No-IMG

امريکايي رابرټ تر ايمان راوړلو وروسته دعوت او تبليغ کار پيل کړ

نوراني عظیمي پشه ايي

 

رابرټ د امریکا په کیلفورنیا ریاست کې د انګلیسي ژبې استاد و.

نوموړي تر 45 کلونو پورې د نړۍ له ګوډ، ګوډ څخه راتلونکو شاګردانو ته انګلیسي ژبه ور زده کوله، خو ژوند یې بې سکونه او کم رنګه و.

چې په دې موخه یې د نړۍ هرې خوا ته سفرونه وکړل او آخر یې د اسلام مبارک دین د ځان لپاره د سکون او راحت یوازینی دین وګاڼه او له خپلې مېرمنې سره يوځای د اسلام مبارک دین ته داخل شو، د کیلفورنيا ښار یې پرېښود، کلی ته ګډه شو او هلته یې د دعوت او تبليغ کار پيل کړ.

اوس د هغه د عايد سرچینه د وزو څرول دي، ښاغلی رابرټ وايي، چې د وزو څرولو پرېکړه یې د دې حدیث له امله کړې ده، چې:

(ډېر ژر به هغه زمانه راشي، چې د مسلمانانو غوره مال به وزې وي، چې د هغوی په څرولو پسې مسلمانان د غرونو څوکو او د بارانونو ځایونو ته ورسېږي، تر څو خپل دین له فتنو څخه خوندي کړي)

په یاده سیمه کې د رابرټ په اړه دا خبره هم مشهوره ده، چې نوموړی تر ټولو ښه اخلاق کوونکی او ښه چلند کوونکی شخص دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟