No-IMG

د هند د پخواني ولسمشر ښاغلي عبدالكلام لیکنه

ډاکټر عبد الکلام

ژباړه: مشتاق رحيم

 

ولې رسنۍ دلته دومره منفي دي؟ولې مونږ په هند كې په خپلو لاسته راوړنو شرميږو؟ مونږ يو لوی ملت يو. مونږ د بريالتوبونو ډيرې حيرانونكې کیسې لرو خو هيڅ كله هغه نه یادوو. ولې؟ مونږ د نړۍ په كچه د شيدو په توليد كې لومړی مقام لرو. مونږ د لرې څخه د سیټلایټ د حس کولو په برخه کې نړۍ کې په لومړي مقام کې یو. مونږ د نړۍ په كچه د غنمو په توليد كې دويم مقام لرو. مونږ د نړۍ په كچه د وريژو په توليد كې دويم مقام لرو.

ډاكټر سردرشن ته وګورئ. هغه یو قبایلي کلی په ځان بسیا او په خپلو پښو ولاړ واحد بدل کړ. زه يو وارې په تل ابيب كې وم او يوه اسرايلي ورځپاڼه مې لوستله. دا په سیمه کې د ډيرو بريدونو، بمباريو او مرګونو څخه د يوې ورځې ورسته ورځپاڼه وه. حماس ډلې بريد كړی وو. خو د ورځپاڼې په لومړۍ پاڼه كې د يو داسې يهودې تصوير وو چې د پنځو كلونو په اوږدو كې يې خپل د شګو بيديا په يو بڼ او سمسوره سيمه بدله كړې وه. هر لوستونکي خپله ورځ دغه هڅونکي انځور سره پیل کړ. د وژنو، بمباريو او مرګونو خونړي خبرونه ورځپاڼې په منځنیو پاڼو كې په نورو خبرونو كې ښخ کړي وو. مونږ په هند كې يوازې د مرګ، ناروغۍ، ترهګرۍ او جرمونو په اړه (ورځپاڼه كې) لولو. ولې مونږ دومره منفي فكر كونكي يو؟

يو بله پوښتنه. ولې مونږ د يو قام په توګه په باندنيو (د بل هيواد) توکو كې ورك يو؟ مونږ باندنی تلويزون غواړو، مونږ باندنی کمیس غواړو. مونږ باندنۍ ټكنالوژي غواړو. د وارد شویو توکو سره لیونۍ مینه د څه لپاره! آیا مونږ پوهیږو چې عزت نفس په ځان تکیه کې نغښتی؟

ما په حيدر آباد كې همدا ليكچر وركولو چې يوې څوارلس كلنې نجلۍ زما څخه لاسليك وغوښت. له ماشومې مې پوښته وکړه چې دهغې د ژوند هدف څه دی؟ هغې ځواب راكړ:”زه غواړم چې پر پرمختللي هند كې ژوند وكړم.“ دهغې ماشومې دپاره د پرمختللي هند جوړول زما او ستا دنده ده. ته بايد هرومرو دا اعلان وكړې چې هند يو وروسته پاتې هيواد نه بلكې يو ډير پرمختللی هيواد دی.

آيا ته لس دقیقې لرې؟ ودرې چې بیا درباندې غږ وکړم. لس دقیقې وخت لرې؟ که وخت لرې، دا ولوله، که نه خپله خوښه دې ده.

ته واېې يې چې زمونږ دولت بې كفياته دی. ته واېې چې زمونږ قانون ډير زوړدی. ته واېې چې ښاروالي خځلې نه ټولوي. ته واېې چې تيلفونونه كار نه كوي،ریل نه ریشخند جوړ دی، هوايي شركت مو په نړۍ كې تر ټولو بد دی، پوست مو كله هم خپل ځای ته نه رسيږي. ته وایې چې هیواد د سپیو خولې ته ولیدلی!

ته واېې، واېې او واېې. ددې ټولو په اړوند تا څه كړي دي؟

يو كس ځان سره سنگاپور ته یوسه. هغه ته نوم وركړه: ښاغلی تاسې. هغه ته يوه څيره وركړه: ښاغلی تاسې. تاسې له هوايي ډګر وځي او تاسې د نړیوال معیار اخلاقو څښتن کیږي.په سنګاپور كې تاسې د سګرټو پاتې شونې په واټ او پلي لارو نه غورځوي، بې ځایه ځای کې خواړه نه خوري. تاسې د هغوي په میټرو افتخار کوي. تاسې د آرچرډ واټ (چې ماهیم سیمې او پيډر واټ سره برابر دی) څخه د ماښام د پنځو او اتو بجو په منځ کې د تیریدو په موخه پنځه ډالره ورکولو ته چمتو دی. که يې په رسټورانټ یا شاپنګ مال کې د ډیر وخت پاتې کیدو له کبله په پارکنګ کې خپل موټر د ټاکلې مودې ډیر ودرولی وي نو صرف نظر له دې چې تاسې څوک دی او سویه یې څه ده، په خپله خوښه اضافي پیسې پرې کوي.

په سنګاپور کې تاسې هیڅ ګیله نه کوئ. که کوئ؟ په دوبۍ کې په روژه کې عامه ځایونو کې خوراک نه کوئ. په جده کې به حتماً حجاب مراعتوئ.تاسې به په لندن کې د مخابراتو مامور ته لس پاونډه رشوت د دې دپاره چې ستاسې مصرف بل چا پسې ولیکي کله هم ورنکړئ. تاسې به کله هم په واشنګټن کې له یو ساعت کې ۵۵ مایله څخه زیات سرعت کې موټر ونه چلوئ او که دا کار وکړئ نو پولیس ته نه ووايئ: ” پوهیږې زه څوک یم! زه د پلانکي خان زوی یم. ونیسه دا دوه ډالره او ورک شه. “په آسټریلیا او نیوزیلنډ کې به کله هم د ناریال پوستکی د خځلې دانیو په ځای د بحر په غاړه ونه غورځوئ. د ټوکیو په کوڅو کې ولې پان نه تو کوئ؟ ولې په بوسټن کې ازموینو کې نقل لیږدونکو نه مرسته نه اخلئ او یا جعلي شهادتنامه نه ترلاسه کوئ؟

مونږ اوس هم هماغه تاسې په اړه خبرې کوو.

تاسې، یعني هغه څوک چې باندنیو هیوادونو کې سیسټم ته تابع دی خو خپل هیواد کې بیا چمتو نه دی چې سیسټم ته احترام وکړي. تاسې به هند ته را رسیدو سره سم کاغذ او سګرټ په واټونو غورځوئ. دا تاسې چې په پردي هیواد کې منونکي وګړي یاست، ولې په هند کې همداسې نه شئ پاتې کیدی؟

یو وار په یوه مرکه کې د ممبای د ښاروالۍ مشر ښاغلي تینایکر وویل: د بډایه خلکو سپي خپل فاضله مواد په هر ځای کې غورځوي. د سپي پالونکی بیا مخ را واړوي او په چارواکو خوله را خلاصه کړي چې ښاروالي بې کفایته ده او پلي لارې مو مردارې دي. دا خلک له مسولینو څه غواړي؟ ایا مسولین دې د دغه خلکو سپیو پسې جارو په لاس روان وي ترڅو هر مهال چې د سپي په کلمو فشار راشي دوي خپل کار ته ځانونه چمتو کړي؟ په امریکا کې د سپیو ساتونکي مسولیت لري چې هر مهال د خپل سپي فاضله مواد پاک کړي. همداسې جاپان کې.آیا هندي وګري به دا کار دلته په هند کې وکړي؟

تینایکر سم وايي!

مونږ ټاکنو کې خپل حکومت ټاکو او بیا پس له ټاکنو خپل نور مسولیت هیر کړو.مونږ ډډه ولګوو، او تمه لرو چې ټولې چارې دې راته حکومت وکړي په داسې حال کې چې مونږ د ځان اړونده کارونو کې پوروړي پاتې یو. مونږ د اییر انډیا او انډین ایرلاینز څخه تمه لرو چې ښه خواړه او تشنابونه راته برابر کړي خو بیا هر مهال چې مو وار برابر شي واړه واړه شیان له الوتکې غلا کوو.مونږ د ریل ګاډي ادارې نه تمه لرو چې راته پاک تشنابونه چمتو کړي، خو پخپله له تشناب د سمې استفادې چل زده کولو ته چمتو نه یو.مونږ تمه لرو چې حکومت دې پاک کاري وکړي خو دې ته چمتو نه یو چې خځلې هرې خواته ونه غورځوو، او دا له څه کوئ چې یو بې ځایه پروت کاغذ خځل دانۍ ته د غورځولو زیار هم نه منو.

زما خبره هغه کارکونکو ته هم متوجه ده چې خپله دنده په ښه ډول نه ترسره کوي.

کله چې د حساسو ټولنیزو مسایلو لکه ښځه، ولور، نجلۍ او ماشوم او داسې نورو بحث شي نو په ګرمو کوټو کې ښه غالمغال او احتجاج کوو، خو په خپل کور کې بیا هماغه کوو څه چې مروج دي.

زمونږ دلیل؟

په یو ګل نه پسرلی کیږي او که زه د خپل د زوی ولور څخه تیر هم شم هیڅ ګټه نه کوي ترڅو چې ټول سیسټم بدل نه شي.

نو سیسټم به څوک بدلوي؟ نظم له څه جوړ دی؟

دا نو راته اسانه خبره ده چې خپل ګاونډی ملامت کړو،نورې کورنۍ، ښارونه، نورې ټولنې او حکومت. خو کله هم ځان او ښاغلی تاسې نه ملامتوو. کله چې زمونږ د نظام په اړه د خپل مسولیت او مثبت رول لوبولو وار راشي نو بیا سره له کورنیو ځان یو آرامه ځای کې نیسو او لرې هیوادونو ته ور ګورو او په تمه یو چې”ښاغلی پاک“به له هغه ځایه جادوي جارو په لاس راځي تر څو هر څه پاک کړي او یا هم مونږ دا تکل کوو چې هیواد پریږدو او وتښتو. لکه د یو بې کفایته بزدله مونږ خپله ویره امریکا ته ځغلوي ترڅو د هغوي د لاسته راوړنو په لمر کې پیتاوی وکړو او د هغوي نظم وستایو. کله چې نیویارک ناامنه شي نو بیا انګلستان ته تښتو.کله چې انګلستان کې بې کاري ډیره شي نو بیا عربي خلیجي هیوادونو ته مخه کړو. او چې کله بیا خلیجي هیوادونه جګړو سره مخ شي نو هندي حکومت نه غواړو چې مونږ وژغوري او کور ته مو ستانه کړي.

هیڅوک سیسټم سره د مرستې فکر نه کوي. هر یو هیواد لوټي او آبرو یې تویوي. زمونږ ضمیر په پیسو کې ګرو دی. زړه ته را نږدې هندیانو، لیکنه تر ډیره بریده د فکر راپارولو، د ځان سره محاسبې او د ضمیر د ښورولو بحث لري. زه له جان ایف کینډی هغه خبره چې خپل ولس ته کړې وه درته کوم: پوښتنه وکړئ چې تاسې هندوستان دپاره څه کولی شئ، او هغه کار وکړئ چې هند نه هغه څه جوړ کړي چې نن امریکا او نوره غربي نړۍ دي. راځئ هغه څه وکړو چې هند ورته اړتیا لري.

د ټوکو ټکالی په ځای دا لیکنه خلکو سره شریکه کړئ.

مننه، ډاکټر عبدالکلام

نوټ: دا لیکنه مې 2007 کال کې ژباړلې وه. هغه مهال ټولنیزې رسنۍ نه وې نو بیا دا ډول کیسې او لیکنې به په ایمیلونو کې تبادله کیدې. نن مې زاړه اسناد لیدل، مخ ته راغله. نه پوهیږم چې دا لیکنه به په رښتیا هم د عبدالکلام وي او که نه خو هغه مهال ماته یو هندي همکار رالیږلې وه او ما د کور دننه ګتنې دپاره ژباړلې وه. یو وار یې بیا شریکوم، ګوندې کوم چا دپاره د ګتې وړ وګرځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟