No-IMG

وخت به راشي...

وخت به راشي نه به زور وي ، نه لښکرې

نه به دلته تور دېوان وي ،  نه یې زغرې

نه  به  وي  د  چا سپاره ، د  چا   اسونه

نه  به  وي   دلته   د چا   خره او کچرې

د سیاست بازار به سوړ وي په وطن کې

نه  به  ډوزې  د واکمن   وي  نه یې ټرې

د  ماشوم  رنګین  خوبونه  به  ارام   وي

نه  به   ډزې  وي  ، نه   ډلې   ترهګرې

یوه  لویه   هنګامه   به    وي   د مینې

څوک به وايي ځار جانانه څوک سندرې

د  مسجد  غېږ به وي خلاصه کلیسا ته

وي  مسلم  ته  به  روا  شونډې  کافرې

د نفرت توري به نه وي په قاموس کې

د  هر چا  له  خولې  به  اوري مرغلرې

د انسان   په نوم به جوړه هدیره وي

په  کې  ښخې به وي رنګارنګ ککرې

د خپل تېر نسل ظلمونو ته چې ګوري

ورته  وايي به چې کورې، بیا هم کورې

پر افغان وطن به شال د وږمو خور وي

تر    اټکه   به  وي   منډې   او    چکرې

د  سپین  غره لمن  به وکاندي مماڼې

د  پامیر  غرونه  به  ونیسي   ګورګورې

بلبلان  به د  وطن  بیا  را ژوندۍ کړي

د    ویدا    ویدې   سندرې   مساپرې

زماو ستا ترمنځ به کرښې منځ کې نه وي

زه  به  نوم  شمه  د  تا ، ته مې نومځرې

د  کینې  بازار   به  ختم  شي   نړۍ کې

څوک به ګوړې خرڅوي څوک به شکرې

د انسان غېږ  به وي خلاصه بل انسان ته

نه  به  ولي  څوک  نه  غشي  ، نه   ډبرې

د جنت تصویر به خور وي په جهان کې

وي   به  حورو   سره  غېږې  او   ډغرې

زه  او  یار  به  سره  داسې  مشغولا کړو

لکه  بام  باندې چې ګرځي دوه کوترې

یو ناڅاپه دې کې خوب څخه راویښ شوم

ما وې څه شوې یونه څه شوې ستا خبرې!؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟