No-IMG

رسول الله صلی الله علیه وسلم څه وخت وفرمایل "أشهد أني رسول الله" زه شاهدي ورکوم چې زه د الله رسول یم؟

پر حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه د یوه یهودي پور باندي وو، د پور د ادا کولو نیټه د خرماوو د محصولاتو وخت  ټاکل شوې وه، جابر رضي الله عنه ته معلومه شوه چې باغ یې دومره خرماوې نه دي کړې ترڅو د یهودي قرض ور ادا کړي نو اندیښمن وو، فکر یې وکړ چې له چا څخه مرسته وغواړي، حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ته یې خپله ستونزه بیان کړه هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر کړ، خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم پخپله د یهودي کور ته ورغی او ورته ویې ویل چې سږ کال د جابر د باغ حاصلات ډیر کم دي نو که دې د هغه قرض د راروان کال تر حاصلاتو پورې وځنډاوو... یهودي وویل یا ابا القاسم نشم کولای زه مې قرض غواړم...  رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا تکرار کړه خو یهودي بیا منفي ځواب ورکړ دریم ځل رسول الله صل الله علیه وسلم ورته وویل: د جابر قرض تر را روان کاله وځنډوه، زه یې ضامن یم...!

یهودي دریم ځل هم د نه ځواب ورکړ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د جابر رضی الله عنه باغ ته راغی له جابر نه یې د هغه د باغ د څالې "یا هغې چوترې چي د ونو سیوري ته د ناستې لپاره جوړه شوې وي" پوښتنه وکړه جابر رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته بوتلو... رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه رکاته لمونځ وکړ او د جابر باغ او مال ته یې د برکت دعا وکړه... چې راووت نو جابر رضي الله عنه ته یې وفرمایل: جابره پر الله توکل کړه، خرماوې دې څنډ وهه او یهودی ته قرض ورکړه... جابر رضي الله عنه وایي ما چي د خپلو خرماوو حالت ته کتل نو سخت وارخطا او حیران وم خو ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا عمل وکړ او خرماوې مې څنډوهلې.

هغه وایي چې خرماوې دومره زیاتې شوې چې قرض مي ورکړ،  خیرات مې کړې خو بیا هم ډیرې زیاتې راپاتې شوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې دغه زیری ورکړ چې د باغ حاصل مې دومره زیات شو چې هیڅکله مې نه وو اخیستي قرضونه مې خلاص کړل، خیرات مې کړل او د اولاد د نفقې لپاره لا هم ډیرې پاتې شوې... رسول الله صلی الله علیه وسلم موسکی شو او ویې فرمایل: اشهد اني رسول الله " زه شاهدي ورکوم چې زه د الله جل جلاله رسول یم.

بخاري

کتاب أطعمه باب الرطب والتمر

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک