
غرب، انسانيت او د تروريزم ډرامه
يو ځای مې لوستي ول چې مخکې د جنګ لپاره وسله جوړيده خو اوس د وسلې خرڅولو لپاره جنګونه جوړيږي .
د سټاکهولم د سولې څيړنيز نړیوال معهد ( SIPRI) په خپل تازه سروې کې وايي،
د وسلې جوړولو نړۍ وال ۱۰۰ شرکتونو په ۲۰۱۸ کې د ۴۲۰ بليونه ډالرو وسله خرڅه کړې .
د وسلې د دغه ۱۰۰ شرکتونو له جملی څخه ۵ مخکښ شرکتونه د امريکا دي چې عبارت دي له :
Lockheed Martin - Boeing - Northrop Grumman - Raytheon - General Dynamics
دغه امريکايي ۵ شرکتونو له ۴۲۰ بليونو ډالرو څخه ۱۴۸ بليونه ډالر وسله خرڅه کړې چې د ټولو ۱۰۰ شرکتونو ۳۵ سلنه يواځې د دې ۵ شرکتونو نه خریداری شوې.
دا بايد په ياد ولرو چې په دغه ۱۰۰ شرکتونو ۴۲۰ بليونو ډالرو نه يواځې امريکايي شرکتونو د ۲۴۸ بليونه ډالرو وسله خرڅه کړې، چې د دغه ۵ په شمول نور امريکايي شرکتونو هم ښه بازار درلود.
روسيې د ۳۶.۲ بليونو ډالرو وسله خرڅه کړې .
بريتانيا د ۳۵.۱ بليونو ډالرو.
فرانسې د ۲۳.۱ بليونه ډالرو
جرمني د ۸.۴ بليونو ډالرو
تر ټولو خندونکی یې بيا دا ده چې همدا جنګي او وحشي امريکا او غرب موږ ته انجلينا جولي، ملاله ، فلان او بستان د سولې ،امن، انسانیت او تعليم د سفيرانو په توګه راليږي او موږ ته د تروريزم او امن او امان درسونه را کوي .
** يادونه :د وسلې تجارت د نړۍ په لسو مهمو تجارتي کې راځي .