
خلیلزاد د مؤقت حکومت په طرحه عملي کار پیل کړی
د امریکا منافقت ته مو پام دی؟
پرون پنټاګون اعلامیه صادره کړه چې دوی به له افغانستانه خپل پوځیان د دوحې د تړون په اساس وباسي، نن میلر په افغانستان کې وویل چې د تاوتریخوالي زیاتوالي د دوی تشویش زیات کړی او که دوام ومومي د سولې پروسه به خطر سره مخ شي.
خلیلزاد له یوې هفتې راهیسې د مؤقت حکومت په طرحه عملي کار پیل کړی. دی پاکستان ته ولاړ، هلته یې له خپلو یارانو د طرحې ملاتړ تر لاسه کړ بیا یې د افغان سیاسیونو دروازې وټکولې، دوی هم ورسره سلا شول. دوحې ته ولاړ، دوبۍ ته یې عطاء نور، قانوني او صلاح الدین خان راوغوښتل.د حکمتیار صېب ملاتړ یې د ټیلیفون پر لیکه واخست او دا دی نن د مؤقت حکومت د جوړولو په اړه نور مالومات هم لیک شول خو د امریکا شازدافېر وايي مونږ د مؤقت حکومت د طرحې ملاتړ نه کوو.
امریکایان د پنټاګون له اعلامیه دا استفاده کوي چې د امریکا ولس ته اطمینان ورکړي چې دوی افغانستانه راوځي، مېلر یې بیا دلته دې لپاره چې د جګړې روحیه تته نشي تشویشونه ایجادوي.
هلته یې خلیلزاد د مؤقت حکومت په مشن ویستئ، دلته یې سفارت ردوي تر څو داخل کې د افغان حکومت زړه هم وروګنډي.
امریکا تل دې ملت سره همداسې دوه مخی سیاست کړی. په دوحه کې ناست لوري باید د طالب او دولت له سیاسته راوځي، دوی باید د یو واحد ملت سیاست وکړي. زه مطمئن یم د مذاکراتي ټیمونو لږ درایت هم د امریکا او پاکستان روان پلانونه شنډولی شي.