No-IMG

يو قانون لرو چې همېشه ثابت دی!

 د هر کس فکر د هغه د چاپېريال زېږنده دی، او انسان له هرهغه چاپېريال سره چې دی‌پکې اوسي عادت کېږي.

که له بدمرغو او بدو خلکو سره ناسته ولاړه کوو، سوکه سوکه د بدمرغي او د بدو چارو په اړه فکر کوو او وروسته يې په کولو او ليدلو بېخي عادي کېږو. او که له غيبتي ، د نورو په کارونو کې ګوتي وهونکو او عيب پلټونکو سره کېنو او پاڅېږو په هماغه ډول کېږو او بيا وروسته غيبت او په نورو کې کار لرل راته بيخي عادي ښکاري.

که مو ملګري درواغ وايي په لومړيو کې ترې ناراحته یوو ولې وروسته له هغه هم سره هم عادت کېږو  اوچې نورو ته درواغ وايي چندان سر نه پسې ګرځوو، او که ډېر وخت لپاره له داسې کسانو سره واوسو نو موږ هم عادت ترې اخلو او داسې حالت ته رسېږو چې ان خپل ځان ته هم درواغ وايو او فريب ورکوو. نو که له مثبتو ، د انګېزې او هدف لرونکو کسانو سره ملګري شئ، تاسې هم مثبت او پُر انګېزه کېږئ،او بېخي ورسره عادت کېږئ.

 تصميم ونيسئ! له مثبتو ، انګېزه لرونکو خلکو څخه ځان ته ملګري وټاکئ، کنه منفي خلک به تاسې ښکته ورکش کړي ، له تاسې به بد او مضر خلک جوړ کړي، بيا به له منفي کړنو سره عادت شئ ، چې وروسته به دا يوه طبيعي چاره درته ښکاري او تاسې به هېڅ په ځان پوه شوي هم نه يئ!

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟