياسي حمايت قدرت ته ورسيده مګر لاړ دغرب مريد شو

نه ئې د ښاغلي نور محمد ترکي غوندي څرګند د سوسياليستي انقلاب کودتا وکړه چې روغ جوړ نظام يي ونړاوه بي له محکمي ئې د داود خان بي ګناه کورنۍ کم لوى بي رحمانه ور ووژل، عجيب غريب فرمانونه سرودونه د نرښځو ګډ اټڼونه غومبرونه پيل شؤل، دملا عالم مؤمن افغان توهين شروع شو، د مرتجع خاين، د انګليس بچي په نوم د کليو مشرانو سپين ږيرو مولويانو پوهنتون استادانو قتل عام شروع شو، 5 ميليون افغانان ئې د مکا. پاکستان غيږي ته ور مجبور کړل 2 ميليون افغانان ئې د ايران مجوسي د مجوسيت ژرندي ته ور پوري وهل

نه ئې د بي وفا شاګر ښاغلي آمين غوندي د خپل استاد په خوله بالښت ايښى او نه ئې د خلق پرچم په څير خپل منځي ستر ستر سياسي کادرونه سره ترور کړي دي، په کال 2006 کي دKJB لخوا په رسمي راپور کي خپور شؤي لست کي کاږي چې پرچميانو 575 سر سر تکړه خلقي سياسي کادرونه چي ټول د سياسي بيرو غړي ول ووژل چۍ دا کار د پرچم ګؤند رهبر ببرک کار په امر او د ښاغلي ډاکتر نجيب په پلان تر سره شو، همدا رنګه دپرچم ګؤند 19 ستر ستر سياسي کسان خلقيانو په نښه کړل بلاخره ددواړه تر منځ عملي نښتي وشوي چي ګورباچوپ مجبورا ښاغلى نجيب واک ته ورساوه او ځانګړي مشاورين ئې ورکړل او جدا ئې اختار ورکړ چۍ له همدي سياست (ملي مصالحي روغي جوړي سياست) اخوا به نور ګام نه ږدي

د پرچميانو د بابا ښاغلي ببرک ظلمونه بمبارۍ قتلونه ټول هيواد لوټي لؤټي کؤل خو نو ټولو ليدلي يادؤلو ته اړتيا نشه

هغه قتلونه پخپل ځاى اما د هيواد او ولس هغه ذليل سرنوښت چي هغه ټاکلى او موقف نيولى وه هم له چا پټ نه دى

نه ئې د نجيب غوندي لکهاؤ بي ګناه افغانان د اسلام او جهاد په جرم ژوندي تر خاورو لاندي کړي، نه ئې د نجيب غوندي ګڼ شمير عام ملي يا خلقي کادرونه وژلي دي نه ئې د نجيب غوندي بي بندوباره شرابي له اخلاقو منحرفه ځواني تيره کړې ده

بلکه هغه نجيب چي نن سبا ډېرو بي خبرو هيرو تري جوړ کړى دى همهغه نجيب حقوقي سياسي قانوني ملي بين المللي نظامي او اخلاقي تحريري او تقريري د ملل متحد په مخ کي ورته تسليم شوى او دتسليمي اسناد ئې هر چا سره شتون لري

نه د 6 نامرده کفر تراشلو تس په نوم مجاهد رهبرانو غوندي د ستري تاريخي ملي اسلامي مصالحي پر ضد پر اتم ثؤر له کمونستانو، واشنګټن او روس سره په تفاهم پر نجيب کودتا کړې ده، ځيني ساده خلک چي لاهم خبر نه دي فکر کوي اتم ثؤر کودتا چي پر نجيب وشوه، دمجاهدينو کودتا وه!!

نه نه ،ځان خبر کړئ،

د اتم ثؤر کودتا د افغانستان د بريالي جهاد ضد کودتا وه، د افغانستان د بربادي د افغانستان د کورنيو جګړو دپيل دجهاد بدنامؤلو د مجاهد بدنامؤلو د کابل ورانؤلو کودتا وه چې مستقيم د پرچم ګؤند په تاکتيک، د ماسکو او واشنګټن په هدايت د سليمان لايق احمق په سؤق او قومانده د شوراى نظار او پرچم په ګډه همکاري تر سره شوه

نه د 6 نامردو بي مرؤتو رهبرانو په څير چي لومړى دې 6 واړو له د همدي ستر علمي کادر او له يوه متحد ګؤند څخه غړيتوب درلود بيعت ئې کړى وه ، مګر نامردو چا د انګلستان چا د ظاهرشاه چا د ايران چا د امريکا پاکستان او نورو هيوادونو په لمسون ځان ځانته تنظيم خلاص کړى واحده جمع واحد جماعت يي مات کړ، بيعت يي مات کړ

نه ئې د رشيد دوستم غوندي ټول يورانيم پاکستان ته ډالۍ کړل،

نه ئې د پرچمي او خلقي مشرانو لکه سليمان لايق او دنجيب کورنۍ خپلي لوراني د پاکستان ISI مجيرانو ته په نکاح کړي

نه ئې د رباني غوندي 1100 ټنه د افغانستان طلا په انګليستان خرڅه کړي،

نه يي د افغانستان يوه الوتکه لکه حضرت صيب او ښاغلي کرزى په پاکستان خرڅه کړي

نه ئې د استاد سياف غوندي تل د رسۍ منځ او د مسلمانانو جنګولو سياست، وهابيت ته غلامي او د ايساف مفتي له ځانه جوړ کړى،

نه ئې د ځينو غوندي خوست چور کړى او کباړ کړى په پاکستان پلورلى

نه ئې ايتلافونه منل نه ئې بي دليله بي بنسټه خبره تر ننه کړي ده

نه ئې د عطامد نور او احمدشاه مسعود غوندي ټول سکارډ لونا وغيره مهمات په ايران او پاکستان پلورلي

نه د احمدشاه مسعود غوندي په ډلو ډلو مجاهد قوماندان شهيدان کړي، نه د احمد شاه مسعود غوندي د خيانت پروتوکولونه لري نه دفرانسي او لندن بانکونو کي د افغانستان د قيمتي ډبرو څخه تر لاسه شؤي 5 ميليارډ ډالر پانګه

ددي لپاره چي طالبان يوه ديني کتله او افغانان ول تر اخره پر طالب نظامي تعرض ونکړ تر اخره فقط لومړۍ درجه نرمه دفاع وکړه، مګر طالبانو ښه په خرب ووژل او هر هغه څه دروغ چي غرب او شرق پسي تړلي ول طالب هم د تصدیق مهر پري وواهو او بلها پوچ بد رد ئې پسي وويل

پرته له دي چې هيڅ مشروع ثبوت ولري پرته له دي چې لږ له قضاياؤ سره ژؤر اسلامي سياسي حکمتي برخورد وکړي، بس فقط د کمونستانو او غربيانو په څير د هر طالب د بحث پيغور او سپکو موضوع وه

خو همدي کس څه وکړل؟

مخکي له دي چې امریکا حمله وکړي ښاغلى کرزى او خليلزاد ايران ته ورځي ورته وايي موږ پريکړه کړي چې 70 سلنه قدرت او تر لس کلونو به مسلسل تاسي په قدرت کي ياست موږ غواړو ستاسو تر ټولو بد سياسي او نظامي دښمن طالب له منځه يوسو

ددي مؤمن افغان ځواب دا وه چې

طالب زما ورور دى فقط سياسي د تګلاري مخالفت ورسره لرم، هغه وژلم ځکه چې تا پري وژلم، نن هغه نه پوهېږي سبا به پوهه شي چي زه يي برناحقه وژلم، زه د طالب حکومت سل کاله په داسي حال تحمل کولى شم چي د طالب په زندان کي اوسم خو د امریکا او روس حکومت يوه ورځ نشم تحمل کولى

په سبا يي لومړى کس وه که د ناټو ايساف امريکا ضد جهاد او مبارزي اعلان د طالب ملاتړ اعلان کړ په داسي حال کي چي طالبان لا هم په خبرو اترو بوخت ول خو خبر نه ول چې شيطاني امریکا او همهغو د دروغو خرڅ شويو رهبرانو لا پخوا ددوئ له منځه وړل له امریکا سره امضاﺀ کړي دي

د ښاغلي کرزي غوندي د امریکايى سپيشل فورس باډيګاردانو په منځ کي له ښاغلي غني او ټامي ډلي سره په B52 سپور راغلى، نه ئې پخپل ولس د کمونستانو يا د امریکا د غلامانو غوندي ړندي بمبارۍ کړي، نه ئې دخپلو افغانانو د کور حريم مات کړى نه ئې تر ننه د هيڅ خارجي ملاتړ کړى، نه ئې د ډېرو بې ضميرو غوندي طالبان خرڅؤل نه ئې د ډېرو بي ضميرو غوندي طالبان د کندهار په هوايي ډګر کي د امریکايانو پښو ته حلالؤل بلکه وږه په وږه ورسره ودريده، ټولو مجاهدینو ته يي دستور ورکړل د طالب يه ځنځير خپور، او بيا روزنه اکمال کي له هيڅ سپما مکوئ دا مه ګورئ چي طالب پرون موږ وژلو، دا خبري شاته واچوئ

نه ئې د ښاغلي کرزي غوندي پخواني مات شوى پيزندل شول رذيلان فاسد مفسيدين بيا چاغ کړي دي

نه ئې د ښاغلي کرزي غوندي مجوسي قم ايران ته 35 سلنه دايمي چوکۍ برخه ورکړي، نه ئې يوازي يؤې ولسوالۍ پنجشير ته 34 سلنه د ټول افغانستان حق ورکړى دى نه ئې د ټول افغانستان سر لوټمار له هغه بيعت ماتوونکى فهيم مارشال کړى دى،

نه ئې دښاغلي کرزي غوندي د لنډغرو ورځي نمانځلو  ته هره مياشت 50 زره ډالر مقرر کړي دي

د ښاغلى عبدالله عبدالله په څير نه بي علمه نه سپک خويه نه ارايشګر دى، نه د عبدالله، سياف قانوني، اسمعیل خان، عطامد، دوستم، د نغمي خسرګنۍ، محسيني، ماکيک، رباني خيلو غوندي بنګلي لري حتا يو کور حکومت په کرايه ورکړى چي بلاخره د خپلو ژمنو کسانو په چنده واخستل شو

او نه ئې د ټولو ټاميانو او پخوانيو لوټمارانو غوندي ټول فامل په خارج کي دى، کم لوى دلته دي

نه د ښاغلي اشرف غني غوندي د جعلي مجلي پر مټ مفکور ډنډوره شوى دى، نه د ښاغلي اشرف غني غوندي د نړۍ د وحشي ترين شرکت يونيکال مزدور يا مامور دى، نه دښاغلي اشرف غني غوندي د مارکسيسيزم له فاسد فکره اغيزمن دى نه د ښاغلي اشرف غني غوندي ئې په جلساتو کې خرافات نه دي باد کړي،

دښاغلي اشرف غني غوندي د غرب د ساتلو لپاره ئې 50000 زره افغان عسکر نه دي قرباني کړي 90 زره عام افغانان ئې نه دي وژلي،

د ښاغلي غني غوندي ټول هيواد له خپلي فاسدي نا اهله چوکۍ نه دى قرباني کړى

د ښاغلي غني، اونورو غوندي بي شرمانه سياسي دلالي هم نه ده کړي،

او د غربي ټاميانو په څير ئې ارګ يا ولايت يا سنګر لکه د پنجاب په څير مردګاؤ خانه کړى هم نه دى

د ټاميانو په څير ئې ډيورنډ کرښه هم داسي نه ده معامله کړي لکه ښاغلي غني چي په خورا سپين سترګي د خپل قدرت پخاطر په 2017 کال کي پاکستان ته باډر منجمنټ قرار داد ورکړ

نو بيا دا ستر سياست پوهه علمي کاد پسي ولي هر غربي، شرقي او د انګلستان د فکري جمود د پروژي ځپلى تش په نوم مذهبي يا د امریکا د فکري او مذهبي خرافات او افراط ګرايې ځپلي يا د قم مجوسيان ولي ورسره مخالفت کوي؟

ځکه چې هغه د خلفاى راشدين سياست او د علامه سيد جمال الدين په بنسټيزه تګلاره روان دى

ځکه چې هغه خپله يوه بډايه منظمه طريقه پلان او فکر لري د هيچ خارجي هيواد مفکوري او ايډيالوژۍ ته نه اړ دى نه اغېزمن دى

ځکه چې هغه په اسلامي نړۍ کي يو وتلى منلى انقلاب راوستونکی دى، لکه د ترکيې، دټونس، د الجزاير، فلسطين دفاع د اذربایجان خپلواکي د چچنيا خپلواکي د کمونېزم شکست

ځکه چې هغه شرق او غرب ته دومره په هنر ژؤر دروند ګذار ورکوي چې زخم ئې تر سرطانه رسيږي

ځکه چې هغه هيڅکله د افغانستان په جهاد له شرق او غرب سره معامله ونکړه

ځکه چې شرق او غرب ونه توانيده له هغه دمسلمانانو په ضد نظامي تعرضاتو کي کار واخلي

ځکه چې هغه په ټوله نړۍ کي ژؤر اسلامي کادرونه پاللي روزلي چي اکثر ئې اوس د نړۍ منلي مخکښ خلک دي

ځکه چې د افغانستان وحشي کمونستي انقلاب ئې ځپلى

ځکه چې هغه د اسلام مسلمان او افغان اصل داسي غيرتي رښتنى اهل کاسب با حکمته مدبر مخ نړۍ ته ښودل غواړي چي ټوله اسلامي نړۍ الهام ورڅخه واخلي

اى افغانانو

تاسو دې په رب قسم وي خپل وجدان کي ژؤر پام وکړئ

ددي کس ما نوم نه دى ليکلى ايا تا ونه پيزانده چي څوک دى5؟

اى افغانانو ستاسو دې په رب قسم وي چې تاسو له تبلیغاتو فکري مخالفت سياسي مخالفت عقدي پرته له پروپاګند پرته پر هغه يک يو د ملي يا اسلامي يا بين الاسلامي جرم مشروع قانوني ثبوت لرئ؟

اى افغانانو له خپل وجدان سره حساب وکړئ چې په اوس عصر کي زموږ اسلامي ملي ارزښتونو واقعتونو ته په کتو بل داسي بديل شته؟

ايا پوهېږئ موږ ئې ولي ملاتړ کؤ او تاسو ئې هم ملاتړ ته را غواړو؟

1- زموږ په ګډون ګڼ شمير ستر ستر علمي اسلامي  کادرونه، ستر ستر ملي سوداګر ستر ستر استادان ستر ستر شخصيتونه ددي کس د روزني مرستي احسان مند او متعهد دي چي هر يو کادر په اساني سره يو هيواد جوړولى شي د دي ستر کس په شتون کي به دهغو امنيت تامين او د کار خدمت کولو چانس تضمين شي چې هيواد عاجل پر ځان متکي کړو دشرق او غرب له ګدا ګري ئې خلاص کړو

2- دا کس به په تيزۍ سره د پوهنتون او مدرسي تر منځ دا پراخ واټن او تنفر چي انګلستان او امريکا په قصدي ډول په سيمه کي پلى کړى او د مدرسي فارغ مسلمان د پوهنتون د مسلمانان په ضد او د پوهنتون فارغ د مدرسي په ضد جنګوي دا به د تل لپاره له منځه يوسي پوهنتون او مرسه ديو سالم تعلمي نصاب له مخي پر يو بل کي مدغم کړي

3- افغانستان نه د شرق په دوستۍ کي دخوښۍ ورځ ليدلى شي ځکه چي بيا غرب ارام نه کيني، او نه دغرب په دوستۍ کي يوه ورځ ارامه ليدلى شي ځکه بيا شرقي بلاک آرام نه کيني، نه د هند نه د چين نه د ايران نه دپاکستان په دوستۍ کي د خير ورځ ليدلى شي، نو بيا بايد څه وشي؟ فقط څلورم خپل جوړ شوى بي غرضه غښتلى ستر اسلامي بلاک د بنسټپالو خپل بلاک چي مشري ئې هم پخپله همدا افغان کوي، عصري بنسټ ايښودونکى روزونکى ئې هم همدا افغان دى، موږ بايد د ستر زرغون افغانستان خپلواکه دريځ ولرو د اسلامي دؤلت دريځ ولرو، چي دا کار يوازي دا کس کولى شي

4- افغانستان د معدن ګنج خزانه ده زموږ يوازي ټريټم د سعودي له سل کاله نفتو سره برابر دي، همدارنګه زرکونيم، يورانيم، طلا، مس موږ 70 ستر ستر معدنه لرو 400 منځنۍ کچه معدنه، ددغو لپاره يونيکال د طالبانو حکومت هم ونړاوه ددغو لپاره دا اوس افغانستان کي جنګ دى ددغو لپاره ايران پاکستان هند روسيه انګلستان چين  هر يو سر سخته سيالي کوي دلته لاسپوڅي راليږي روزي اکمالوي مفسيدين تقويه کوي، ښاغلى اشرف غني هم علني څرګند تثبيت د يونيکال يو مزدور يو مامور دى چې سل ځله خو ئې خپله اعتراف کړى دى،

مګر ددي ستر علمي سياسي کادر په وجود او شتون کي بيا خپله افغان بنسټپال زرګونه نړۍ وال کادرونه شته چې له اوله سره همدي افغان بنسټپال امير روزلي او دخدمت غږ ته لاس په نامه انتظار باسي چي ددي خلکو په شتون کي د شرق غرب هند ايران پاکستان سيالي صفر ته رسيږي افغان خپل کار خپله کؤي هيواد مو په 5 کاله کي دننه تر عربي اماراتو تر سنګاپور ښکلى کيږي خود کفا کيږي او د سترو نړۍ والو سياليو او حق غوښتلو وړتيا پيدا کوي، دا ياد وساتى چي له مطلوب افغان بنسټپال امير څخه پرته د بل چا په وجود کي ددي خوب مه وينى

5- دهيواد يوازينى سياسي کادر دى چې په ايران کي د 25 ميليون شاؤخوا بنسټپال ملاتړي لري، پاکستان کي سرسخت ملاتړي لري، هند، بنګله ديش، سعودي، مصر، امارات، ترکيه ټونس، الجزاير، فلسطين، آذربایجان چين، رومانيا اتريش، مراکش ټولو کي سرسخت وفادار لري په دي وجه داسي په اسانۍ دا هيوادونه په افغانستان کي فشارونه نشي کارولى که يې وکاروي په بدل کي ئې فوري ورته اقدام کولو وړتيا لري

6- يوازينى افغان سياسي کادر دى چې ترکمن، پشه يان، اربيک، پښتانه، تاجک، هزاره بلوچ ټول ئې په يوه ځانګړي خودکفا صالح اسلامي ملي طرحه او تفکر سره وروڼه کړي تړلي او ملاتړ کړي دي چې ژبني قؤمي توکمني تعصبات پکي صفر دي، ياد ساتى دا وړتيا هم په بل هيچا کي نشته

چي داسي وړ کس لرو او موږ ئې دملاتړ پر ځاى شکنځو دشرق غرب يه خوله هر دروغ پسي وايو بيا نو ددي لايق يو چي حال مو تر دي هم بدتر شي بيا نو د ملت پالني اسلامي پالني هيواد پالني دعوي هم مکوئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

شالو

اګر چه زه د حکمتیار صیب سره اختلاف لرم او حزبی هم نه یم خو په یوه شی اقرار باید وکړو چه حکمتیار صیب ډير لوی محقق عالم دی، بی جوړی عالم دی، سوفستیکتیډ عالم دی د یویشتم قرن مطابق عالم دی. د افغانستان په سطحه یی ساری نشته، هو، بلکل نشته. الله پاک د ډير عمر ورکړی.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟